• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پي‌ټي‌ای له عمران خان سره د ملاقات لپاره د ۶ وکيلانو نوملړ د اډياله زندان چارواکو ته لېږلی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د پاکستان تحريک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا د هغو وکيلانو نوملړ اعلان کړی، چې غواړي په اډياله زندان کې د یاد ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان سره ملاقات وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ اويس يونس چوهدري چې د پي‌ټي‌ای او د عمران خان د کورنۍ له لوري زندان ادارې ته د ملاقات لپاره د نوملړ سپارلو مسوول و، د دوشنبې په ورځ د اډياله زندان چارواکو ته د شپږو وکيلانو نومونه ولېږل.
د ملاقات لپاره ټاکل شويو وکيلانو کې بېرېسټر ګوهر علي خان، سلمان اکرم راجا، خالد يوسف چوهدري، فتح‌الله برکي، حسنين مرتضی سمبل او شهباز احمد سيال شامل دي. له دې سره د عمران خان خويندې هم د اډياله زندان مخې ته رسېدلې؛ څو د اسلام‌اباد سترې محکمې د حکم عملي کېدو غوښتنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسلام‌اباد سترې محکمې د زندان ادارې ته لارښوونه کړې چې هره سې‌شنبه دې عمران خان ته له خپلو وکيلانو او د کورنۍ له غړو سره د ملاقات زمينه برابره شي او هره پنجشنبه دې د ګوند مشرانو ته د ملاقات اجازه ورکړل شي.
خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشران وايي، سره له دې چې د محکمې د حکم له صادرېدو څو مياشتې تېرې شوې لاهم پرې په بشپړ ډول عمل نه‌دی شوی چې له امله يې د ګوند غړي او د عمران خان کورنۍ له پرله‌پسې ستونزو سره مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپې؛ پاکستاني پولیسو په پنجاب ایالت کې ۵۰ افغانان نیولي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپې؛ پاکستاني پولیسو په پنجاب ایالت کې ۵۰ افغانان نیولي دي
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د نیونې او جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د پنجاب ایالت پولیسو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو تر ۵۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي او د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ د نیول شویو کسانو په ډله کې د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي هم شامل دي، چې له دغه پنډغالو به په مستقیم ډول افغانستان ته ستانه کړای شي. پولیسو زیاته کړې، چې د دغه کسانو د کورنۍ غړي به هم له دوی سره یوځای ونیول شي او لنډمهاله پنډغالو ته به ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې هره ورځ سلګونه افغان کډوال نیول کېږي او د تورخم او چمن له لارو بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.

د لنډي کوتل د مرستیال ولسوال دفتر ویلي، تېره ورځ له حمزه بابا پنډغالي څخه ۳۳۵ افغان کورنۍ چې ټولټال ۱۱۳۱ کسان کېږي؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.

د ځایي چارواکو په وینا؛ یادې کورنۍ تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشتې وې.

د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز برید کړی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۱
د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز برید کړی دی
100%

د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا؛ د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې په سهار هرمز تنګي ته نږدې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه کړي. هغه وایي، دغه اقدام د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښه ده او ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو روانې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، په یادو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی. یاد بریدونه وروسته له هغه شوي، چې په هرمز تنګي کې د بریدونو د درولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د یوې اوونۍ هوکړه پای ته ورسېده.
د راپور له مخې؛ د ایران له لوري د بریدونو بیا پیل د هغه تفاهم‌لیک د برخلیک په اړه لا ډېرې پوښتنې راولاړوي، چې تر درېیو اوونیو لږ مخکې لاسلیک شوی و. راپور زیاتوي، ډېر احتمال شته چې امریکا د دغه بریدونو په ځواب کې د ایران په خاوره کې پر ځینو موخو برید وکړي.

برید د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو سره هم‌مهاله ترسره شو

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې ایران د خپل پخواني مشر علي خامنه‌يي د ښخولو مراسم ترسره کول. د راپور له مخې؛ خامنه‌يي د ۱۴۰۴ لمریز کال (د کب ۹مه) د ایران او امریکا د جګړې په لومړۍ ورځ په یوه برید کې وژل شوی و.

د راپور له مخې؛ د ایران ګڼو چارواکو د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د علي خامنه‌يي د غچ اخیستلو پر اړتیا ټینګار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او یوشمېر امریکايي چارواکو د وژلو غوښتنه کړې ده.

د عمان په اوبو کې د بېړیو د تګ‌راتګ له زیاتېدو وروسته سپاه پاسداران خپلې ګواښنې هم زیاتې کړې وې. دغه ځواک بېړیو ته خبرداری ورکړی و، چې له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال دې د عمان ساحل ته نږدې هغه سمندري مسیر نه کاروي چې د امریکا پوځ تایید کړی دی.

د راپور له مخې؛ سپاه پاسداران د تېرې اوونۍ په پای کې د سمندري راډیو له لارې بېړیو ته ویلي وو: «زموږ توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چمتو دي چې ستاسو پر لور وتوغول شي». ویل شوي، چې دغه غږیز پیغام د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ترلاسه کړی دی.

یادې ورځپاڼې لیکلي، پر سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي او دا د سپاه پاسداران د نفوذ او ځواک څرګندونه کوي. د راپور له مخې؛ سپاه پاسداران د ایران له هغو کړیو سره چې نسبتا منځلاری دریځ لري، د نظر اختلاف هم لري.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې سپاه پاسداران او ورسره نږدې ځواکونه د امریکا او ایران ترمنځ د یوې هوکړې ترلاسه کولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

د سې‌شنبې سهار د سپاه پاسداران بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ‌راتګ تازه بېرته عادي حالت ته ستنېده. په وروستیو ورځو کې هره ورځ د دغه ستراتیژیکو اوبو لارې له ۳۰ تر ۶۰ بېړۍ تېرېدې.

سره له دې چې تېره میاشت پر یوې بار وړونکې بېړۍ او یوې تېل وړونکې بېړۍ دوه بریدونه شوي وو؛ خو د بېړۍ چلونې شرکتونو لاهم له همدې لارې د خپلو بېړیو تګ‌راتګ ته دوام ورکړی دی.

د هغه دوو بریدونو په ځواب کې امریکا د ایران په سویلي سواحلو کې پر ځینو موخو بریدونه وکړل او خبرداری یې ورکړ، که ایران په فارس خلیج کې پر بېړیو نور بریدونه وکړي، امریکا به هم ورته متقابل پوځي اقدام وکړي.

د هماغه نښتو پر مهال ایران په کوېټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل؛ خو وروسته هم واشنګټن او هم تهران د نښتو له دوام څخه ډډه وکړه او هوکړه یې وکړه چې خپل بریدونه به ودروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي و، د بریدونو په درولو سره یې ایران ته فرصت ورکړی، چې خپل پخوانی مشر خاورو ته وسپاري. د سپاه پاسداران وروستي بریدونه پر سوداګریزو بېړیو په داسې حال کې شوي، چې ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د ترکیې په پلازمېنه انقره کې غونډه وکړي.
تمه ده د ایران جګړه او په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ وضعیت د یادې غونډې د مهمو بحثونو له موضوعاتو څخه وي. د ناټو غړو هېوادونو په وار، وار په دغه اوبو کې د ازادې بېړۍ چلونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

جرمني او فرانسې هم اعلان کړی، چې له هرمز تنګي نه د سمندري ماینونو د پاکولو لپاره چمتو دي؛ خو ایران ویلي چې هېڅ هېواد ته به په دې برخه کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

پر کییف د روسیې په پراخو بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
پر کییف د روسیې په پراخو بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي
100%

اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د دوشنبې په سهار پر پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۲۸ کسان پکې وژل شوي دي.

د اوکراین چارواکو ویلي، روسیې د دوشنبې په سهار پر کییف او شاوخوا سیمو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د کییف په یوه استوګنیز لوړپوړي ودانۍ د برید له امله د ژغورنې ډلې تر ناوخته د کنډوالو لاندې د قربانیانو د موندلو هڅې کولې. د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې یوازې په کییف ښار کې ۱۸ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د کییف په شاوخوا سیمه کې هم ۱۰نور کسان وژل شوي دي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې په دې برید کې ۲۳ بالستیک توغندي توغولي، خو د هېواد هوايي دفاع ونه توانېده چې له هغو څخه یو هم شنډ کړي. چارواکي دا وضعیت د امریکا جوړو «پېټریاټ» دفاعي توغندیو د کمښت پایله بولي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په خپلې شپنۍ ویډیويي وینا کې ویلي: «دا په رښتیا هم د منلو نه ده چې په نننۍ نړۍ کې لا هم د بالستیک توغندیو پر وړاندې د خلکو د ساتنې لپاره د اړتیا وړ دفاعي وسایل په کافي اندازه نه تولیدېږي.»

زېلېنسکي زیاته کړې، که امریکا اوکراین ته د «پېټریاټ» دفاعي سیستمونو د تولید جواز ورکړي، هېواد یې نه یوازې د ځان دفاع کولی شي، بلکې له خپلو متحدانو سره هم مرسته کولای شي.

هغه د سه‌شنبې په ورځ په ترکیه کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره «پیاوړې پرېکړې» وکړي. نوموړي په خپل ایکس پاڼه هم لیکلي: «تر هغه چې د پېټریاټ توغندي د متحدانو په زېرمو کې پراته وي، روسیه به د استوګنیزو ودانیو ویجاړولو ته نوره هم وهڅول شي.»

د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، دفاعي ځواکونو د روسیې ۳۷ نور توغندي او له ۳۵۱ بې‌پیلوټه الوتکو څخه تر ۹۰ سلنې ډېرې شنډې کړې دي.

بل لور ته، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې پر کییف او د اوکراین پر نورو سیمو د اوږد واټن «لوړ دقت» لرونکي هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې په دغو عملیاتو کې پوځي او د انرژۍ اړوند هدفونه په نښه شوي دي.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې ټاکل شوې د ناټو مشران د ترکیې په کوربه‌توب غونډه وکړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زېلېنسکي سره د سولې او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې
100%

د عوامي نشنل ګوند غړي خان زمان کاکړ او د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې د وروستي برید په اړه غبرګونونه ښودلي دي. داوړ دغه برید غندلی، خو کاکړ ویلي چې دا پېښه په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د ناامنیو د تکرار یوه بېلګه ده.

د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې تاوتریخوالي د خلکو لپاره یوازې غم او زیانونه رامنځته کړي دي.

داوړ په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «د حنه وړک د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکه غندم. د هغو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوم.»

هغه ټینګار کړی چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او د خلکو ژوند باید د جګړو او بریدونو قرباني نه شي.

بل لور ته، د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي خان زمان کاکړ دغه پېښه د پښتنو سیمو د اوږدمهالو ناامنیو له بهیر سره تړلې بللې ده.

کاکړ په خپل ایکس پوسټ کې ویلي: «هغه څه چې نن په کوټه کې د حنه وړک په سیمه کې روان دي، په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د هر دویم کلي کیسه ده.»

هغه زیاته کړې چې د دغو تجربو باید زده کړه وشي او په وینا یې، دولت باید په مستقیم ډول د امنیتي وضعیت په اړه ځواب ویونکی وبلل شي.

کاکړ همدارنګه د «پوځي نفوذ پراختیا» د ماډل د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

کاظمي قمي: د خامنه‌يي جنازې ته د طالبانو او مخالفانو ګډه بلنه سیاسي نه بلکې فرهنګي اقدام و

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
کاظمي قمي: د خامنه‌يي جنازې ته د طالبانو او مخالفانو ګډه بلنه سیاسي نه بلکې فرهنګي اقدام و
100%

د افغانستان لپاره د ایران پخواني ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې د علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو هممهاله بلنې سیاسي بڼه نه لرله، بلکې فرهنګي، تمدني او عقیدوي اړخ یې درلود.

کاظمي قمي د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، له ایراني رسنۍ «ایراف» سره په مرکه کې وویل، طالبان د افغانستان د خلکو یوازې د یوې برخې استازیتوب کوي، نه د ټول افغانستان.

هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک بېلابېل استازي لري؛ اوس د هېواد یوه برخه واکمنه ده او بله برخه واکمنه نه ده، خو د هغه په وینا، ایران د افغانستان له ټولو خلکو سره اړیکې ساتي.

نوموړي همداراز وویل، د طالبانو د پلاوي او د دې ډلې د مخالفانو استازو ته د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته بلنه، سیاسي موضوع نه وه، بلکې فرهنګي، تمدني او عقیدوي انګېزه یې لرله.

د ایران پخواني استازي په خپلو څرګندونو کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو هغه ادعا هم رد کړه چې ګواکې د ټول افغانستان استازیتوب کوي.

تهران ته د طالبانو او د هغوی د مخالفانو د پلاوو هممهاله بلنې، چې د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره شوې وې، تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.