• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز برید کړی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا؛ د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې په سهار هرمز تنګي ته نږدې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه کړي. هغه وایي، دغه اقدام د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښه ده او ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو روانې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، په یادو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی. یاد بریدونه وروسته له هغه شوي، چې په هرمز تنګي کې د بریدونو د درولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د یوې اوونۍ هوکړه پای ته ورسېده.
د راپور له مخې؛ د ایران له لوري د بریدونو بیا پیل د هغه تفاهم‌لیک د برخلیک په اړه لا ډېرې پوښتنې راولاړوي، چې تر درېیو اوونیو لږ مخکې لاسلیک شوی و. راپور زیاتوي، ډېر احتمال شته چې امریکا د دغه بریدونو په ځواب کې د ایران په خاوره کې پر ځینو موخو برید وکړي.

برید د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو سره هم‌مهاله ترسره شو

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې ایران د خپل پخواني مشر علي خامنه‌يي د ښخولو مراسم ترسره کول. د راپور له مخې؛ خامنه‌يي د ۱۴۰۴ لمریز کال (د کب ۹مه) د ایران او امریکا د جګړې په لومړۍ ورځ په یوه برید کې وژل شوی و.

د راپور له مخې؛ د ایران ګڼو چارواکو د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د علي خامنه‌يي د غچ اخیستلو پر اړتیا ټینګار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او یوشمېر امریکايي چارواکو د وژلو غوښتنه کړې ده.

د عمان په اوبو کې د بېړیو د تګ‌راتګ له زیاتېدو وروسته سپاه پاسداران خپلې ګواښنې هم زیاتې کړې وې. دغه ځواک بېړیو ته خبرداری ورکړی و، چې له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال دې د عمان ساحل ته نږدې هغه سمندري مسیر نه کاروي چې د امریکا پوځ تایید کړی دی.

د راپور له مخې؛ سپاه پاسداران د تېرې اوونۍ په پای کې د سمندري راډیو له لارې بېړیو ته ویلي وو: «زموږ توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چمتو دي چې ستاسو پر لور وتوغول شي». ویل شوي، چې دغه غږیز پیغام د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ترلاسه کړی دی.

یادې ورځپاڼې لیکلي، پر سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي او دا د سپاه پاسداران د نفوذ او ځواک څرګندونه کوي. د راپور له مخې؛ سپاه پاسداران د ایران له هغو کړیو سره چې نسبتا منځلاری دریځ لري، د نظر اختلاف هم لري.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې سپاه پاسداران او ورسره نږدې ځواکونه د امریکا او ایران ترمنځ د یوې هوکړې ترلاسه کولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

د سې‌شنبې سهار د سپاه پاسداران بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ‌راتګ تازه بېرته عادي حالت ته ستنېده. په وروستیو ورځو کې هره ورځ د دغه ستراتیژیکو اوبو لارې له ۳۰ تر ۶۰ بېړۍ تېرېدې.

سره له دې چې تېره میاشت پر یوې بار وړونکې بېړۍ او یوې تېل وړونکې بېړۍ دوه بریدونه شوي وو؛ خو د بېړۍ چلونې شرکتونو لاهم له همدې لارې د خپلو بېړیو تګ‌راتګ ته دوام ورکړی دی.

د هغه دوو بریدونو په ځواب کې امریکا د ایران په سویلي سواحلو کې پر ځینو موخو بریدونه وکړل او خبرداری یې ورکړ، که ایران په فارس خلیج کې پر بېړیو نور بریدونه وکړي، امریکا به هم ورته متقابل پوځي اقدام وکړي.

د هماغه نښتو پر مهال ایران په کوېټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل؛ خو وروسته هم واشنګټن او هم تهران د نښتو له دوام څخه ډډه وکړه او هوکړه یې وکړه چې خپل بریدونه به ودروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي و، د بریدونو په درولو سره یې ایران ته فرصت ورکړی، چې خپل پخوانی مشر خاورو ته وسپاري. د سپاه پاسداران وروستي بریدونه پر سوداګریزو بېړیو په داسې حال کې شوي، چې ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د ترکیې په پلازمېنه انقره کې غونډه وکړي.
تمه ده د ایران جګړه او په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ وضعیت د یادې غونډې د مهمو بحثونو له موضوعاتو څخه وي. د ناټو غړو هېوادونو په وار، وار په دغه اوبو کې د ازادې بېړۍ چلونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

جرمني او فرانسې هم اعلان کړی، چې له هرمز تنګي نه د سمندري ماینونو د پاکولو لپاره چمتو دي؛ خو ایران ویلي چې هېڅ هېواد ته به په دې برخه کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي