ټيټيپي په زیارت کې د برید مسوولیت ومانه؛ د بلوچستان حکومت د ۹ پولیسو د وژل کېدو پخلی وکړ

تحریک طالبان پاکستان د بلوچستان ایالت د زیارت ولسوالۍ په کچ مانګي سیمه کې د پولیسو پر پوستې د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې یې له شلو ډېر امنیتي کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د تحریک طالبان پاکستان په وینا؛ د برید پرمهال یې د پولیسو او د امن کمېټې د ګډې پوستې څخه ۲۵ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، دوه امنیتي موټر یې سوځولي او درې نور یې له ځان سره وړي دي.
د بلوچستان حکومتي چارواکو تراوسه د ټيټيبي د دغه ادعاوو پخلی نهدی کړی؛ خو د نهو امنیتي سرتېرو وژل کېدل یې تایید کړي دي. بل لور ته د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند ویلي، د زیارت په کچ سیمه کې د وسلهوالو پر ضد ګډ چاڼیز عملیات پای ته رسېدلي دي.
د نوموړي په وینا؛ په دغو ګډو عملیاتو کې سرحدي ځواکونو، د بلوچستان پولیسو، د ترهګرۍ ضد ادارې، ځانګړې عملیاتي څانګې او د ترهګرۍ ضد ځواک برخه اخیستې وه او ۱۵ وسلهوال پهکې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې په دغه برید کې د بلوچستان پولیسو نهه افسران او سرتېري وژل شوي، چې د منګي تاڼو مشران، د ترهګرۍ ضد ځواک مشر سیف الله او نور پولیس هم پهکې شامل دي.
شاهد رند وایي، چې ډي اېس پي غلام سرور او اته نور پولیس له غرنیو لارو په خوندي ډول د کچ تاڼې ته رسېدلي دي. هغه ویلي، د وژل شویو پولیسو مړي د قانوني چارو او عدلي معاینې لپاره د زیارت ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.
د یادونې ده، چې د زیارت ولسوالۍ د کچ مانګي فېز درېیمه سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښتې روانې وې او د پېښې پرضد ځايي خلکو د زیارت کراس لاره د احتجاج په توګه تړلې ده.
