• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو د مهارتونو او اقتصادي ونډې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان له ژور اقتصادي او ټولنیز ناورین سره مخ دی او د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه د پراختیا پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي؛ ملګرو ملتونو د ښځو د مهارتونو د لوړولو او د هغوی د اقتصادي ونډې پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په کابل کې یې د «چلنج فنډ» او د «سیسیها» پروژې له لارې ۲۰ ښځې د لمریزې برېښنا د تخنیکرانو په توګه روزلې دي. د دغه پروګرام له مخې؛ دغو ښځو د لمریزو برېښنايي سیستمونو د نصب، ساتنې او بیا کارونې عملي مهارتونه زده‌ کړي او اوس د روغتیا او زده‌کړو له ۵۰ څخه د ډېرو مرکزونو د لمریزې برېښنا د سیستمونو د تخنیکي ملاتړ چارې ترسره کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه نوښت داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند ګڼ محدودیتونه لګېدلي. د دغه سازمان په وینا؛ د ښځو د مهارتونو پراختیا او د کار زمینې برابرول د هېواد د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لپاره مهم دي.

د یادې ادارې په باور؛ د ښځو ګډون کولای شي د افغانستان د انرژۍ سکټور پیاوړی کړي او د یو ټول‌ګډونه او دوامداره راتلونکې لپاره زمینه برابره کړي. دغه اداره وايي، چې د انرژۍ په برخه کې به د ښځو د ملاتړ پروګرامونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې وروستی راپور ښیي چې د دغه پروګرام د ټولنیز ـ اقتصادي ارزونې له مخې ۷۴ سلنه افغانان لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دي.

راپور وايي، کمزوری اقتصاد، د ۲.۷ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکې اغېزې او د ښځو د ونډې کمېدل د خلکو پر معیشت او اساسي خدمتونو فشارونه لا زیات کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د ۲۰۲۵کال تر پایه د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاهم نازک او له ستونزو سره مخ دی او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه زیات شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو د زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز حضور په برخو کې لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د دوامدار پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپې؛ پاکستاني پولیسو په پنجاب ایالت کې ۵۰ افغانان نیولي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د نیونې او جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د پنجاب ایالت پولیسو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو تر ۵۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي او د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ د نیول شویو کسانو په ډله کې د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي هم شامل دي، چې له دغه پنډغالو به په مستقیم ډول افغانستان ته ستانه کړای شي. پولیسو زیاته کړې، چې د دغه کسانو د کورنۍ غړي به هم له دوی سره یوځای ونیول شي او لنډمهاله پنډغالو ته به ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې هره ورځ سلګونه افغان کډوال نیول کېږي او د تورخم او چمن له لارو بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.

د لنډي کوتل د مرستیال ولسوال دفتر ویلي، تېره ورځ له حمزه بابا پنډغالي څخه ۳۳۵ افغان کورنۍ چې ټولټال ۱۱۳۱ کسان کېږي؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.

د ځایي چارواکو په وینا؛ یادې کورنۍ تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشتې وې.

ملګري ملتونه: افغانستان د نړۍ په کچه د بې‌ځایه کېدو له ستر ناورین سره مخ دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وایي، افغانستان د فقر، وچکالۍ، زلزلو او اقتصادي ستونزو له امله د نړۍ د بې‌ځایه کېدو ترټولو لوی ناورین سره مخ دی. د یاد بنسټ په وینا؛ دامهال د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي چې شاوخوا ۲۹ مېلیونه کسان کېږي؛ د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو وس نه‌لري.

 د یاد پروګرام د راپور له مخې؛ د څلورو لسیزو جګړې، د ۲.۷ مېلیونه کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزې، کمزوری اقتصاد او په ټولنه کې د ښځو د ونډې کمېدو د خلکو پر ژوند او عامه خدمتونو فشارونه لازیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو چې د کډوالو د عالي کمېشنر برهم صالح په ملتیا یې افغانستان ته سفر کړی ویلي، چې افغانستان هم‌مهاله له بېلابېلو ناورینونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې، د دغه سفر موخه د بېرته راستنو شویو کډوالو، کوربه ټولنو، شریکانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره لیدنه او د خلکو د ځان‌بساینې او بیارغونې لپاره د ګډ ملاتړ څرګندول دي.

د راپور له مخې؛ یوازې په تېر یوه کال کې زلزلو د زرګونه کورنیو کورونه او د عاید سرچینې له‌منځه وړې او فقر لاهم د دغه هېواد د ډېرو خلکو د ژوند تر ټولو ستره ستونزه ده. د الکساندر دي کرو په وینا؛ له هرو څلورو افغانانو درې یې یعنې ۲۹مېلیونه کسان د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌لري.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې له بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو سره د مرستو لړۍ روانه ده؛ څو هغوی له بېرته ستنېدو وروسته د دوامداره بیارغونې فرصت ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو پلاوي د خپل سفر پرمهال د ننګرهار جلال‌اباد ښار او زلزله‌ځپلو سیمو هم لیدنه کړې.

د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تر ۱۶۰۰ ډېر افغانان ایران ته رسېدلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
100%

د ایران د تایباد والي حسین جمشیدي ویلي، تراوسه له افغانستان نه تر ۱۶۵۰ ډېر کسان د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون او د امام رضا زیارت لپاره ایران ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړې، د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغان مېلمنو لپاره ۲۵۰۰ ویزې صادرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان خلکو غوښتل، چې د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي؛ نو له همدې امله افغان وګړو ته ۲۵۰۰ اووه ورځنۍ ویزې ورکړل شوې دي».

د تایباد والي وویل، تر وړمې ورځې پورې ۶۵۰ کسان او پرون هم نږدې زر کسان ایران ته داخل شوي او تمه کېږي چې پاتې کسان هم تر نن ایران ته ورسېږي. جمشیدي مشهد ښار ته د دغه افغان مېلمنو د لېږد په اړه وویل، د بهرنیو وګړو عمومي ریاست اړین تدابیر نیولي؛ څو د دغه کسانو سفر په ښه ډول ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د پولې په دروازه کې د افغانانو د هرکلي او خدمتونو لپاره لازم ترتیبات نیول شوي. تېره ورځ د ایران د تایباد چارواکو ویلي و، په تېرو درېیو ورځو کې ۱۵۳۰ افغانان د دوغارون له لارې د ایران د پخواني مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته داخل شوي او دغه شمېر به ۲۵۰۰ ته ورسېږي.

د نذیر پکتیاوال د مړینې رسمي سند؛ پکتیاوال د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې له امله مړ شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱
100%

د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د مړ شوي ۴۱ کلن افغان وګړي محمد نذیر پکتیاوال، د مړینې په رسمي سند کې د هغه مړینه «پېښه» بلل شوې او ویل شوي چې نوموړی د یوې نامعلومې مادې پر وړاندې د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې د سختېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د مړینې په سند کې د مرګ اصلي لامل «د انافیلاکټیک شاک او د سالنډۍ شدید برید» ښودل شوی دی. په سند کې همداراز راغلي چې د میتامفیتامین زهرجنې نښې، د زړه ناروغي او د سګرټو کارول هم د هغه په مړینه کې اغېزمن عوامل بلل شوي دي.

د محمد نذیر پکتیاوال مړینې پراخ غبرګونونه راپارولي، ځکه نوموړي شاوخوا لس کاله په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له سقوط وروسته امریکا ته ولېږدول شو، خو د نیول کېدو پر مهال یې د پناه غوښتنې دوسیه لا نه وه منل شوې.

د دوشنبې په ورځ د افغان ایواک بنسټ مشر، شان ون‌ډایور، او د امریکا د کانګرس دوو غړو د ټکساس له چارواکو وغوښتل چې د پکتیاوال د عدلي طب راپور خپور کړي. دغه راپور تر اوسه د روانو جنایي څېړنو د احتمالي اغېز له امله محرم ساتل شوی دی.

ون‌ډایور ویلي باید روښانه شي چې کومه ماده د شدید حساسیت لامل شوې، څنګه د پکتیاوال بدن ته رسېدلې او ولې د مړینې په سند کې د ټپي کېدو نېټه د هغه له نیول کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوې ده.

همداراز د امریکا د ډیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنټال ویلي چې د کورني امنیت له وزارت څخه به د کالبدشکافۍ د راپور د خپرولو غوښتنه وکړي. هغه ټینګار کړی چې د پکتیاوال کورنۍ حق لري د هغه د مړینې حقیقت وپېژني.

بل لور ته، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د نیولو دفاع کړې او ادعا یې کړې چې نوموړی مخکې د خوراکي مرستو د درغلۍ او غلا په تور نیول شوی و، خو په هېڅ یوه قضیه کې محکوم شوی نه و.

د دغې ادارې په وینا، پکتیاوال د توقیف مرکز ته د لېږد پر مهال د کومې ناروغۍ یا د درملو د حساسیت شتون رد کړی و، خو څو ساعته وروسته یې د ساه لنډۍ او د سینې درد شکایت وکړ او روغتون ته ولېږدول شو.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د بل سهار روغتیايي کارکوونکو د هغه د ژبې پړسوب ولید، د اپي‌نېفرین ستن یې ورته وکاروله، خو شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته یې مړینه اعلان شوه.

خو د پکتیاوال کورنۍ د هغه په بدن کې د میتامفیتامین د شتون ادعا په کلکه ردوي. د کورنۍ وکیل او ملاتړو ویلي چې دویمه کالبدشکافي هم د وینې د نمونې د نشتوالي له امله نه ده توانېدلې دغه ادعا تایید یا رد کړي.

د پکتیاوال مېرمنې هم ویلي، د نیول کېدو پر مهال یې هڅه وکړه د خپل مېړه د سالنډۍ سپرې د کډوالۍ مامورانو ته وسپاري، خو هغوی له اخیستو انکار وکړ.

د نوموړي ورور د امریکايي چارواکو موندنې رد کړې او ویلي یې دي: «دا کومه پېښه ده؟ موږ یوازې حقیقت غواړو.»

امسو: د جاوید نیازي خوشې کېدل بسنه نه کوي باید ټول بندي خبریالان ازاد کړل شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو)ویلي، چې د «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوید نیازی له نږدې دوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی. امسو ټینګار کوي چې د یوه خبریال خوشې کېدل د رسنیو د ازادۍ د تضمین لپاره بسنه نه کوي او ټول بندي خبریالان باید بې‌قید او شرط ازاد شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جاوید نیازی د روان کال د غويي په ۱۶مه د طالبانو د استخباراتو ادارې ته تر احضارېدو وروسته نیول شوی و.

د اعلامیې له مخې، سره له دې چې جاوید نیازی خوشې شوی، خو ډیری خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د جاوید نیازي نیول، محاکمه او بند «د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ د اصولو ښکاره نقض» بللی او په افغانستان کې یې د خبریالانو د دوامدارو نیونو، ګواښونو او محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپل مسلکي کار د ترسره کولو یا د بېلابېلو پلمو له امله له ګواښ، محاکمې او زندان سره مخ نه شي.

سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان بې‌له کوم شرطه خوشې کړي، د خبریالانو اساسي حقونو، لکه مدافع وکیل ته د لاسرسي، عادلانه محاکمې او د کاري خوندیتوب درناوی وکړي.

په اعلامیه کې همداراز له طالبانو غوښتنه شوې چې له اجباري اعترافونو او هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د بشري حقونو خلاف وي، او په افغانستان کې د رسنیو لپاره د آزاد، خوندي او خپلواک فعالیت زمینه برابره کړي.