• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنیامین نتنیاهو: زه او ټرمپ د ایران د اساسي مسایلو په اړه همغږي او ګډ دریځ لرو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران په تړاو د ځینو اختلافونو سربېره، د دواړو هېوادونو مشران د اساسي مسایلو په اړه همغږي او ګډ دریځ لري.

نتنیاهو د سې‌شنبې په ورځ له سي‌اېن‌اېن شبکې سره په مرکه کې وویل، که څه هم د ایران د موضوع په اړه کله ناکله د هغه او ټرمپ ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته کېږي، خو د مهمو او بنسټیزو موضوعاتو په اړه دواړه یو شان لیدلوری لري.

د اسراییل لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د تهران د اټومي پروګرام او د سیمې د امنیت په څېر مهمو موضوعاتو کې د واشنګټن او تل‌ابیب همغږي دوام لري.

د هغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه بېلابېل بحثونه او اټکلونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وايي ګرینلنډ باید د ډنمارک نه بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې وي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
ټرمپ وايي ګرینلنډ باید د ډنمارک نه بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې وي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال ویلي چې ګرینلنډ باید د ډنمارک پر ځای د امریکا تر کنټرول لاندې وي. هغه ادعا کړې چې د دې موضوع له امله له ناټو سره د امریکا اړیکې زیانمنې شوې دي.

د رویټرز د خبر له مخې، ټرمپ چې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته خبرې کولې، وويل، « د ګرینلنډ د کنټرول موضوع له ناټو سره د امریکا اړیکې زیانمنې کړې دي».

هغه زیاته کړه چې ډنمارک د ګرینلنډ لپاره د پام وړ لګښت نه ورکوي، په داسې حال کې چې دا سیمه د امریکا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او شاوخوا یې د چین او روسیې بېړۍ ګرځي.

هغه زیاته کړه: «هغوی له دې سره موافق نه وو، سره له دې چې موږ د روسیې پر وړاندې د هغوی د ملاتړ لپاره ډېرې پیسې لګوو.»

د امریکا له خوا د ډنمارک نیمه خپلواکې سیمې ګرینلنډ د ترلاسه کولو یا کنټرولولو غوښتنو د واشنګټن او کوپنهاګن، چې دواړه د ناټو بنسټګر غړي دي، ترمنځ او همدارنګه په اروپا کې پراخې سیاسي ترینګلتیاوې رامنځته کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په میاشت کې ویلي وو چې د ډنمارک او ګرینلنډ له چارواکو سره خبرې اترې هره میاشت دوام لري.

ډونالډ ټرمپ: زه فکر کوم پوتین او زېلېنسکي دواړه هوکړه غواړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: زه فکر کوم پوتین او زېلېنسکي دواړه هوکړه غواړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره یې خبرې کړې دي او هیله لري د اوکراین جګړه ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ په ترکیه کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې پر مهال وویل،« ما له ولسمشر پوتین سره ډېرې ښې خبرې وکړې. زموږ خبرې اوږدې وې او ډېر وخت یې ونیو. له هغه وروسته مې له ولسمشر زېلېنسکي سره هم خبرې وکړې. زه فکر کوم چې دواړه غواړي یوه هوکړه وکړي».

نوموړي زیاته کړه، « زه فکر کوم چې موږ به دا موضوع هواره کړو، هیله ده ډېر ژر».

ټاکل شوې ده چې زېلېنسکي او ټرمپ د چارشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې پر مهال سره وګوري.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې اوکراین د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو خپل بریدونه زیات کړي او مسکو هم پر اوکراین پراخ بریدونه کړي، چې یوازې د جولای په میاشت کې یې د اوکراین په پلازمېنه کې ۵۰ کسان وژلي دي.

زېلېنسکي ویلي چې له ټرمپ سره به په دې لیدنه کې د اوکراین د هوايي دفاعي سیستمونو د جدي اړتیا په اړه خبرې وکړي، څو د روسیې د ویجاړوونکو بالستیکي توغندیو پر وړاندې دفاع وشي.

د قزاقستان سترې محکمې توکایف ته د ولسمشرۍ د بلې دورې د نوماندۍ اجازه ورکړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۱
  د قزاقستان سترې محکمې توکایف ته د ولسمشرۍ د بلې دورې د نوماندۍ اجازه ورکړې
100%

د قزاقستان د اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف د نوي اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ بلې دورې ته نوماندېدای شي. محکمې ویلي، د پخواني اساسي قانون له مخې تېرې شوې دورې د نوي قانون د اووه کلنې دورې په محدودیت کې نه حسابېږي.

رویټرز لیکلي توکایف چې په ۲۰۱۹ کال کې د قزاقستان د لومړي ولسمشر نورسلطان نظربایف د ځایناستي په توګه واک ته رسېدلی و، خپله د اساسي قانون له محکمې غوښتي وو چې د نوي اساسي قانون له مخې د نوماندۍ په اړه خپل نظر وړاندې کړي.

قزاقستان د روان کال په پیل کې نوی اساسي قانون په څو اونیو کې چمتو او تصویب کړ، چې د توکایف د سیاسي راتلونکي په اړه یې پراخ اټکلونه راپارولي وو.

که څه هم نوی اساسي قانون د ولسمشر لپاره د یوې اووه کلنې دورې محدودیت پر خپل ځای ساتلی، خو د محکمې د پرېکړې له مخې د پخواني اساسي قانون پر مهال تېرې شوې دورې د دې محدودیت برخه نه ګڼل کېږي.

تر اوسه روښانه نه ده چې توکایف به د وخت نه مخکې ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي، او که به خپله اوسنۍ دوره تر ۲۰۲۹ کال پورې بشپړه کړي.

د نوي اساسي قانون له مخې د مرستیال ولسمشر څوکۍ هم رامنځته شوې او پارلمان په یوه کوچني، یو مجلسي جوړښت بدل شوی دی. ټاکل شوې ده د وخت نه مخکې پارلماني ټاکنې د اګست په ۲۳مه ترسره شي.

اندونیزیا او هند د کرنې، مهمو منرالونو او دفاعي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۱
اندونیزیا او هند د کرنې، مهمو منرالونو او دفاعي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل
100%

اندونیزیا او هند د سې‌شنبې په ورځ د مهمو منرالونو، کرنې او دفاعي همکاریو په برخو کې یو لړ تړونونه لاسلیک کړل. د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په دغو تړونونو کې د هند د توغندیز دفاعي سیستم د پېرلو تړون هم شامل دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د اندونیزیا له ولسمشر پرابوو سوبیانتو سره په جاکارتا کې وکتل. دا له ۲۰۲۳ کال راهیسې اندونیزیا ته د مودي لومړنی سفر دی. دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

پرابوو سوبیانتو وویل، « موږ د نړۍ له سترو ډیموکراسۍ لرونکو هېوادونو څخه یو. زموږ ترمنځ همکاري به ټولې سیمې ته ګټه ورسوي».

د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د هند او روسیې ګډ دفاعي شرکت او د اندونیزیا د دفاع وزارت د توغندیز دفاعي سیستم د پېرلو تړون لاسلیک کړی، خو د تړون نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

رویټرز تر دې مخکې د یوه هندي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې هند به اندونیزیا ته کروز توغندي او هوا ـ هوا توغندي ورکړي. د هندي سرچینو په وینا، د دې تړون ارزښت شاوخوا ۶۳۰میلیون ډالره اټکل شوی دی.

دغه دفاعي شرکت په ۲۰۲۳ کال کې ویلي وو چې له اندونیزیا سره یې د ۲۰۰ تر ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د توغندیو د پلور په اړه پرمختللې خبرې روانې دي. یاد شرکت مخکې له دې له ویتنام او فلیپین سره هم ورته تړونونه کړي دي.

په جلا توګه، د اندونیزیا یوه خصوصي دفاعي هولډینګ شرکت او د هند یوې دفاعي کمپنۍ هم د هوا ـ هوا توغندیو په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.

دواړو هېوادونو د مهمو منرالونو، فولادو او کرنې په برخو کې د اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا لپاره هم د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل. همدارنګه، د هند د فولادو دولتي شرکت او د اندونیزیا د فولادو شرکت به په اندونیزیا کې د سټینلیس فولادو د تختو د تولید لپاره ګډ شرکت جوړ کړي.

پرابوو وویل چې دواړه هېوادونه به د ترجیحي سوداګرۍ د تړون خبرې چټکې کړي.

نریندرا مودي وویل چې دواړه هېوادونه به د هند سمندر په سیمه کې د سمندري خوندیتوب او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

هغه د اندونیزیا پارلمان ته په وینا کې وویل: « زموږ ملګرتیا یوازې د دوو هېوادونو اړیکه نه ده، بلکې د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې د ثباتاو د نړۍ د ګډ راتلونکي لپاره د متقابل باور ژمنه ده».

دواړو مشرانو په خپلو څرګندونو کې د توغندیو د تړون یادونه ونه کړه.

ټاکل شوې چې مودي د چارشنبې په ورځ د اندونیزیا یوګیاکارتا ښار ته ولاړ شي او هلته پرامبانان تاریخي معبد، چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې شامل دی، وګوري.

پرابوو سوبیانتو تېر کال په نوي ډیلي کې له مودي سره لیدلي وو او دواړو هغه مهال هم د همکاریو پراخ تړونونه لاسلیک کړي وو.

ټاکل شوې چې مودي له اندونیزیا وروسته اسټرالیا او نیوزیلنډ ته سفر وکړي.

ناټو د انقرې په سرمشریزه کې د میلیاردونو ډالرو دفاعي تړونونو خبر ورکړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱
ناټو د انقرې په سرمشریزه کې د میلیاردونو ډالرو دفاعي تړونونو خبر ورکړی
100%

د ناټو مشرانو د انقرې سرمشریزې ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وړاندې د لسګونه میلیارده ډالرو دفاعي تړونونو اعلان وکړ. د ناټو سرمنشي مارک روټې وویل، چې غړي هېوادونه به د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي وړتیاوو لپاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ناټو سرمنشي مارک روټې د دفاعي صنعت د «انقلاب» غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې د روسیې د پراخو پوځي لګښتونو ترڅنګ د چین، شمالي کوریا او ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره بېړنیو دفاعي وړتیاوو ته اړتیا ده.

د غونډې پر مهال د امریکا «لاکهیډ مارتین» او د جرمني «راین مېتال» شرکتونو په جرمني کې د ATACMS لنډ واټن بالستیک توغندیو د ګډ تولید لومړنی تړون هم لاسلیک کړی.

همدارنګه، اروپايي هېوادونه به د امریکا له «نارتروپ ګرومن» څخه څارونکې بې پیلوټه الوتکې واخلي او ناټو به د سویډن له «ساب» شرکت څخه الوتکې وپېري.

روټې وویل، د ناټو غړي به په راتلونکو پنځو کلونو کې د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي وړتیاوو لپاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د رویټرز د سرچینو په وینا، تمه ده ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې اعلان وکړي چې واشنګټن چمتو دی ترکیه بېرته د F-35 جنګي الوتکو پروګرام ته ور وګرځوي.

درویټرز راپور له مخې ټاکل شوې د ناټو غړي په دې سرمشریزه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا تایید کړي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۷۰ میلیارده یورو پوځي مرستو ژمنه هم وکړي.