• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا د ریفورم ګوند مشر نایجل فراژ له پارلمان نه استعفا ورکړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د بریتاینا د ریفورم ګوند مشر نایجل فراژ د پارلمان د غړیتوب له دندې استعفا ورکړې، خو ویلي یې دي چې د خپلې څوکۍ لپاره به په راتلونکو ضمني ټاکنو کې بیا سیالي وکړي. فراژ د استعفا اعلان داسې مهال کړی چې د هغه د ګوند لپاره به په دې حوزه کې د پارلماني څوکۍ ساتلو نوې ټاکنې کېږي.

هغه ویلي چې د راتلونکو ضمني ټاکنو په سیالۍ کې به ګډون وکړي او د خپلې څوکۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره به مبارزه وکړي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د قزاقستان سترې محکمې توکایف ته د ولسمشرۍ د بلې دورې د نوماندۍ اجازه ورکړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۱
  د قزاقستان سترې محکمې توکایف ته د ولسمشرۍ د بلې دورې د نوماندۍ اجازه ورکړې
100%

د قزاقستان د اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف د نوي اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ بلې دورې ته نوماندېدای شي. محکمې ویلي، د پخواني اساسي قانون له مخې تېرې شوې دورې د نوي قانون د اووه کلنې دورې په محدودیت کې نه حسابېږي.

رویټرز لیکلي توکایف چې په ۲۰۱۹ کال کې د قزاقستان د لومړي ولسمشر نورسلطان نظربایف د ځایناستي په توګه واک ته رسېدلی و، خپله د اساسي قانون له محکمې غوښتي وو چې د نوي اساسي قانون له مخې د نوماندۍ په اړه خپل نظر وړاندې کړي.

قزاقستان د روان کال په پیل کې نوی اساسي قانون په څو اونیو کې چمتو او تصویب کړ، چې د توکایف د سیاسي راتلونکي په اړه یې پراخ اټکلونه راپارولي وو.

که څه هم نوی اساسي قانون د ولسمشر لپاره د یوې اووه کلنې دورې محدودیت پر خپل ځای ساتلی، خو د محکمې د پرېکړې له مخې د پخواني اساسي قانون پر مهال تېرې شوې دورې د دې محدودیت برخه نه ګڼل کېږي.

تر اوسه روښانه نه ده چې توکایف به د وخت نه مخکې ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي، او که به خپله اوسنۍ دوره تر ۲۰۲۹ کال پورې بشپړه کړي.

د نوي اساسي قانون له مخې د مرستیال ولسمشر څوکۍ هم رامنځته شوې او پارلمان په یوه کوچني، یو مجلسي جوړښت بدل شوی دی. ټاکل شوې ده د وخت نه مخکې پارلماني ټاکنې د اګست په ۲۳مه ترسره شي.

اندونیزیا او هند د کرنې، مهمو منرالونو او دفاعي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۱
اندونیزیا او هند د کرنې، مهمو منرالونو او دفاعي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل
100%

اندونیزیا او هند د سې‌شنبې په ورځ د مهمو منرالونو، کرنې او دفاعي همکاریو په برخو کې یو لړ تړونونه لاسلیک کړل. د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په دغو تړونونو کې د هند د توغندیز دفاعي سیستم د پېرلو تړون هم شامل دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د اندونیزیا له ولسمشر پرابوو سوبیانتو سره په جاکارتا کې وکتل. دا له ۲۰۲۳ کال راهیسې اندونیزیا ته د مودي لومړنی سفر دی. دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

پرابوو سوبیانتو وویل، « موږ د نړۍ له سترو ډیموکراسۍ لرونکو هېوادونو څخه یو. زموږ ترمنځ همکاري به ټولې سیمې ته ګټه ورسوي».

د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د هند او روسیې ګډ دفاعي شرکت او د اندونیزیا د دفاع وزارت د توغندیز دفاعي سیستم د پېرلو تړون لاسلیک کړی، خو د تړون نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

رویټرز تر دې مخکې د یوه هندي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې هند به اندونیزیا ته کروز توغندي او هوا ـ هوا توغندي ورکړي. د هندي سرچینو په وینا، د دې تړون ارزښت شاوخوا ۶۳۰میلیون ډالره اټکل شوی دی.

دغه دفاعي شرکت په ۲۰۲۳ کال کې ویلي وو چې له اندونیزیا سره یې د ۲۰۰ تر ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د توغندیو د پلور په اړه پرمختللې خبرې روانې دي. یاد شرکت مخکې له دې له ویتنام او فلیپین سره هم ورته تړونونه کړي دي.

په جلا توګه، د اندونیزیا یوه خصوصي دفاعي هولډینګ شرکت او د هند یوې دفاعي کمپنۍ هم د هوا ـ هوا توغندیو په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.

دواړو هېوادونو د مهمو منرالونو، فولادو او کرنې په برخو کې د اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا لپاره هم د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل. همدارنګه، د هند د فولادو دولتي شرکت او د اندونیزیا د فولادو شرکت به په اندونیزیا کې د سټینلیس فولادو د تختو د تولید لپاره ګډ شرکت جوړ کړي.

پرابوو وویل چې دواړه هېوادونه به د ترجیحي سوداګرۍ د تړون خبرې چټکې کړي.

نریندرا مودي وویل چې دواړه هېوادونه به د هند سمندر په سیمه کې د سمندري خوندیتوب او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

هغه د اندونیزیا پارلمان ته په وینا کې وویل: « زموږ ملګرتیا یوازې د دوو هېوادونو اړیکه نه ده، بلکې د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې د ثباتاو د نړۍ د ګډ راتلونکي لپاره د متقابل باور ژمنه ده».

دواړو مشرانو په خپلو څرګندونو کې د توغندیو د تړون یادونه ونه کړه.

ټاکل شوې چې مودي د چارشنبې په ورځ د اندونیزیا یوګیاکارتا ښار ته ولاړ شي او هلته پرامبانان تاریخي معبد، چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې شامل دی، وګوري.

پرابوو سوبیانتو تېر کال په نوي ډیلي کې له مودي سره لیدلي وو او دواړو هغه مهال هم د همکاریو پراخ تړونونه لاسلیک کړي وو.

ټاکل شوې چې مودي له اندونیزیا وروسته اسټرالیا او نیوزیلنډ ته سفر وکړي.

ناټو د انقرې په سرمشریزه کې د میلیاردونو ډالرو دفاعي تړونونو خبر ورکړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱
ناټو د انقرې په سرمشریزه کې د میلیاردونو ډالرو دفاعي تړونونو خبر ورکړی
100%

د ناټو مشرانو د انقرې سرمشریزې ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وړاندې د لسګونه میلیارده ډالرو دفاعي تړونونو اعلان وکړ. د ناټو سرمنشي مارک روټې وویل، چې غړي هېوادونه به د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي وړتیاوو لپاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ناټو سرمنشي مارک روټې د دفاعي صنعت د «انقلاب» غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې د روسیې د پراخو پوځي لګښتونو ترڅنګ د چین، شمالي کوریا او ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره بېړنیو دفاعي وړتیاوو ته اړتیا ده.

د غونډې پر مهال د امریکا «لاکهیډ مارتین» او د جرمني «راین مېتال» شرکتونو په جرمني کې د ATACMS لنډ واټن بالستیک توغندیو د ګډ تولید لومړنی تړون هم لاسلیک کړی.

همدارنګه، اروپايي هېوادونه به د امریکا له «نارتروپ ګرومن» څخه څارونکې بې پیلوټه الوتکې واخلي او ناټو به د سویډن له «ساب» شرکت څخه الوتکې وپېري.

روټې وویل، د ناټو غړي به په راتلونکو پنځو کلونو کې د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي وړتیاوو لپاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د رویټرز د سرچینو په وینا، تمه ده ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې اعلان وکړي چې واشنګټن چمتو دی ترکیه بېرته د F-35 جنګي الوتکو پروګرام ته ور وګرځوي.

درویټرز راپور له مخې ټاکل شوې د ناټو غړي په دې سرمشریزه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا تایید کړي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۷۰ میلیارده یورو پوځي مرستو ژمنه هم وکړي.

امریکا په اروپا کې د پرمختللو هوايي دفاعي توغندیو د ساتنې مرکز جوړوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۱
امریکا په اروپا کې د پرمختللو هوايي دفاعي توغندیو د ساتنې مرکز جوړوي
100%

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال مایکل ډفي ویلي چې واشنګټن به په اروپا کې د پرمختللو هوايي دفاعي توغندیو لپاره د ساتنې او ترمیم یو مرکز جوړ کړي. د نوموړي په وینا، واشنګټن دا احتمال هم نه ردوي چې په راتلونکي کې دغه توغندي د امریکا له خاورې بهر هم تولید شي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال مایکل ډفي د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ د دفاعي صنعت په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې لا تر اوسه دا نه ده معلومه چې د ساتنې دغه مرکز به په کوم اروپایي هېواد کې جوړېږي.

جرمني، هالنډ، پولنډ او سویډن د دې پروژې شریکان دي. دا پروژه د یوه امریکايي دفاعي شرکت په همکارۍ پر مخ وړل کېږي، چې د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیستم لپاره پرمختللي توغندي تولیدوي. دا توغندي کم موندل کېږي او اوکراین ورته ډېره اړتیا لري.

د ډفي په وینا، د دې پروژې موخه دا ده چې د توغندیو د چمتووالي کچه لوړه شي، د ترمیم موده راکمه شي او د ناټو د غړو هېوادونو عملیاتي وړتیا نوره هم پیاوړې شي.

هغه وویل، « موږ په بشپړ ډول دا امکان پرانیستی پرېږدو چې دغه توغندي د امریکا له پولو بهر هم تولید شي».

په ۲۰۲۴ کال کې جرمني، هالنډ او هسپانیا په اروپا کې د «پېټریاټ» توغندیو د لومړۍ تولیدي فابریکې بنسټ کېښود. دغو هېوادونو د شاوخوا ۵،۱ میلیاردو یورو په ارزښت تړون لاسلیک کړ چې له مخې به تر زر پورې د دغو سیستمونو توغندي واخلي.

دا توغندي به د یوه اروپايي دفاعي شرکت په نوې فابریکه کې، چې د جرمني په سوېل کې جوړیږي، تولید شي. تمه ده تولید د ۲۰۲۶ کال په پای کې پیل او لومړۍ سپارنې د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې ترسره شي.

امریکا هم د هوا ـ هوا توغندیو د ګډ تولید د یوې بلې پروژې د عملي کېدو پر لور نږدې شوې ده. په دې پروژه کې بلجیم، کاناډا، فنلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې او بریتانیا ګډون لري.

لا هم نه ده معلومه چې د دغو توغندیو د تولید فابریکه به په کوم اروپایي هېواد کې جوړه شي او دا تړون به څه وخت وروستی شي.

که دا دواړه پروژې عملي شي، نو د امریکا د وسلو جوړوونکو شرکتونو پر فابریکو به فشار کم شي او هغوی به وکولای شي په امریکا کې خپله تولیدي وړتیا نوره هم لوړه کړي.

دغه هوايي دفاعي او هوا ـ هوا توغندي اوس په اوکراین کې خورا اړین دي، ځکه اوکراین له ۲۰۲۲ کال راهیسې د روسیې د پراخ یرغل پر وړاندې جګړه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار پر اروپایي متحدانو نیوکه کړې چې د خپل امنیت لپاره پر امریکا ډېر تکیه کوي. هغه له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د دفاع بودجه لوړه کړي او د امریکا نورې وسلې وپېري. ټرمپ کله ناکله دا ګواښ هم کړی چې امریکا به له ناټو ووځي.

ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته لاړ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱
ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته لاړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ترکیې پلازمینې انقرې ته تللی. هغه د سې‌شنبې په غرمه، په نوې «ایر فورس ون» الوتکه کې د انقرې په هوايي ډګر کې ښکته شو او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې هرکلی ووایه.

دوو امریکايي چارواکو سي این این ته ویلي، تمه ده چې ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې ترکیې ته د ایف ۳۵ الوتکو د پلورلو د اجازې اشاره ور کړي.

دا به د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال د لګول شوي بندیز بېرته تعدیل وي چې د امریکا د قانون له لارې هم تایید شوی و.

د امریکا د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، د ټرمپ اداره اټکل کوي چې د هرمز تنګي امنیت به د ناټو د مشرانو د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

دغه راز تمه کیږي چې ولسمشر ټرمپ به په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم وګوري.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د پیل پر مهال ژمنه کړې وه چې د روسیې او اوکراین جګړه به په ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي، خو د هغه ادارې تر اوسه د سولې لپاره روښانه لاره نه ده موندلې.

ټرمپ به د ترکیې له ولسمشر سره د دفاعي صنعتونو په برخه کې د همکارۍپه تړاو هم خبرې وکړي.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې ترکیې ته د امریکا د یوه ولسمشر لومړنی رسمي سفر ګڼل کیږي.