• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېواد په نهو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا‌‌ پوهنې ادارې ویلي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

یادې ادارې د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه د هوا وضعیت د سبا ورځې لپاره د هېواد په نهو ولایتونو کې وړاندوینه شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني هغه ولایتونه دي چې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

د هواپوهنې ادارې ویلي چې په دغو ولایتونو کې د باران کچه د بېلابېلو سیمو له مخې له ۱۰ تر ۳۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې په مرکزي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو له طوفانونو سره د ملګرو تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو بادونو چټکتیا په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې په ساعت کې اټکل شوې ده.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې له خلکو غوښتي چې د سختو بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو له امله د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام ته د روغتیا نړیوال سازمان طبي تجهیزات سپارلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
د سرطان د کنټرول ملي پروګرام ته د روغتیا نړیوال سازمان طبي تجهیزات سپارلي
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د سرطان د کنټرول ملي پروګرام ته یو شمېر اړین طبي تجهیزات سپارلي دي. د وزارت په وینا، دغه تجهیزات د سرطان د تشخیص او درملنې د خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو روغتیايي شریکانو په غونډه کې وسپارل شول.

دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د سرطان د تشخیص او درملنې په روغتون کې د نړیوالو روغتیايي شریکانو غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د قطر سفیر، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د وزارت مرکزي رییسانو، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مسولانو او د یاد روغتون روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د روغتیايي همکاریو د پراختیا، دوام او پیاوړتیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل: «د نننۍ غونډې موخه یوازې د طبي تجهیزاتو سپارل نه دي، بلکې دا د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو څرګندونه هم ده.»

د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د قطر سفیر او د روغتیا نړیوال سازمان مسولانو هم په خپلو ویناوو کې د روغتیايي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د افغانستان د روغتیايي سکټور د پراختیا لپاره یې د خپلو مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ څرګند کړ.

د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۱۵۰۰ افغانان ایران ته داخل شوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۱۵۰۰ افغانان ایران ته داخل شوي
100%

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکي وایي، په تېرو دریو ورځو کې ۱۵۳۰ افغانان د دوغارون له رسمي پولې د ایران د پخواني مذهبي مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شوي او دا شمېر به ۲۵۰۰ ته ورسیږي. چارواکو ویلي چې دغو کسانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې دي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د خراسان رضوي ولایت د تایباد سیمې مشر حسین جمشیدي ویلي، دغه افغانان د کابل، کندهار، مزارشریف، هرات، غزني، دایکندي او هلمند ولایتونو څخه په انفرادي او کارواني ډول د دوغارون له رسمي پولې ایران ته داخل شوي او له قانوني مراحلو وروسته مشهد ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، دغه کسان د ۳۵ بسونو په وسیله مشهد ته استول شوي دي.

جمشیدي ویلي، د ترسره شویو پلانونو له مخې، افغان وګړي یوازې تر سبا پورې فرصت لري چې د دوغارون له لارې ایران ته داخل شي او د خامنه يي د جنازې او مخه ښې په مراسمو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې، چې افغان وګړي به هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې د دوغارون په پوله کې منل کېږي.

د تایباد والي ویلي، هغه افغانان چې د دوغارون له لارې ایران ته داخل شوي، باید د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د ایران څلورو کونسلګریو د دغو مراسمو لپاره د افغان ګډونوالو په نوم ۲۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي.

هغه همداراز ویلي، د تایباد له ښاري او کلیوالو سیمو څخه هم په تېرو څلورو ورځو کې له ۱۷۰۰ څخه زیاتو شیعه او سني اوسېدونکو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې او د شخصي موټرو له لارې د تلونکو کسانو په ګډون د ګډونوالو شمېر له پنځو زرو څخه اوښتی دی.

د هغه په وینا، د دغو ولسي کاروانونو لپاره ۳۵ بسونه چمتو شوي او د تایباد د اهل سنتو ۴۵ مخکښ عالمان هم د ګډون لپاره مشهد ته ځي.

د پاکستان د پوځ قوماندانانو یوځل بیا په افغانستان کې د بریدونو پر دوام ټینګار کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱
د پاکستان د پوځ قوماندانانو یوځل بیا په افغانستان کې د بریدونو پر دوام ټینګار کړی
100%

د پاکستان د پوځ د قول اردوګانو قوماندانانو په یوه غونډه کې یوځل بیا ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کېږي. پاکستاني پوځ ویلي، چې د «ضرب للحق» په اډانه کې عملیاتو ته دوام ورکوي. کابل له دې وړاندې د پاکستان دغسې ادعاوې رد کړې دي.

د دې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان باور لري د افغانستان له خاورې د «ترهګرو ډلو» د فعالیت مخنیوی د سیمه‌ییز ثبات لپاره اړین دی او دا د طالبانو د ادارې مسوولیت دی.

پاکستاني پوځ همدارنګه ویلي چې دوی به د افغانستان له اړخه ددوی په وینا، د رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې استخباراتي عملیاتو او امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی چې د پاکستان پوځ د افغانستان د وضعیت په تړاو د څار او امنیتي اقداماتو کچه لوړه ساتلې ده.

د طالبانو ادارې د پاکستان ادعاوې په وار وار رد کړې دي او وايي، چې د پاکستاني وسله والو ستونزه ددغه هېواد داخلي مساله ده.

پر پاکستان په کور دننه او بهر دا نیوکې هم کیږي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په افغانستان کې په بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او تر دې دمه د ټي پي پي هیڅ مهم غړی په بریدونو کې نه دی وژل شوی.

په نړیوال بازار کې د بیو له کمېدو سره په افغانستان کې د سون‌توکو بیې لوړې شوې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
په نړیوال بازار کې د بیو له کمېدو سره په افغانستان کې د سون‌توکو بیې لوړې شوې
100%

سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ دسیمه‌ییزو کړکېچونو له کمېدو وروسته په نړیوال بازار کې د نفتو بیې راټیټې شوې خو په افغانستان کې د تیلو بیې لوړې شوې دي. سرچینې وایي، د روسیې د اکمالاتو کمی، د ایران د وارداتو محدودېدل او د نویو وارداتو ځنډ د بیو د لوړېدو اصلي لاملونه دي.

د کابل او د افغانستان د یو شمېر نورو ښارونو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د بازار د معلوماتو له مخې، په کابل کې د یو لیټر پټرولو بیه له ۷۷ تر ۸۱ افغانیو، په هرات کې له ۷۵ تر ۸۰ افغانیو او په حیرتان کې له ۷۷ تر ۸۰ افغانیو پورې رسېدلې ده.

د ډیزلو بیه هم په دغو بازارونو کې هر لیټر له ۶۹ تر ۷۵ افغانیو پورې پلورل کېږي.

د نفتي موادو د بازار سرچینو ویلي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ډېری بازارونو کې د پټرولو بیه د هر لیټر پر سر له درېیو تر پنځو افغانیو لوړه شوې ده.

د افغانستان د نفت او ګازو شرکتونو د ټولنې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي د ایران، امریکا او اسراییل د جګړې پر مهال سوداګرو د نړیوالو لوړو بیو له امله نوي واردات ونه کړل، ځکه اندېښنه یې لرله چې که نړیوالې بیې بېرته راټیټې شي، له درانه مالي زیان سره به مخ شي.

د سرچینې په وینا، له جګړې وروسته که څه هم نړیوالې بیې راټیټې شوې، خو روسیه د اوکراین د بریدونو له امله د خپلو تصفیه خونو د زیان له کبله د سونتوکو له کمښت سره مخ شوې ده.

همدارنګه، له ایران څخه هم افغانستان ته د پټرولو واردات د پخوا په کچه نه دي .

سرچینې زیاته کړې، که پخوانۍ زېرمې نه وای، د سون توکو بیې به تر اوسنیو هم لوړې شوې وای، ځکه طالبان او سوداګر لا هم له همغو زېرمو بازار ته سون توکي وړاندې کوي.

یوې بلې سرچینې خبرداری ورکړی، چې که طالبان د روسیې د وارداتي سون توکو بدیله سرچینه پیدا نه کړي، د پټرولو او ډیزلو بیې به نورې هم لوړې شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نفت او ګازو له سوداګرو سره بېړنۍ غونډه کړې او پکې د سونتوکو د بیو د کنټرول، د کیفیت د ښه والي او د بازار د کمښت د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.

یو شمېر افغانان وایي، د سون توکو د بیو لوړېدو د ترانسپورټ، خوراکي توکو او د ژوند د نورو اړتیاوو لګښتونه هم زیات کړي او ځینو د پټرولو له ټیټ کیفیته شکایت هم کړی دی.

طالبان وايي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱
طالبان وايي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې ۱۰۱ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۶ کیلومټره مسیر د کار لپاره چمتو شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مهال په بېلابېلو برخو کې د مسیر د چمتو کولو، د نللیکو او اړینو تجهیزاتو د لېږد، د جرونو د کیندلو او د نللیکو د نښلونې او خښولو چارې دوام لري.

دغه راز د پروژې په اوږدو کې د څارنې لپاره ۱۰۸ کیلومټره سړک هم جوړ شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت زیاته کړې، چې د نللیکې د خښولو لپاره د ۷۰.۲ کیلومټرو په اوږدوالي جرونه کیندل شوي او تر دې دمه شاوخوا ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

د ټاپي پروژې د چارو د لا چټکتیا لپاره، ۸۹.۵ کیلومټره نورې نللیکې هم د پروژې ساحې ته لېږدول شوې دي.

دغه وزارت د ټاپي د ګازو نللیکې پروژه د افغانستان لپاره یوه له مهمو ستراتیژیکو او اقتصادي پروژو بللې ده.

د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د انرژۍ د لېږد، د ترانزیټي عوایدو د زیاتوالي، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو او د اقتصادي ودې په برخه کې پرمختګونه وشي.