• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند غړي خان زمان کاکړ او د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې د وروستي برید په اړه غبرګونونه ښودلي دي. داوړ دغه برید غندلی، خو کاکړ ویلي چې دا پېښه په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د ناامنیو د تکرار یوه بېلګه ده.

د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې تاوتریخوالي د خلکو لپاره یوازې غم او زیانونه رامنځته کړي دي.

داوړ په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «د حنه وړک د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکه غندم. د هغو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوم.»

هغه ټینګار کړی چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او د خلکو ژوند باید د جګړو او بریدونو قرباني نه شي.

بل لور ته، د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي خان زمان کاکړ دغه پېښه د پښتنو سیمو د اوږدمهالو ناامنیو له بهیر سره تړلې بللې ده.

کاکړ په خپل ایکس پوسټ کې ویلي: «هغه څه چې نن په کوټه کې د حنه وړک په سیمه کې روان دي، په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د هر دویم کلي کیسه ده.»

هغه زیاته کړې چې د دغو تجربو باید زده کړه وشي او په وینا یې، دولت باید په مستقیم ډول د امنیتي وضعیت په اړه ځواب ویونکی وبلل شي.

کاکړ همدارنګه د «پوځي نفوذ پراختیا» د ماډل د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
د پاکستان په پنجاب ایالت کې پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ هغه افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده کړې کولې.

د دغو ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قايداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زده کړو بوخت وو او همالته نیول شوي دي.

یو بل ډاکټر، نورالله، د ساهېوال ولسوالۍ له ساهېوال ښوونیز روغتون څخه نیول شوی دی. ډاکټران وایي، نوموړی هغه مهال ونیول شو چې په عملیاتي خونه کې و، له هغه ځایه وایستل شو او پولیسو له ځان سره یووړ.

د نیول شویو ډاکټرانو نوملړ، د نیولو ویډیوګانې او انځورونه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي دي.

ډاکټران وایي، دوی د پنجاب ایالت د «پنجاب ریزېډنسي پروګرام» له لارې په قانوني ډول پاکستان ته تللي او په تخصصي زده کړو بوخت دي، خو د ویزو کې له وخت پایته رسېدو وروسته، سره له دې چې د ویزو د نوي کولو لپاره یې ټول قانوني اسناد سپارلي، تر اوسه یې ویزې نه دي نوي شوې.

د دوی په وینا، د نیولو پر مهال پولیسو یوازې دومره ورته ویلي چې د لوړپوړو چارواکو له خوا ورته امر شوی چې افغان وګړي ونیسي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو په دې اړه د پنجاب ایالت د اطلاعاتو له ویاندې عظمی بخاري څخه د نظر غوښتنه کړې، خو هغې تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

دا نیونې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د (جون په ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ایالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له ۱۰مې وروسته دې هغه افغان وګړي ونیول شي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري یا یې د ویزې موده پای ته رسېدلې وي.

خو دغو ډاکټرانو ویلي، له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې، د پاکستان او طالبانو د اړیکو له خرابېدو وروسته، افغان محصلان تر فشار لاندې دي او د دوی ویزې نه نوي کېږي.

دوی زیاته کړې چې باید د دوی تخصصي او د طب زده کړې نیمګړې پاتې نه شي او د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي. دغو ډاکټرانو پر طالبانو هم غږ کړی چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د دوی د ویزو او زده کړو ستونزې هوارې کړي.

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو
100%

پاکستاني پولیسو د یوټیوب، ټېک‌ټاک او خواله رسنیو لپاره د خپرونو جوړوونکي بصير بخشي او کرشمه تر څلور ورځني بند وروسته خوشې کړل. دوی زياتوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو په لرلو سره د څلورو ورځو لپاره بندیان شوي او د زندان پرمهال ذهني شکنجه شوي هم دي.

بصیر بخشي د افغانستان انټرنشنل-پښتو خبریال جواد شینواري ته وویل، چې د پېښور د هشنګرۍ سیمې د امام بارګاه له‌خوا ورته د عاشورا د مراسمو څخه د خپرونې جوړولو لپاره بلنه ورکړل شوې وه. د هغه په وینا؛ کله چې یې د دغه مراسمو پوښښ کاوه نو، د ماښام شاوخوا شپږ بجې پولیسو ونیوه.

د بخشي‌ په خبره؛ د بند پرمهال د پولیسو له سختو پوښتونو او پلټنو سره، سره له خپلې کورنۍ او ملګرو سره د اړیکې اجازه ورنه کړل شوه او ان د هغه کور ته هم د پلټنو لپاره ورغلل.

100%

کرشمه چې په یوټیوب کې د افغان خوړو په اړه خپرونې کوي وايي، ویزه او د سفر بشپړ قانوني اسناد یې لرل او په زندان کې ۴ ورځې ذهني شکنجه شوې. هغه زیاتوي: «له پېښې وروسته له سخت ذهني فشار او رواني ستونزو سره مخ یمه، روغتیايي وضعیت مې لا هم ښه نه‌دی او د درملنې لپاره په وار، وار روغتون ته د تګ اړتیا پيدا شوې».

کرشمې له اړوندو چارواکو د یادې پېښې د پلټنې او د مسوولو کسانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه وکړه. د ځايي پولیسو مشر وارث خان بیا وایي، چې د محرم مراسمو پرمهال په پېښور کې د امنیت لپاره خورا سخت او هر اړخیز تدابیر نیول شوي وو؛ څو د عاشورا مراسم او مذهبي غونډې په امن فضا کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، دواړه کسان ځکه پولیسو نیولي وو چې د ناامنۍ په اړه یې خپرونې جوړولې او ناسم معلومات یې وړاندې کول. د وارث په خبره؛ دواړه کسان یې د قانوني اصولو له مخې د پلټنو لپاره نیولي وو او په زندان کې نه وو.

پاکستان د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک کړی او هره ورځ سلګونه افغان وګړي د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي. د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې په هېواد کې مېشت افغان وګړي باید د جولای تر ۱۱مې نېټې پورې له دغه هېواده ووځي.

پاکستان کې مېشت افغان محصلان: د ویزو ځنډ او د اېستلو ګواښ مو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
پاکستان کې مېشت افغان محصلان: د ویزو ځنډ او د اېستلو ګواښ مو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی
100%

د پاکستان په بهاولپور کې د قاعد اعظم طبي پوهنتون افغان محصلان وایي، د پنجاب حکومت له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکړی او که یې ستونزې حل نه‌شي نو د کلونو خوارۍ یې په اوبو لاهو کېږي. دوی زیاتوي، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې ټولې دروازې ټکولې او هیڅوک یې غږ نه اوري.

په پنجاب کې د یاد طبي پوهنتون افغان کډوالو محصلانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي او د کلونو خوراۍ یې ضایع کېږي. د دوی په خبره؛ د کال وروستۍ ازموینې دي او د پنجاب حکومت ورته د پاتې کېدو موده نه غځوي.
دغه افغان محصلان چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نومونه یې واخیستل شي زیاتوي: «موږ نن دوشنبه غوښتل شوي یو او خبرداری راکړل شوی، چې ژر تر ژر به و اېستل شو. بدبختي دا ده، چې زموږ ازموینې هم دي خوارۍ مو ګاللې او یو کال مو ضایع کېږي».

د یادو محصلانو په خبره؛ د کډوالۍ کارټونو د مودې ختمېدو سره هم‌مهاله یې افغان پاسپورټونو او ویزو ته هم درخواستونه کړي او میاشتې کېږي، چې په دې اړه یې هیڅ ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

دوی ویلي: «موږ د پاکستان او طالبانو استازولۍ ته درخواستونه کړي، زنګونه او پیغامونه مو ورته کړي او ان ورغلي یو، چې ستونزه مو حل کړي خو هیڅ لوری موږ ته ځواب نه وايي». یادو محصلانو دا هم ویلي، چې له پنجاب حکومت څخه یې بلوچستان او خېبرپښتونخوا ته د تبدیلۍ وړاندیزونه هم لېږلي؛ خو بیا یې هم له پاکستان نه د اېستلو خبرداری ترلاسه کړی.

دوی وایي، چې تر دې وړاندې هم دوه ځلې د پاکستان پولیسو د ازموینو پرمهال نیولي او زنداني کړي دي او ازموینې یې ګډوډۍ شوې دي. دغه محصلانو غوښتنه کړې، چې د کلنۍ ازموینو تر پایه دې وخت ورکړل شي او ستونزې دې حل شي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو سفارت لاتراوسه د دغه محصلانو د ستونزو د حل په اړه څه نه‌دي‌ ویلي.

جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۰ GMT+۱
جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي
100%

په داسې حال کې چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې جولای میاشتې تر ۱۰مې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته وخت ورکړی، چې ووځي، ګنې بیا یې په زوره باسي. په جلا وطنۍ کې د افغانانو عالي شورا له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې له پاکستان څخه د افغانانو د جبري اېستنې مخنیوی وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ټولو ایالتي حکومتونو ته لارښونه کړې، چې د روانې جولای میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه وروسته په پاکستان کې هغه افغانان ونیسي، چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او یا یې هم د ويزو موده پایته رسېدلې وي.

په پاکستان کې مېشت افغانان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاد اعلان سخت اندېښمن کړي او یو ځل بیا یې له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، ځکه دوی هم غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسېږي.

پاکستان حکومت له نږدې یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.

له دې سره سم، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له دولت سربېره له ملګرو ملتونو، د پناه غوښتنې په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، د کډوالو منونکو هېوادونو او له کډوالۍ نړۍوال سازمان څخه غوښتي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر ودروي.

دوی همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي او همداراز اساسي خدماتو لکه‌، روغتیايي، تعلیمي او نورو ملاتړیزو خدماتو ته یې لاسرسی اسانه کړي.

دغې شورا له کډوالو منونکو هېوادونو غوښتي چې تر ګواښ لاندې افغانانو د دوسیو ارزونې بهیر چټک کړي او همداراز د زیانمنو افغانانو د ساتنې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ یوازې د ژوند، امنیت او انساني حقوقو غوښتونکي یو. موږ تر بل هر وخت بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو. له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغان کډوالو غږ واوري او پرېنږدي، زرګونه بې‌دفاع انسانان د نه‌پاملرنې، او جبري اخراج قرباني شي».

دغې شورا څرګنده کړې: «په پاکستان کې مېشت موږ افغانان (پخواني نظامیان، د بشري حقونو فعالان او مدافعان، خبریالان، مدني فعالان او نور) د جدي ګواښونو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي یو او اوس له کلونو راهیسې په ډېرو سختو شرایطو کې په پاکستان کې شپې او ورځې تېروو».

دوی خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو او په ځانګړې توګه تر ګواښ لاندې کسانو جبري ستنونه له ټولو بشري نړۍوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر کې ده او زیاته کړې یې ده: «هېڅ انسان باید هغه هېواد ته ونه‌استول شي، چې په هغه کې د ځورونې، تاوتریخوالي، شکنجې او یا مرګ له ګواښ سره مخ وي».

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان له تازه نېټې (د جولای لسمې) له اعلان سربېره هره ورځ سلګونه افغانان په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او زرګونه کسان بېرته افغانستان ته استول کېږي.

روان کال په کراچۍ کې د ۱۳ ښځو په ګډون د ۲۰۰ کسانو لاوارثه مړي موندل شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱
روان کال په کراچۍ کې د ۱۳ ښځو په ګډون د ۲۰۰ کسانو لاوارثه مړي موندل شوي
100%

په پاکستان کې ایدهي خیریه بنسټ وایي چې روان کال د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۱۳ښځو په ګډون د ۲۰۰ لاوارثه کسانو مړي موندل شوي دي.

د ایدهي بنسټ په وینا، دا جسدونه پر سړکونو، د سیندونو پر غاړو، بوټو او خالي کورونو کې موندل شوي، چې د دې لاوارثه مړو د پېژندنې ترڅنګ د مړینې لامل هم نامعلوم دی.

د پاکستاني رسنۍ «جيو نيوز» د راپور له مخې، ايدهي بنسټ ويلي، د جولای میاشتې په څلورو ورځو کې تر اوسه د ۳ سړیو جسدونه موندل شوي دي.

یاد بنسټ زياته کړې، تراوسه چې د څومره مړو شویو ښځو او سړیو مړي موندل شوي پېژندنه یې نه ده شوې او دا ټول جسدونه په لاوارثه حالت کې ترلاسه شوي دي.

ايدهي خيريه بنسټ ويلي، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د ۳۱ سړیو او ۲ښځو، په فبروري میاشت کې د ۲۳ سړیو او یوې ښځې، په مارچ کې د ۲۲ سړیو او ۳ښځو، په اپرېل کې د ۳۰ سړیو، په می میاشت کې د ۴۰ سړیو او په جون میاشت کې د ۴۱ سړیو او ۷ښځو جسدونه په لاوارثه حالت کې موندل شوي، چې په دوی کې ډېری کسان په نشو روږدي هم ښودل شوي دي.

د ايدهي بنسټ له مخې دا بنسټ په۱۹۵۱م کال کې عبدالستار ايدهي جوړ کړی، او له هغه وخته راهيسې په پاکستان او بيا په نړیواله کچه په خيريه کارونو کې برخه اخلي، د دې بنسټ د ځمکني امبولانس خدمتونه یې د یوه کارول شوي هیلټن پیک‌اپ موټر څخه پیل شول چې په لومړي امبولانس بدل شو او نوم یې «د غریبو ناروغانو امبولانس» کېښودل شو.

د بنسټ په وېب پاڼه د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د ایدهي د امبولانسونو لښکر په بې ساري ډول پراخ شوی او اوس په ټول پاکستان کې له ۱۸۰۰څخه ډېر وسایط لري. ددې ترڅنګ ايدهي بنسټ ۲۸ د ژغورنې کښتۍ او درې فضايي امبولانسونه هم لري.