• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکمنستان سفیر د طالبانو د کانونو له وزیر سره د ټاپي پروژې پر چارو غږېدلی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ترکمنستان سفیر ددغه وزارت له هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې پر روانو چارو خبرې کړې دي. وزارت ویلي، چې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومتره نللیکه غځول شوې او پاتې چارې به هم بشپړې شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د روانو چارو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د پروژې د پلي کېدو چارې په ښه توګه روانې دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده او د پروژې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهال وېش له مخې بشپړې شي.

هغه زیاته کړې چې د ټاپي پروژې په اړه به په ټولو شویو ژمنو عمل وشي.

د وزارت په وینا د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان سفیر د هڅو ستاینې ترڅنګ د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان له لوري د هر ډول قانوني همکارۍ ډاډ ورکړی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د اختلافونو د اواري هڅې؛ د طالبانو دفاع وزیر لاهم د افغانستان په شمال کې دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱
د اختلافونو د اواري هڅې؛ د طالبانو دفاع وزیر لاهم د افغانستان په شمال کې دی
100%

د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د ناندریو او اختلافونو د حل په لړ کې د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد لاهم د افغانستان په شمال کې دی. د طالبانو دفاع وزارت نن سې شنبه اعلان وکړ، چې مولوي یعقوب مجاهد په کندز کې له ۲۰۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه کړې ده.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې مولوي یعقوب مجاهد د ۲۱۷ قول اردو اړوند لواګانو له مسوولانو سره لیدلي.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د طالبانو دفاع وزیر د قول اردو د امنیتي، اداري او نظامي چارو د وضعیت ارزونه کړې، د مسوولانو راپورونه یې اورېدلي او د چارو د لا ښه تنظیم، مسلکي همغږۍ او د ورسپارل شویو دندو د ښېې ترسره کېدا په موخه یې سپارښتنې کړې دي.

مولوي یعقوب مجاهد د کندز ولایت له یو شمېر معیوبو طالبانو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دی او له هغوی سره یې نغدي مرستې هم کړې دي.

د طالبانو دفاع وزیر په داسې وخت کې د هېواد شمال ته په سفر تللی چې تر دې وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ اختلافات لا هم نه دي حل شوي او د طالبانو ځواکونه په نسي ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي او چورلکې یې د جمعه فاتح پر مرکز الوتنې کوي.

د بدخشان د حساس وضعیت له امله طالبانو تر اوسه په احتیاط عمل کړی او بدخشان ته یې د ځانګړو ځواکونو او تجربه‌لرونکو قطعاتو لېږل پیل کړي دي.

د هرات د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په پانګونه لاسلیک شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۱
د هرات د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په پانګونه لاسلیک شوی
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵،۶ میلیونه افغانیو په پانګونه د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی. وزارت وایي، شرکت به د رویالټۍ ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم ۵ میلیونه افغانۍ ولګوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان لومړی بلاک ۱۰،۲۴۱۱۴ کیلومتره مربع مساحت لري او د کان کیندنې او پروسس د چارو یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی دی.

د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د تړون د لاسلیکولو پر مهال ویلي، د یاد کان تړون د هر ټن مالګې په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټۍ په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.

د وزارت په وینا، یاد شرکت به خپلې چارې د تړون له شرایطو، د کانونو له قانون او اړوندو کړنلارو سره سمې پر مخ وړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، شرکت به د رویالټۍ د ورکولو ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ۵ میلیونه افغانۍ هم ولګوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ګڼ شمېر کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱
حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې او نوموړی یې د افغان کرکټ له لومړنیو ستورو ګڼلی. کرزي ویلي، چې ځدراڼ د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره نه ‌هیریدونکي هڅې وکړې او د افغان کرکټ په ځلولو کې یې یادېدونکې کارنامې ترسره کړې دي.

کرزي پر خپل اېکس لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر ډېر خواشینی کړی.

هغه د شاپور ځدراڼ له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته د سې شنبې په ورځ ومړ. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند د نوي ډیلي ښار په یوه روغتون کې د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړېده. هغه د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته و.

شاپور د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له همغه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و.

د مارچ پر ۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده، چې د HLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی. وړاندې هندي رسنیو راپورونو ورکړی و، چې شاپور ځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

ځدراڼ د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۳۰مه له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلان کړې وه. نوموړي پر فېسبوک پاڼه له نړۍوال کرېکټ څخه د مخه ښې په پیغام کې لیکلي و: «نن هغه ورځ راورسېده، چې ما هیڅکله نه غوښته خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دغه ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم».

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د نیدرلنډ پر وړاندې د ۲۰۰۹کال د اګسټ پر ۳۰مه نېټه او وروستۍ لوبه د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰۱۹کال د مارچ په ۱۰مه نېټه کړې وه.

ځدراڼ خپل لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د اېرلنډ پر وړاندې او وروستۍ لوبه هم د همدغه هېواد پر وړاندې د ۲۰۲۰کال د مارچ پر ۸مه نېټه ترسره کړې.

شاپور د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی او ۴۳ وېکټې یې اخیستې دي او په ۳۶ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۷ وېکټې اخیستې دي. د کرېکټ لوبغاړو او مینه‌والو د هغه مړینه لویه ضایع بللې، خواشینۍ یې ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په جرمني کې پر پولیس د اوسپنې په میلې بریدکوونکي افغان خپل جرمي اعتراف بېرته اخېستی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
په جرمني کې پر پولیس د اوسپنې په میلې بریدکوونکي افغان خپل جرمي اعتراف بېرته اخېستی
100%

۳۳ کلن افغان امیرالدین، چې د جرمني په سونه‌برګ کې یې پر یوه پولیس افسر د اوسپنې په میله برید کړی و، په جرم خپل اعتراف بېرته اخېستی.نوموړی تورن دی چې له یوه پولیس نه یې مخابره اخېستې، د بل پر زنګون یې غاښ لګولی، بل یې پرمخ په څپېړه وهلی او د یوه بل پولیس مرمۍ ضد واسکټ یې کش کړی و.

که څه هم پر نوموړي د جرمونو درانه شواهد موجود دي، خو هغه خپل لاسلیک شوی اعتراف بېرته اخیستی او په دې توګه یې د محاکمې بهیر څو میاشتې ځنډولی.

د فوکوس انلاین د معلوماتو له مخې، د هغه شړل افغانستان ته نږدې شوي دي.

فوکس انلاین وايي، سره له دې چې شواهد ډېر درانه دي، د سونه‌برګ د «اوسپنې میلې بریدګر» خپل لاسلیک شوی اعتراف رد کړ او په دې سره یې پر وړاندې روانه جزايي محاکمه څو میاشتې وځنډوله. له همدې امله، ۳۳ کلن افغان امیرالدین تر اوسه له جرمني نه د شړلو له حکمه خوندي پاتې شوی.

د نوموړي محاکمه چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۳مه ودرول شوه، د اکتوبر په ۶مه بیا پیلېږي او ښايي تر ټولو ژر د نومبر په ۱۷مه پای ته ورسېږي. د سونه‌برګ د محکمې رییس یورګ فان رایمرس‌دال دا موضوع تایید کړې ده. په دې توګه، احتمالي محکومیت به د اصلي پلان په پرتله شاوخوا پنځه میاشتې وروسته صادر شي.

امیرالدین چې په ۱۹۹۳ کال کې د افغانستان په وردګو ولایت کې زېږېدلی، په ۲۰۲۲ کال کې جرمني ته داخل شوی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه، خو غوښتنه یې رد شوې وه. سره له دې، د جرمني د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې د هغه د شړلو مخنیوی منلی و او د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۷مې یې د استوګنې لنډمهاله اجازه ورکړې وه.

د فوکوس انلاین د ځانګړو معلوماتو له مخې، بمف تېره اونۍ د هغه د شړلو بندیز لغوه کړ. دغه پرېکړه د جون په ۳۰مه شوې وه. د سونه‌برګ سیمه‌ییزې ادارې ته هم خبر ورکړل شوی او تمه ده چې امیرالدین هم له دې پرېکړې خبر شوی وي.

اټکل کېږي چې نوموړی به دبمف پر پرېکړه اعتراض وکړي او قضیه به اداري محکمې ته ولاړه شي.

امیرالدین د ګڼو جرمونو له امله محاکمه کېږي، چې پکې غلا، د شتمنیو زیانمنول، وهل‌ټکول، درغلي، ګواښ او پر دولتي مامورینو برید شامل دي.

د تورونو تر ټولو مهمه برخه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۰مه د اوسپنې میلې برید دی. هغه په یوه ویډیو کې، چې پر فیسبوک او یوټیوب خپره شوې، د سونه‌برګ ښار په منځ کې له ۷۰ سانتي‌متره اوږدې او ۲،۷سانتي‌متره پنډې اوسپنې میلې سره لیدل کیږي او پر پولیسو وار کوي.

هغه د یوه درملتون ښیښې ماتې کړې چې شاوخوا ۳۰ زره یورو زیان یې اړولی و او وروسته یې پر پولیسو برید کړی و.

د سیمې اوسېدونکو د خپلو موبایلونو له لارې د تاوتریخوالي صحنې ثبت کړې وې، چې د هغه نیول هم پکې شامل دي.

له قانوني پلوه د اعتراف بېرته اخیستل د تورن حق دی. په جرمني کې هر تورن کس کولی شي خپل پخوانی اعتراف بېرته واخلي.

د اعتراف له بېرته اخیستلو وروسته باید ټوله قضیه له سره وڅېړل شي. د دې قضیې په اړه د سونه‌برګ محکمه باید اوس هر تور جلا جلا وارزوي او ټولټال ۳۵ شاهدان او متخصصین واوري.

نوموړی تورن دی، چې له یوه پولیس نه یې مخابره اخېستې، د بل پولیس پر زنګون یې غاښ لګولی، بل یې پرمخ په څپېړه وهلی او د یوه بل پولیس مرمۍ ضد واسکټ یې کش کړی و.

دغه راز هغه تورن دی، چې د مارچ په ۲۴مه یې د سونه‌برګ په سیمه‌ییزه اداره کې د کډوالۍ د څانګې د مسوولې په دفتر کې ګډوډي جوړه کړه، پر هغې یې ور بړچ وهل او د هغې د کمپیوټر تارونه یې وشکول.

دوه ایراني شرکتونه په هرات کې د کانونو او صنعت په برخو کې پانګونه کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
دوه ایراني شرکتونه په هرات کې د کانونو او صنعت په برخو کې پانګونه کوي
100%

د طالبانو د هرات ولایت مقام وایي، د ایران د یوه سوداګریز کنسرسیوم پلاوي له والي اسلام جار سره د کانونو د سپړنې، استخراج، پروسس، د صنعتي فابریکو د جوړولو او پانګونې په اړه خبرې کړې دي. د هرات والي د ایراني پانګوالو د پانګونې هرکلی کړی او د همکارۍ او ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

د طالبانو د هرات ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د ایران د «ازمون فلز پارس» او «اکسیر تلاش نصر» شرکتونو د یوه سوداګریز کنسرسیوم پلاوي هرات ته د سفر پر مهال د کانونو او معدني موادو د سپړنې او ګټې اخیستنې، د صنعتي فابریکو د جوړولو او د اړتیا وړ ماشین الاتو د برابرولو په برخو کې د همکارۍ فرصتونه ارزولي دي.

د خبر له مخې، د پلاوي غړو د خپلو شرکتونو تخنیکي او مسلکي وړتیاوې او کاري پروګرامونه معرفي کړي او د هرات ولایت د کانونو د سپړنې، پروسس او د صنعتي زیربناوو د جوړولو په برخو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

د طالبانو د هرات د والي د دفتر د رسنیز د فتر په وینا، اسلام جار په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د هرات سیمه ییزه اداره چمتو ده د اقتصادي ودې، خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د طبیعي سرچینو د غوره استفادې په موخه د همکارۍ زمینه برابره کړي.