• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشرا ګوهر: پاکستان پښتانه د «ښو او بدو طالبانو» په جګړه کې ښکېل کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱

په پاکستان کې د بشري حقونو پېژندل شوې پښتنې فعالې بشرا ګوهر، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او د بلوچستان پر حکومت سختې نیوکې کړې دي او پوښتنه یې کړې چې که عام وګړي له «طالب ترهګرو سره جګړې» ته اړ کېږي، نو امنیتي ځواکونه د څه لپاره دي.

مېرمن ګوهر خبرداری ورکړی چې د «ښو» او «بدو» طالبانو په جګړه کې د پښتنو ښکېلول په سیمه کې د کورنۍ جګړې د پیلولو په مانا دي. د هغې په وینا، په پښتون مېشته سیمو کې ګډوډي او انارشي په سیمه کې د یو بل نیابتي جنګ لپاره لاره هواروي.

دې پښتنې فعالې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې په دې نوي نیابتي جنګ کې به یو ځل بیا د دوی ماشومان د جګړې د سون توکو په توګه وکارول شي. هغې همدارنګه پوښتنه کړې چې چا دا نیابتي ډلې په سیمه کې ځای پر ځای کړې او پیاوړې کړې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پښتون مېشته سیمو او بلوچستان کې د ناامنیو او وسله والو بریدونو له امله د ځايي خلکو اندېښنې په بې ساري توګه زیاتې شوې دي او عام خلک احساسوي چې دولتي ځواکونه د دوی په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

په سیمه کې د دغو ناامنیو په لړ کې، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په دې وروستیو کې د بلوچستان ایالت په زیارت سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې له ۲۰ څخه زیاتو پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې دا په سیمه کې د روان تاوتریخوالي او ناامنیو کچه ښيي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه له پاکستان او ایران څخه ۴۹۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۲۶۱۵ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته ستنې کړل شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي او د ثبت او راجستر تر څنګ ورسره لومړنۍ مرستې هم شوې دي.

د دغه راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د تورخم له لارې راستانه شوي چې د ۴۱۳ کورنیو ۲۱۹۹ تنه پکې شامل دي او له هغې جملې څخه ۴۰۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي. راپور زیاتوي، دغه راز د سپین بولدک له لارې ۷۵ کورنۍ چې ۳۷۵ تنه کېږي هېواد ته داخلې شوې دي، چې له دې ډلې ۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد په موخه ترانسپورټي اسانتیاوې ترلاسه کړې دي.

راپور زیاتوي چې د هرات د اسلام کلا له لارې ۷ کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي او په کابل کې هم ۹۰ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې په عمري کمپ او نورو سیمو کې پر راستنېدونکو کډوالو ۷۴۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۵۱۲ سیمکارتونه وېشلي او له سلګونو کورنیو سره یې نغدي مرستې هم کړې دي.

خبرپاڼه وایي، د ځمکو د وېش په برخه کې، په تېره یوه اوونۍ کې په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۶۱۵ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
هم‌مهاله پاکستان د روان زېږدیز کال د جولای په لسمه د افغان کډوالو د اېستل کېدو اړوند د عملیاتو یوه نوې او پرخه څپه پیل کړي. د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یو شمېر پخواني افغان نظامیان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او خبریالان چې پاکستان ته جلا وطنه شوي،‌ دغو عملیاتو له سختو رواني شکنجو سره مخ کړی دي.

دوی وار له دمخه له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه غوښتنه کړې، څو پر پاکستان فشار راوړي او د دغه عملیاتو د ترسراوي مخنیوی وشي.

د هنه اوړک برید په غبرګون پرلت؛ پرلت‌وال له شهباز شریف او عاصم منیر سره د خبرو غوښتنه کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
د هنه اوړک برید په غبرګون پرلت؛ پرلت‌وال له شهباز شریف او عاصم منیر سره د خبرو غوښتنه کوي
100%

د یکشنبې په ورځ د کوټې د هنه اوړک د ببري کلي په وسله‌وال برید کې څلور کسان ووژل شول، اووه نور ټپیان شول او یوولس ځايي اوسېدونکي د وسله‌والو له‌خوا وتښتول شول. د یادې پېښې په غبرګون د کوټې د هوايي ډګر پر سړک ځايي خلکو پرلت وهلی دی.

پرلت‌والو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دوی یوازینۍ غوښتنه د سیمې امنیت دی او په دې اړه به یوازې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر نصرالله زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په هنه اوړک کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضعیت کړکېچن دی او وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي راګرځي؛ خو امنیتي ادارو یې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

هغه وویل، شاوخوا لس ورځې مخکې هم وسله‌والو د هنه اوړک سیمې ببري کلی کلابند کړ و؛ خو د سیمې خلکو مقاومت وکړ او بریدګر یې شاتګ ته اړ کړل. د هغه په خبره؛ وروسته خلکو احتجاج وکړ او حکومتي چارواکو ډاډ ورکړ، چې وسله‌وال به له سیمې وباسي خو دغه ژمنه عملي نه شوه.
زیري زیاته کړه، د وروستي برید له پیلېدو سره سم یې د بلوچستان له چیف سېکرټري، د پولیسو له مشر، کمېشنر، ډي‌پي‌او او نورو چارواکو سره اړیکې ونیولې؛ خو له مازدیګر څلورو بجو څخه د شپې تر اته نیمو بجو پورې هېڅ امنیتي ځواک د مرستې لپاره ونه رسېد.

بلخوا د هنه اوړک اوسېدونکي عجب خان کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د یکشنبې برید شالید د لسو ورځو مخکې پېښو ته ورګرځي او د سیمې خلکو له هماغه وخته د امنیت غوښتنه کوله؛ خو د حکومت له‌خوا جدي ګامونه پورته نه کړل شول، چې له امله يې د‌ یکشنبې پېښه رامنځته شوه.

نوموړي وويل، د دوی پرلت به د‌ غوښتنو منلو پورې دوام ومومي او یوازینۍ غوښتنه یې «امن» دی چې دا د دوی بنسټیز حق دی؛ خو حکومت په دې کې پاتې راغلی. عجب خان کاکړ د بلوچستان پر ایالتي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او د سیمې اوسېدونکي یې یوازې پرېښې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هنه اوړک برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپې؛ پاکستاني پولیسو په پنجاب ایالت کې ۵۰ افغانان نیولي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپې؛ پاکستاني پولیسو په پنجاب ایالت کې ۵۰ افغانان نیولي دي
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د نیونې او جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د پنجاب ایالت پولیسو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو تر ۵۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي او د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ د نیول شویو کسانو په ډله کې د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي هم شامل دي، چې له دغه پنډغالو به په مستقیم ډول افغانستان ته ستانه کړای شي. پولیسو زیاته کړې، چې د دغه کسانو د کورنۍ غړي به هم له دوی سره یوځای ونیول شي او لنډمهاله پنډغالو ته به ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې هره ورځ سلګونه افغان کډوال نیول کېږي او د تورخم او چمن له لارو بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.

د لنډي کوتل د مرستیال ولسوال دفتر ویلي، تېره ورځ له حمزه بابا پنډغالي څخه ۳۳۵ افغان کورنۍ چې ټولټال ۱۱۳۱ کسان کېږي؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.

د ځایي چارواکو په وینا؛ یادې کورنۍ تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشتې وې.

د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې
100%

د عوامي نشنل ګوند غړي خان زمان کاکړ او د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې د وروستي برید په اړه غبرګونونه ښودلي دي. داوړ دغه برید غندلی، خو کاکړ ویلي چې دا پېښه په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د ناامنیو د تکرار یوه بېلګه ده.

د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې تاوتریخوالي د خلکو لپاره یوازې غم او زیانونه رامنځته کړي دي.

داوړ په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «د حنه وړک د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکه غندم. د هغو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوم.»

هغه ټینګار کړی چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او د خلکو ژوند باید د جګړو او بریدونو قرباني نه شي.

بل لور ته، د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي خان زمان کاکړ دغه پېښه د پښتنو سیمو د اوږدمهالو ناامنیو له بهیر سره تړلې بللې ده.

کاکړ په خپل ایکس پوسټ کې ویلي: «هغه څه چې نن په کوټه کې د حنه وړک په سیمه کې روان دي، په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د هر دویم کلي کیسه ده.»

هغه زیاته کړې چې د دغو تجربو باید زده کړه وشي او په وینا یې، دولت باید په مستقیم ډول د امنیتي وضعیت په اړه ځواب ویونکی وبلل شي.

کاکړ همدارنګه د «پوځي نفوذ پراختیا» د ماډل د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
د پاکستان په پنجاب ایالت کې پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ هغه افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده کړې کولې.

د دغو ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قايداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زده کړو بوخت وو او همالته نیول شوي دي.

یو بل ډاکټر، نورالله، د ساهېوال ولسوالۍ له ساهېوال ښوونیز روغتون څخه نیول شوی دی. ډاکټران وایي، نوموړی هغه مهال ونیول شو چې په عملیاتي خونه کې و، له هغه ځایه وایستل شو او پولیسو له ځان سره یووړ.

د نیول شویو ډاکټرانو نوملړ، د نیولو ویډیوګانې او انځورونه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي دي.

ډاکټران وایي، دوی د پنجاب ایالت د «پنجاب ریزېډنسي پروګرام» له لارې په قانوني ډول پاکستان ته تللي او په تخصصي زده کړو بوخت دي، خو د ویزو کې له وخت پایته رسېدو وروسته، سره له دې چې د ویزو د نوي کولو لپاره یې ټول قانوني اسناد سپارلي، تر اوسه یې ویزې نه دي نوي شوې.

د دوی په وینا، د نیولو پر مهال پولیسو یوازې دومره ورته ویلي چې د لوړپوړو چارواکو له خوا ورته امر شوی چې افغان وګړي ونیسي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو په دې اړه د پنجاب ایالت د اطلاعاتو له ویاندې عظمی بخاري څخه د نظر غوښتنه کړې، خو هغې تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

دا نیونې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د (جون په ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ایالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له ۱۰مې وروسته دې هغه افغان وګړي ونیول شي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري یا یې د ویزې موده پای ته رسېدلې وي.

خو دغو ډاکټرانو ویلي، له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې، د پاکستان او طالبانو د اړیکو له خرابېدو وروسته، افغان محصلان تر فشار لاندې دي او د دوی ویزې نه نوي کېږي.

دوی زیاته کړې چې باید د دوی تخصصي او د طب زده کړې نیمګړې پاتې نه شي او د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي. دغو ډاکټرانو پر طالبانو هم غږ کړی چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د دوی د ویزو او زده کړو ستونزې هوارې کړي.