• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کورنۍ شخړې له امله؛ په پېښور کې یو کس خپل پلار، مور او ورور په ډزو وژلي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د پېښور د سربند سيمې په سنګو کلي کې د یوې کورنۍ شخړې له امله یو کس خپل پلار، مور او ورور په ډزو وژلي دي. د پوليسو او ځایي خلکو په وینا؛ یاد کس تر پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی دی.

پوليس وایي، د دغه کس د نيولو لپاره د پېښور ښار په بېلابېلو سيمو کې د پلټنو عملیات پيل شوي او د نوموړي پرضد قضیه هم ثبت شوې ده.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

جمایمه اپریدۍ: بورقه هېڅکله د پښتنو او افغان ښځو د فرهنګي هویت استازیتوب نه کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
جمایمه اپریدۍ: بورقه هېڅکله د پښتنو او افغان ښځو د فرهنګي هویت استازیتوب نه کوي
100%

په پښتونخوا کې د ښځو حقونو فعاله جمایمه اپریدۍ وایي، چې چادري (بورقه) د پښتنو او افغان ښځو د تاریخي او فرهنګي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د هغې په وینا د ترهګرۍ، افراطیت او بهرنیو تحمیل شویو سیاستونو پایله ده.

هغې په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د نسلونو او کلونو په اوږدو کې پښتنې او افغان ښځې د چادرۍ له مخې نه پېژندل کېدې، خو اوس د نړۍ په ذهن کې د هغوی په اړه رامنځته شوی انځور له واقعیت سره سمون نه لري.

اغلې اپریدۍ ټینګار کړی چې ښځې تل د ظلم او محدودیتونو تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي او بورقه باید د دوی د اصلي هویت پر ځای د هغو شرایطو د محصول په توګه وکتل شي چې پرې تحمیل شوي دي.

هغې همداراز د ټولنیزو رسنیو پر اغېزناکو څېرو نیوکه کړې چې د هغې په خبره، د څو لایکونود ترلاسه کولو او د مشهور کېدو لپاره د لنډمهال لپاره بورقه اغوندي او هغه د ستاینې وړ سمبول په توګه انځوروي.

د نوموړې په وینا، هغه کسان چې یوازې د لنډ وخت لپاره بورقه اغوندي، هېڅکله نه شي درک کولای چې په دې لباس کې د اوږدې مودې ژوند او له محدودیتونو سره مخامخ کېدل څه معنا لري.

په کویټه کې د ځایي خلکو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې ۲ کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
په کویټه کې د ځایي خلکو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې ۲ کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي
100%

په بلوچستان کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د کوټې ښار اوړوند د هنه وړک په ببري سیمه کې د ځايي خلکو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوی دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نښته نن مازيګر رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د ځنیو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وسله‌والو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي او په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د سرچینو په خبره، له پېښې وروسته په سیمه کې ويره او اندېښنه خپره شوې ده.

بل خوا د یادې پېښې پر ضد ځایي خلکو د اعتراض په ډول د کویټې هوایي ډګر لاره هم تړلې ده.

تر دې مهاله روښانه نه ده چې یادې نښتې اصلي علت څه دی.

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۱
داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
100%

یادې وسله والې ډلې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د یوه وژل شوي مشر شیخ محمد ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې او وايي، هغه یې د جمهوري نظام د ملاتړ له امله وژلی دی. په دې وېډیو کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی او د طالبانو سفیر سردار محمد شکیب هم ښودل کیږي.

د داعش خراسان ډلې په نامه په خپره شوې دې ویډیو کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر یوه مشر او دیني عالم محمد ادریس د شوي برید صحنې ښودل شوې دي. په وېډیو کې ویل شوي چې پر شیخ ادریس برید ځکه شوی و چې هغه د جمهوري نظام او ټاکنو ملاتړی و.

ادریس دوه میاشتې وړاندې په خپل کلي ترنګزي چارسده کې په خپل موټر کې د تګ پر مهال په یو برید کې وژل شوی و. وروسته د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.

دا شاوخوا ۳۷ دقیقې وېډیو د داعش د رسمي پروپاګند رسنۍ العزم فاونډېشن له خوا خپره شوې ده. په پښتو ژبه په خپره شوې دې وېډیو کې ښايي د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی هم ښودل کیږي.

په ویډیو کې د نوموړي د هغې وینا ځینې برخې هم اېښودل شوې چې د شیخ ادریس له مړینې وروسته یې د هغه په کور کې کړې وې.

دغه راز په ویډیو کې د افغان طالبانو د علماوو او په پاکستان کې د دې ډلې د سفیر سردار محمد شکیب وېډیويي کلیپ هم ښودل شوی دی.

په دې وېډیو کې ډېری دیوبندي علما ښودل شوي او پر هغوی د جمهوریت د ملاتړو تور پورې کړای شوی، چې د دوی په وینا «یو کفري نظام» دی.

په پاکستان او افغانستان کې د منع شویو ډلو د چارو څېړونکي او خبریال احسان الله ټیپو محسود له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې له څه مودې راهیسې داعش د دیوبند مکتب د فکر علماء په نښه کړي او د هغوی پر وړاندې د یوې قوي نظریاتي بیانیې د جوړولو په هڅه کې دی.

هغه وویل چې د ده په نظر تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې په وېډیو کې دا ګواښ شوی چې دا ډله به په راتلونکي کې هم داسې ټول دیني عالمان په نښه کړي چې د جمهوري نظام ملاتړ کوي او د کومو علماوو لور ته چې اشاره شوې په هغو کې د پاکستان مخکښ دیني عالمان هم شامل دي.

د احسان الله ټیپو محسود په وینا، شیخ ادریس هم ښايي ځکه په نښه شوی و چې هغه له افغان طالبانو سره ډېره نږدې اړيکه درلوده او د دې خبرې اشاره په وېډیو کې شوې ده.

په پاکستان کې د حکومت له لوري په دې وروستیو کې ادعا شوې وه چې په دغه هېواد کې د داعش د ګڼو جنګیالیو له نیول کېدو وروسته د هغوی په بریدونو کې کموالی راغلی، خو له وروستیو بریدونو او دې وېډیو څخه داسې ښکاري چې دغه ډله لاهم فعاله ده.

افغان طالبان ادعا کوي، چې د داعش مرکزونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي، خو پاکستان دا ردوي.

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار
د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري
100%

د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې افغان طالبانو پر ټي ټي پي فشار راوړ، چې که جماعت الاحرار له ځان نه نه شي بېلولی، لږترلږه دې په اورکزیو، کورمه او خیبر ولسوالیو کې ددې ډلې د نفوذ او اکمالاتو مخه ونیسي.

دغه فشار د مې پر ۱۹مه په کورمه کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ یوې خونړۍ نښتې ته لاره پرانېسته، چې په په پایله کې یې د قوماندان ممتاز امتي په ګډون د جماعت الاحرار ۱۸ جنګیالي ووژل شول.

یوې سرچینې چې پېښه یې له نږدې څارلې، وویل چې په وژل شویو کسانو کې ځینو د خوست له صبریو او منګلو قبیلو سره تړاو درلود. د جماعت الاحرار په اړه ویل کیږي، چې خپلو لیکو ته یې ګڼ شمېر افغان جنګیالي جذب کړي دي.

د کورمې د برید په ترڅ کې د یرغمل شویو جنګیالیو د خلاصون پرسر خبرو اترو کې یوځل بیا افغان طالبانو ټي ټي پي ته ویلي، چې جماعت الاحرار له کورمې، خیبر او اورکزیو ولسوالیو نه وباسي.

یادې سرچینې له نومښودنې پرته وویل، چې « افغان طالبان پر جماعت الاحرار شکمن دي، چې ښايي د داعش د پیاوړي کېدو لامل وګرځي او یوه برخه یې په داعش د بدلېدو پوتانشیل لري».

د ژوب د ولایت له څوکۍ نه سربکف مهمند لرې کول هم د افغان طالبانو له ورته اندېښنې سرچینه اخلي.

په ۲۰۲۴ کال کې ټي ټي پي د جماعت الاحرار دغه جګپوړی غړی ، چې د دې ډلې متفکر مغز ګڼل کیږي، بلوچستان ته د خپل سازماني جوړښت په اډانه کې د ژوب د والي په توګه ولیږه، خو لږ وخت تېر نه و، چې بېرته یې له دندې لرې کړ. د طالبانو استخبارات داسې ګڼي، چې ګني د جماعت الاحرار په مشرتابه او لیکو کې د داعش د سابقې له امله بلوچستان، مهمند، خیبر، اورکزۍ او کورمه ولسوالۍ د داعش په احتمالي مرکزونو بدلېدای شي، یا لږ ترلږه د امنیتي چاپیریال له لارې دلته مخالف ځواکونه نفوذ کولی شي.

افغان طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وړاندې هم د جماعت الاحرار په لیکو کې د جنود خراسان او احرار الهند په څېر ډلې د خپلو سیمه ییزو سیاستونو او دداعش مخ پر ودې حرکت له امله نه خوښولې او د پاکستان د طالبانو غورځنګ یې دې ته هڅاوه، چې دغه ډلې تر خپل چتر لاندې راولي.

زړه دوسیه بېرته پرانېستل کیږي

د جماعت الاحرار او ټي ټي پي ترمنځ د نننۍ بې باورۍ ریښې له یوې لسیزې زیاتې پخوانۍ دي.

د ۲۰۱۴ کال د اګست پر ۱۵مه، چې د ټي ټي پي د مشر حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پیل کړل، د مهمندو ولسوالۍ طالبانو یوه نوې ډله اعلان کړه، چې مشري یې مولانا قاسم خراساني کوله. د ډلې په مرکزي شورا کې عمر خالد خراسانی، احسان الله احسان، د چارسدې قاري شکیل حقاني، د سوات مولانا یاسین، د خیبر ولسوالۍ قاري اسماعیل، د باجوړ ولسوالۍ مولانا عبدالله، د پېښور مفتي مصباح الله او د اورکزیو ولسوالۍ مولانا حیدر منصور غړیتوب درلود.

د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.
100%
د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.

د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته خراساني د ټي ټي پي د نوي مشر مولانا فضل الله مشري ته غاړه کېنښوده، ځکه د خالد (سجنا) مسید په مشرۍ د مسیدو طالبانو یوې مهمې برخې هم د ټي ټي پي له اډانې بهر فعالیت کاوه او د امیر حافظ سعید خان په مشرۍ د اورکزۍ ولسوالۍ قوماندانانو هم د داعش له خلیفه سره بیعتونه وکړل. خو په ۲۰۱۸ کال کې د مولانا فضل الله له وژل کېدو وروسته مفتي نور ولي د ټي ټي پي د نوي مشر په توګه د ټولو خاښونو پر یوځای کولو کار پیل کړ، چې جماعت الاحرار هم پکې شامل و. مفتي نور ولي د جماعت الاحرار مشر خالد عمر خراسانی بېرته د ډلې د مرکزي شورا غړی وټاکه او د احرا نورو غړو ته د پوځي کمیسیون په ګډون په مهمو څانګو کې دندې ورکړل شوې.

جماعت الاحرار په کورمه، خیبر، مهمندو، سوات او کراچۍ کې نفوذ لري او په ډېرو مواردو کې یې د ټي ټي پي له چتر نه بهر خپلسري عملیات وکړل. دې نه همغږۍ د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ اړیکې بېرته متزلزلې کړې. د جماعت الاحرار په اډانه کې د مفتي حسن او حکیم الله مسید د ډلې د ځینو قوماندانانو حضور هم د مفتي نور ولي د حلقې ځینې کسان دې ته اړ اېستل چې په مفتي حسن او د جماعت الاحرار په نورو غړو پسې زړې دوسیې بېرته پرانیزي. دوی مفتي حسن له استخباراتو سره تړلی کس باله او پر هغه یې د ټي ټي پي د دوو پخوانیو مشرانو؛ حکیم الله مسید او مولوي ولي الرحمن ترمنځ د اختلافاتو ټوکولو تور لګاوه.

کله، چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د ټي ټي پي د استخباراتو جګپوړی غړل عبدالرشید عقابي باجوړی ووژل شو، د مولوي فقیرمحمد نږدې کسانو د جماعت الاحرار ډلې ته ګوته نیوله، چې غواړي په باجوړ کې د ټي ټي پي نفوذ کمزوری کړي. له دې پېښې څو ورځې وروسته د جماعت الاحرار مشران خالد عمر خراسانی، مفتي حسن، حافظ دولت خان او د خراساني زوم علي حسن مومند د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له مرغې سیمې نه ارګون ته پر لاره په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول. جماعت الاحرار ددې چاودنې پړه پر مفتي نور ولي واچوله، چې د مفتي حسن او حافظ دولت خان پخوانی دښمن ګڼل کېده.

مفتي حسن سواتي او ملګرو یې د داعش-خراسان په رامنځته کولو کې ټاکونکی رول لوبولی و. حسن ډېر وخت په خوست کې د افغانستان د ملي امنیت تر څار لاندې د ګلبهادر شورا له پخواني غړي عبدالخالق حقاني سره یوځای اوسېده. حقاني وروسته د پاکستان پوځ ته تسلیم شو او د کوهاټ په زندان کې ومړ.

د ټي ټي پي د جنوبي وزیرستان حلقې د پخواني مشر مولوي ولي الرحمن او حکیم الله مسید ترمنځ د اختلافاتو په وخت کې، چې د یوه د قضا مشر مفتي نور ولي مسید او د بلې ډلې مفتي حسن و، د جماعت الاحرار غړو د حکیم الله مسید ددریځ په پیاوړتیا او په کراچۍ کې د مالي سرچینو په راټولولو کې ټاکونکی رول درلود. وروسته حکیم الله د ټي ټي پي په مشرتابه شورا کې بدلونونه راوستل او د نورو ولسوالیو غیر دیوبندي طالبان لکه حافظ دولت، شیخ مقبول او مفتي حسن یې په مهمو دندو وټاکل. دې چارې د ولي الرحمن او مفتي نور ولي ډله له حکیم الله سره ددښمنۍ پرڅنډه ودروله، ځکه هغوی د ټي ټي پي په شورا کې غیر دیوبندیان یا ددوی په وینا، پنجپیریان په غړیتوب نه خوښول. له ټي ټي پي نه دداعش پر لور د یوې ډلې قوماندانانو د تګ یو عامل همدا ګڼل کیږي او اوس هم د اختلافاتو یو مهم اړخ همدا کېدای شي.

جماعت الاحرار په ټي ټي پي کې د ملاکنډ او باجوړ د طالبانو پر پیاوړي رول هم خوښ نه و، ځکه د غورځنګ د پخواني مرستیال مولوي فقیرمحمد له نیول کېدو وروسته په باجوړ، ملاکنډ او سوات کې د جماعت الاحرار ډلې نفوذ کړی و او د ملاکنډ د پخوانۍ احرار الهند ډلې ډېری قوماندانانو د جماعت الاحرار غړیتوب اخېستی و. خو د مولوي فقیرمحمد له خوشي کېدو وروسته د باجوړ، سوات او ملاکنډ طالبانو په ټي ټي پي کې خپلې کمزورې شوې لیکې بېرته پیاوړې کړې.

د مشرف د ترور له پلان نه د کراچۍ تر بریده

د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د جماعت الاحرار بنسټګر عبدالولي (عمر خالد خراساني) د ځانمرګو بریدګرو او سنایپر ویشتونکو یوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړه، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف اسلام اباد ته د ستنېدو پرمهال ووژني.

د عبدالولي پر پلان یوازې د پنجابي طالبانو قوماندان عدنان رشید خبر و، خو هغه د ټي ټي پي له مشرتابه سره له مشورې پرته په یوه ویډیو پیغام کې جنرال مشرف ته د مرګ ګواښ وکړ. د رشید د پیغام له خپرېدو وروسته عبدالولي له حکیم الله مسید نه وغوښتل، چې رشید د پلان د افشا کولو له امله د ټي ټي پي محکمې ته حاضر کړي.

حکیم الله ، چې دمشرف د ترور پلان له افشا کېدو خورا نارامه و، په قهرجنه لهجه وویل:« عدنان رشید وژنم او په څاه کې یې غورځوم».

عبدالولي (عمر خالد خراسانی) د خیبر پښتونخوا د مهمندوولسوالۍ په طالبانو کې د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کې هغه مهال د ستوري په ډول راڅرګند شو، چې د شپږو «مجرمانو» سرونه یې پرې کړل. په دې وخت کې چې هرچا ډېرې وژنې کولای شوای، په همغه کچه یې شهرت، مقام، پیسې او امکانات ترلاسه کول.

حکیم الله ، چې د  مشرف د ترور پلان له افشا کېدو خورا نارامه و، په قهرجنه لهجه وویل:« عدنان رشید وژنم او په څاه کې یې غورځوم».
100%
حکیم الله ، چې د مشرف د ترور پلان له افشا کېدو خورا نارامه و، په قهرجنه لهجه وویل:« عدنان رشید وژنم او په څاه کې یې غورځوم».

د خالد عمر خراساني اصلي نوم عبدالولي مومند و، چې د ۱۹۸۰ کال د جولای په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا د قبایلي ولسوالۍ مهمندو په کندهاریو کلي کې زېږېدلی و. هغه خپل «جهادي یون » په ۱۹۹۶ کال کې د کشمیر د حرکت المجاهدین له ډلې پیل کړی و او په افغانستان کې یې د طالبانو په لیکو کې هم جګړې کړې وې.

د ۲۰۰۷ کال په جولای کې د اسلام اباد د لال مسجد او حفصه جامعې پر ضد د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې، خراساني له ګڼو وسله والو سره د مهمندولسوالۍ د ترنګزو صاحب جومات ونیوه او له همدې ځایه یې د دولت پر ضد د جګړې اعلان وکړ. د همدغه کال په ډسمبر کې هغه له بیت الله مسید سره بیعت وکړ او د ټي ټي پي تر چتر لاندې د مهند ولسوالۍ امیر وټاکل شو.عبدالولي د ۲۰۰۸ کال په جولای کې په مهمندو کې خپل محلي سیال شاه خالد او د هغه ۱۵ جنګیالي له دې امله ووژل، چې تازه د هغه مرستیال قاري عبیدالله په جنوبي وزیرستان کې له بیت الله مسید سره لیدلي وو.

د ټي ټي پي مشر بیت الله مسید خپل اعتمادي کسان حکیم الله مسید او قوماندان تاج ګل مهمندو ته ولیږل، چې له عمرخالد خراساني سره ګډ کار وکړي او د ټي ټي پي د لیکو په پراختیا کې ترې کار واخلي. مهمندو ته د حکیم الله او د هغه د ملګرو له تګ یوه ورځ وړاندې په دې ولسوالۍ کې د مولانا لیاقت پر مدرسې هوايي برید شوی و او ګڼو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

خراساني په باجوړ او مهمندو کې د القاعدې له مشرانو او غړو سره له نږدې وپېژندل او دې پېژندګلوۍ هغه د ټي ټي پي په لیکو کې د یوه مطرح لوبغاړي په توګه ثابت کړ. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د ضرب عضب عملیاتو له غځېدو سره هممهاله د القاعدې له غړو سره یوځای د خوست ولایت د مرکز منګسو سیمې ته لاړ. د القاعدې غړي څو میاشتې وروسته د قاچاق وړونکو په مرسته له کورنیو سره یوځای ایران او له هغه ځایه سودان، ترکیې او یمن ته لاړل، خو خراسانی په کونړ کې پاتې شو.

د ۲۰۱۸ کال په مې کې پاکستان غوښتل، چې د جماعت الاحرار مشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي، خو متحده ایالتونو نیوکه درلوده، چې د پاکستان په غوښتنلیک کې ویل شوي، چې خالد خراسانی په افغانستان کې دی. په دې کلونو کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو حضور درلود. پاکستان دغه مهال تور لګاوه، چې عمر خالد خراسانی د ننګرهار د لعل پورې په یوه مرکز کې اوسیږي. د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت هغه د نړیوال ترهګر په توګه پېژندلی و او د ددغه هېوادبهرنیو چارو وزارت د هغه د نیولو یا وژلو لپاره تر درې میلیونو ډالرو پورې جایزه ټاکلې وه.

د خراساني جماعت الاحرار ډلې په ۲۰۱۶ کال کې د لاهور په ګلشن اقبال او د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په واګه سرحدي سیمه کې ځانمرګي بریدونه وکړل او د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې یې د لاهور په مال روډ کې د لاریون پرمهال ځانمرګی وکړ، چې ګڼو امنیتي چارواکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د روان کال د جون پر ۲۷مه د جماعت الاحرار جنګیالیو په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رینجرز پولیسو پر یوه میشتغالي برید وکړ، چې په پایله کې یې درې امنیتي سرتېري ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول. دا په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کې له کراچۍ نه د ټي ټي پي د وسله والو له تصفیې وروسته پر رینجرز ځواکونو لومړی خونړی برید ګڼل کیږي. د پاکستان امنیتي ادارو ادعا وکړه، چې په دغه برید کې د یوه افغان په ګډون د جماعت الاحرار پنځو غړو ګډون درلود.

له برید وروسته پاکستاني الوتکو په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ځینې اهداف په نښه کړل، چې شاوخوا ۲۸ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول. اسلام اباد ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې یې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ډلې جنګیالي په نښه کړي دي.

خو د کراچۍ برید داسې مهال و، چې افغان طالبانو له پاکستان سره د پوځي ټکر د مخنیوي هڅه کوله.

ټي ټي پي په دې وروستیو کې په پاکستان کې خپل پاروونکي او مرګوني بریدونه کم کړي، خو جماعت الاحرار چې د ټي ټي پي له چتره بهر دی، د افغان طالبانو دې پالیسۍ ته ډېر لږ پام کړی دی. له همدې امله اوس په کابل کې د جماعت الاحرار پر وفادارۍ شک لوړ شوی او د سرغړوونکې او دداعش د احتمالي «ځایناستې ډلې» په توګه ورته کتل کیږي.

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱
طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د ټي ټي پي له مشرتابه نه غوښتنه کړې، چې د خیبر پښتونخوا په خیبر، کورمه او اورکزیو ولسوالیو کې د جماعت الاحرار ډلې مرکزونه وتړي او د فعالیتونو مخه یې ونیسي. سرچینې وايي، چې «طالبان ددې ډلې له فعالیتونو ناخوښه دي».

سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۲۰۲۵ کال له وروستیو نه د ۲۰۲۶کال تر مې میاشتې پورې د طالبانو استخباراتو څو ځله له ټي ټي پي غوښتنه کړې، چې که له جماعت الاحرار نه ځان نه شي بېلولی، لږترلږه دې په اورکزیو، کورمه او خیبر ولسوالیو کې ددې ډلې د نفوذ مخه ونیسي او امکانات پرې بند کړي.

د سرچینو په وینا، دغه فشار د مې پر ۱۹مه په کورمه کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ یوې خونړۍ نښتې ته لاره پرانېسته، چې په په ترڅ کې یې د قوماندان ممتاز امتي په ګډون د جماعت الاحرار ۱۸ جنګیالي ووژل شول.

یوې سرچینې چې پېښه یې له نږدې څارلې، وویل چې په وژل شویو کسانو کې ځینو د خوست له صبریو او منګلو قبیلو سره تړاو درلود.

د جماعت الاحرار په اړه ویل کیږي، چې خپلو لیکو ته یې ګڼ شمېر افغان جنګیالي جذب کړي او طالبان له دې اړخه اندېښمن دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو د کراچۍ له برید وروسته هم ادعا کړې چې په برید کې یې یو ټپي افغان جنګیالی نیولی دی.

د کورمې د برید په ترڅ کې د یرغمل شویو جنګیالیو د خلاصون پرسر خبرو اترو کې یوځل بیا افغان طالبانو ټي ټي پي ته ویلي، چې جماعت الاحرار له کورمې، خیبر او اورکزیو ولسوالیو نه وباسي.

یادې سرچینې له نومښودنې پرته وویل، چې « افغان طالبان پر جماعت الاحرار شکمن دي، چې ښايي د داعش د پیاوړي کېدو لامل وګرځي او یوه برخه یې په داعش د بدلېدو پوتانشیل لري».

د سرچینو په وینا، د ټي ټي پي په پوځي او سازماني تشکیلاتو کې د بلوچستان د ژوب د ولایت له څوکۍ نه د جماعت الاحرار ډلې د یوه مهم قوماندان سربکف مهمند لرې کول هم د افغان طالبانو له ورته اندېښنې سرچینه اخلي.

په ۲۰۲۴ کال کې ټي ټي پي د جماعت الاحرار دغه جګپوړی غړی ، چې د دې ډلې متفکر مغز ګڼل کیږي، بلوچستان ته د ژوب د والي په توګه ولیږه، خو زر یې بېرته له دندې ګوښه کړ. د طالبانو استخبارات داسې ګڼي، چې ګني د جماعت الاحرار په مشرتابه او لیکو کې د داعش د سابقې له امله بلوچستان، مهمند، خیبر،اورکزۍ او کورمه ولسوالۍ د داعش په احتمالي مرکزونو بدلېدای شي.

افغان طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وړاندې هم د جماعت الاحرار په لیکو کې د جنود خراسان او احرار الهند په څېر ډلو یوځای کېدل د خپلو سیمه ییزو سیاستونو او دداعش مخ پر ودې حرکت له امله نه خوښول او د پاکستان د طالبانو غورځنګ یې دې ته هڅاوه، چې دغه ډلې تر خپل چتر لاندې راولي.