• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د بلوچستان په زیارت ولسوالۍ کې د وسله‌وال برید له امله نهه پوليس سرتېري وژل شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د زیارت ولسوالۍ د «کچ مانګي فېز درې» په سیمه کې د وسله‌والو په برید کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي. د یادې ولسوالۍ روغتون ډاکټر روزي خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تراوسه دغه روغتون ته د نهو کسانو مړي ور وړل شوي چې د کچ تاڼې د پولیسو د مشر مړی هم په‌کې شامل دی.

د زیارت ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ویلي، د وژل شویو کسانو مړي د یادې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي، برید د دوی پر ځواکونو شوی او له تېرې شپې راهیسې په دغه سیمه کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه.

بلخوا د دغه برید پرضد د زیارت کراس په سیمه کې ځايي خلکو د احتجاج په توګه سړک تړلی او د پېښې د عاملانو پرضد یې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده. ځایي چارواکو د برید په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي او د پېښې په اړه پلټنې لاهم روانې دي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري