• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د مرکزي اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د والیبال فدراسیون د ۲۰۲۶کال د مرکزي اسیا والیبال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د ۱۴ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. دارنګه د روزنیز کادر درې غړي به هم په دغه سیالیو کې د یادې لوبډلې ملتیا وکړي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي:

سباوون وردګ، هارون نېک‌روز، عمران نیازی، بسم‌الله سلطاني، نصیر کوهستاني، منتظر حسین حافظي، مطلب محمدي، شاهد بدلون، غلام رسول حیدري، سباوون غورځنګ، عادل‌شاه ذاکري، مالک مموزی، سید حبیب یوسفي او قادر ځاځی.

د روزنیز کادر غړي:

محمد اسدالهي، حنیف امیري او محمدداوود مبارز.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د چمتووالي سیالۍ (د چنګاښ په ۷مه) د ۵۲ لوبغاړو په ګډون د بدني روزنې ریاست په ۲۵۰۰ کسیزه ورزشي لوبغالي کې پیل شوې دي. ټاکل شوې، چې دغه لوبې (د چنګاښ تر ۳۰مې) نېټې پورې دوام وکړي.

د ۲۰۲۶کال د مرکزي اسیا د والیبال جام سیالۍ به د جولای له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شي. د سیالیو د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان، پاکستان، هند، سریلانکا، بنګله‌دېش، ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان، نیپال او مالدیف ملي لوبډلې به په‌کې برخه واخلي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

په نړیوال جام کې د پرتګال ماتې؛ ۴۱ کلن رونالډو د فوټبال نړیوال جام سره مخه ښه وکړه

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
په نړیوال جام کې د پرتګال ماتې؛ ۴۱ کلن رونالډو د فوټبال نړیوال جام سره مخه ښه وکړه
100%

هسپانیې د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو په سیالۍ کې پرتګال ته په یوه ګول ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لار پیدا کړه. د پرتګال له ماتې سره د دغه هېواد د ۴۱ کلن ستوري کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستۍ هڅه هم پای ته ورسېده.

د هسپانیې او پرتګال ترمنځ د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو سیالي د هسپانیې په بریا پای ته ورسېده.

ددغه سیالۍ یوازینی ګول میکل میرینو وواهه او په دې بریا سره یې د اتلولۍ لپاره خپلې هڅې روانې وساتلې.

لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ له سختې سیالۍ سره مل وه، پرتګال هڅه وکړه چې د مساوي ګول لپاره بریدونه زیات کړي، خو د هسپانیې دفاع د لوبې تر پایه د هغوی مخه ونیوله.

د دې ماتې له امله پرتګال له نړیوال جام څخه بهر شو، او د کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستۍ سیالي هم پای ته ورسېده. رونالډو مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د هغه وروستی نړیوال جام وي.

هسپانیه به د کوارټر فاینل په پړاو کې د امریکا او بلجیم ترمنځ د سیالۍ له ګټونکي سره مخ شي.

کریسټیانو رونالډو: دا به زما وروستی نړۍوال جام وي خو هیله‌من یم چې وروستۍ لوبه مې نه‌وي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۲ GMT+۱
کریسټیانو رونالډو: دا به زما وروستی نړۍوال جام وي خو هیله‌من یم چې وروستۍ لوبه مې نه‌وي
100%

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر کریسټیانو رونالډو منلې، چې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام به د هغه وروستی وي. نوموړي د پرتګال او هسپانیا ترمنځ د ۱۱م پړاو (۱۶ غوره لوبډلو) له مهمې سیالۍ مخکې وویل: «هیله‌من یم، چې د نن شپې لوبه مې وروستۍ لوبه نه‌وي».

۴۱ کلن رونالډو چې د شپږم ځل لپاره په نړۍوال جام کې ګډون کوي وویل: «پرېږدئ دا زما وروستی نړۍوال جام اوسي؛ دا به زما وروستی نړۍوال جام وي، خو هیله‌من یم چې د سبا ورځې لوبه مې وروستۍ لوبه نه وي».

د ریال مادریډ او منچسټر یونایټډ دغه پخواني مخکښ لوبغاړي ټینګار وکړ، چې له خپل مسلکي فوټبالي ژوند څخه هېڅ پښېمانه نه‌دی او هر وخت چې خپله پرېکړه وکړي؛ له فوټبال سره به مخه ښه وکړي.

هغه وویل: «ما د فوټبال لپاره خپله ټوله وړتیا کارولې ده. د اړتیا له امله نه؛ بلکې د مینې له مخې فوټبال کوم. کله چې دغه سفر پای ته ورسوم، وجدان به مې ارام وي».

رونالډو چې تر دې دمه یې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام په سیالیو کې درې ګولونه ترسره کړي وویل، له دې دورې یې د تېرو پنځو نړۍوالو جامونو پرتله ډېر خوند اخیستی دی. نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې هسپانیا پیاوړې لوبډله ده؛ خو د پرتګال د بریا او بل پړاو ته د تګ هیله لري.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د پرتګال او هسپانیا ترمنځ لوبې معمولا ډېرې نږدې وي او باور لري کوچني جزییات به د لوبې برخلیک وټاکي.

100%

انګلستان ۳-۲ مکسیکو ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام څلورم پړاو ته یې لار ومونده

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۱
انګلستان ۳-۲ مکسیکو ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام څلورم پړاو ته یې لار ومونده
100%

د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام د یو اتم پړاو په سیالۍ کې مکسیکو ته د ۳-۲ په توپیر ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار ومونده. په دغه لوبه کې د انګلستان مخکښ لوبغاړی جوډ بلینګهم و، چې دوه ګولونه یې ووهل او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

سره له دې چې د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې یو لوبغاړي د سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې سور کارډ واخیست او د لوبې له وتلو سره یې لوبډله لس کسیزه شوه؛ خو د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام د کوربه هېوادونو له ډلې مکسیکو ته په یوه زړه پورې لوبه کې د ۳-۲ په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لار ومونده.

د انګلستان مخکښ لوبغاړي‌ جوډ بلینګهم دوه او بریدګر لوبغاړي هري کین یو ګول وواهه. د مکسیکو لپاره خولیان کینیونس او راول خیمنېس دواړو د پنالټۍ له لارې ګولونه ووهل. دغه لوبه د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو له امله تر یو ساعت ځنډ وروسته پیل شوه؛ خو په پای کې انګلستان بریا خپله کړه.

انګلستان په پرله‌پسې درېیم نړۍوال جام کې کوارټر فاینل ته ځان رسوي. دوی به په بل پړاو کې له ناروې لوبډلې سره مخ کېږي. ناروې برازیل ته په ماتې ورکولو سره کوارټر فاینل ته لار وموندله.

100%
100%

ناروې برازیل مات کړ او د ۲۰۲۶ نړیوال جام څلورم پړاو ته یې لار ومونده

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
ناروې برازیل مات کړ او د ۲۰۲۶ نړیوال جام څلورم پړاو ته یې لار ومونده
100%

د ناروې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د یو اتم پړاو په سیالۍ کې برازیل ته د ۲-۱ په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د دې سیالیو څلورم پړاو (کوارټر فاینل) ته لار ومونده او د اتلولۍ یو له مهمو مدعیانو یې له سیالیو بهر کړ.

دغه لوبه د یکشنبې په شپه، د جولای په پنځمه، ترسره شوه چې پکې د ناروې بریدګر لوبغاړي ارلینګ هالند د خپلې لوبډلې دواړه ګولونه ووهل او د بریا مهم رول یې ولوباوه.

د برازیل یوازینی ګول نیمار د پنالټۍ له نقطې څخه ترسره کړ، خو دا ګول د خپلې لوبډلې د ماتې مخه ونه نیولای شوه.

هالند د دغو دوو ګولونو په وهلو سره په روان نړیوال جام کې د خپلو ګولونو شمېر اوو ته ورساوه او د لیونل میسي او کیلیان امباپې ترڅنګ د سیالیو د مخکښو ګول‌وهونکو په سر کې ځای ونیو.

برازیل، چې د نړیوال جام په تاریخ کې د پنځو اتلولیو له امله تر ټولو بریالۍ لوبډله بلل کېږي او د دغو سیالیو د ډېرو بریاوو ریکارډ هم لري، په دې ماتې سره له نړیوال جام څخه مخه ښه وکړه.

ټاکل شوې چې ناروې د نړیوال جام د څلورم پړاو په سیالۍ کې د مکسیکو او انګلستان د لوبې له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.

د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د اووم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱
د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د اووم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله
100%

د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډلې د ښځو د شل اوریز نړیوال جام په پايلوبه کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اووم ځل لپاره یې اتلولي په خپل نوم کړه.

د انګلستان د لارډز په لوبغالي کې په ترسره شوې پایلوبه کې اسټرالیا پچه وګټله او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د لومړۍ توپوهنې په کولو سره کوربه انګلستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوري لوبډلمشرې نیټ برنټ په مسوولانه توپوهنې سره په ۵۲ توپونو ۵۸ منډې جوړې کړې، فریا کیمپ په پای کې په چټکې توپوهنې سره په ۲۸ توپونو نابللې ۴۴ منډې جوړې کړې، چې څلور څلوریزې او یوه شپږیزه پکې شامله وه.

د اسټرالیا له لوري کیم ګارت، لوسي هیمیلټن، سوفي او اینابیل یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

اسټرالیا د ۱۵۱ منډو ټاکلی هدف د درېو وېکټو په زیان په ۱۷.۱ اورونو کې ترلاسه کړ. د اسټرالیا له لوري بیت موني نیمه سلیزه ووهله، هغې په ۴۹ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې، او فوبي لیچفیلډ په ۳۵ توپونو د ۴۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده. له دې بریا سره اسټرالیا د اووم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتله شوه.

د ښځو د نړيوال جام ۲۰۲۶م په سياليو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې چې پکې د اسټراليا، انګلستان، جنوبي افریقه، هند، بنګله دېش، پاکستان، نيدرلېنډ، ويسټ انډيز، سري لنکا، نيوزي لېنډ، سکاټ لېنډ او اييرلېنډ لوبډلې شاملې وې.

د ښځو د شل اووريز نړيوال جام دا لسم ځل و، دا نړيوال جام د جون د مياشتې په ۱۲مه نېټه پيل شوی او د جولای په پنځمه نېټه پای ته ورسېد.