• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان د نړۍ په کچه د بې‌ځایه کېدو له ستر ناورین سره مخ دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وایي، افغانستان د فقر، وچکالۍ، زلزلو او اقتصادي ستونزو له امله د نړۍ د بې‌ځایه کېدو ترټولو لوی ناورین سره مخ دی. د یاد بنسټ په وینا؛ دامهال د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي چې شاوخوا ۲۹ مېلیونه کسان کېږي؛ د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو وس نه‌لري.

 د یاد پروګرام د راپور له مخې؛ د څلورو لسیزو جګړې، د ۲.۷ مېلیونه کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزې، کمزوری اقتصاد او په ټولنه کې د ښځو د ونډې کمېدو د خلکو پر ژوند او عامه خدمتونو فشارونه لازیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو چې د کډوالو د عالي کمېشنر برهم صالح په ملتیا یې افغانستان ته سفر کړی ویلي، چې افغانستان هم‌مهاله له بېلابېلو ناورینونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې، د دغه سفر موخه د بېرته راستنو شویو کډوالو، کوربه ټولنو، شریکانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره لیدنه او د خلکو د ځان‌بساینې او بیارغونې لپاره د ګډ ملاتړ څرګندول دي.

د راپور له مخې؛ یوازې په تېر یوه کال کې زلزلو د زرګونه کورنیو کورونه او د عاید سرچینې له‌منځه وړې او فقر لاهم د دغه هېواد د ډېرو خلکو د ژوند تر ټولو ستره ستونزه ده. د الکساندر دي کرو په وینا؛ له هرو څلورو افغانانو درې یې یعنې ۲۹مېلیونه کسان د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌لري.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې له بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو سره د مرستو لړۍ روانه ده؛ څو هغوی له بېرته ستنېدو وروسته د دوامداره بیارغونې فرصت ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو پلاوي د خپل سفر پرمهال د ننګرهار جلال‌اباد ښار او زلزله‌ځپلو سیمو هم لیدنه کړې.

ډېر لیدل شوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه  ۳-۳ مساوي کړه
۱
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۲

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۳

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده