کرزي پر خپل اېکس لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر ډېر خواشینی کړی.
هغه د شاپور ځدراڼ له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته د سې شنبې په ورځ ومړ. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند د نوي ډیلي ښار په یوه روغتون کې د وینې او معافیتي حجرو د بېکچې فعالېدو له ناروغۍ کړېده. هغه د وینې او معافیتي حجرو د بېکچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته و.
شاپور د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له همغه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و.
د مارچ پر ۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده، چې د HLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی. وړاندې هندي رسنیو راپورونو ورکړی و، چې شاپور ځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.
ځدراڼ د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۳۰مه له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلان کړې وه. نوموړي پر فېسبوک پاڼه له نړۍوال کرېکټ څخه د مخه ښې په پیغام کې لیکلي و: «نن هغه ورځ راورسېده، چې ما هیڅکله نه غوښته خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دغه ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم».
شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د نیدرلنډ پر وړاندې د ۲۰۰۹کال د اګسټ پر ۳۰مه نېټه او وروستۍ لوبه د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰۱۹کال د مارچ په ۱۰مه نېټه کړې وه.
ځدراڼ خپل لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د اېرلنډ پر وړاندې او وروستۍ لوبه هم د همدغه هېواد پر وړاندې د ۲۰۲۰کال د مارچ پر ۸مه نېټه ترسره کړې.
شاپور د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی او ۴۳ وېکټې یې اخیستې دي او په ۳۶ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۷ وېکټې اخیستې دي. د کرېکټ لوبغاړو او مینهوالو د هغه مړینه لویه ضایع بللې، خواشینۍ یې ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.