• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه له پاکستان او ایران څخه ۴۹۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۲۶۱۵ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته ستنې کړل شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي او د ثبت او راجستر تر څنګ ورسره لومړنۍ مرستې هم شوې دي.

د دغه راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د تورخم له لارې راستانه شوي چې د ۴۱۳ کورنیو ۲۱۹۹ تنه پکې شامل دي او له هغې جملې څخه ۴۰۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي. راپور زیاتوي، دغه راز د سپین بولدک له لارې ۷۵ کورنۍ چې ۳۷۵ تنه کېږي هېواد ته داخلې شوې دي، چې له دې ډلې ۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد په موخه ترانسپورټي اسانتیاوې ترلاسه کړې دي.

راپور زیاتوي چې د هرات د اسلام کلا له لارې ۷ کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي او په کابل کې هم ۹۰ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې په عمري کمپ او نورو سیمو کې پر راستنېدونکو کډوالو ۷۴۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۵۱۲ سیمکارتونه وېشلي او له سلګونو کورنیو سره یې نغدي مرستې هم کړې دي.

خبرپاڼه وایي، د ځمکو د وېش په برخه کې، په تېره یوه اوونۍ کې په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۶۱۵ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
هم‌مهاله پاکستان د روان زېږدیز کال د جولای په لسمه د افغان کډوالو د اېستل کېدو اړوند د عملیاتو یوه نوې او پرخه څپه پیل کړي. د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یو شمېر پخواني افغان نظامیان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او خبریالان چې پاکستان ته جلا وطنه شوي،‌ دغو عملیاتو له سختو رواني شکنجو سره مخ کړی دي.

دوی وار له دمخه له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه غوښتنه کړې، څو پر پاکستان فشار راوړي او د دغه عملیاتو د ترسراوي مخنیوی وشي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ثریا دلیل: د رسمیت نشتوالي له امله طالبان د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق نه لري

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱
ثریا دلیل: د رسمیت نشتوالي له امله طالبان د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق نه لري
100%

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل، وایي چې ملګري ملتونه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او له همدې امله دغه ډله د دې سازمان په غونډو کې د ګډون لپاره نه بلل کېږي.

د اغلې دلیل په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو یوه فرعي څانګه ده او په پرېکړه لیکونو، رایې ورکولو او پرېکړو کې د هېوادونو استازولي د ملګرو ملتونو له عمومي پرېکړو سره همغږې وي.

هغې زیاته کړې، څرنګه چې ملګري ملتونه طالبان په رسمیت نه پېژني، نو ځکه دوی د پرېکړو او رایې ورکولو په غونډو کې د ګډون حق نه لري او د هېوادونو استازولي د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ کېږي. د روغتیا پخوانۍ وزیرې همدارنګه اشاره کړې، چې د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ لا هم د ملګرو ملتونو په مقر کې رپاند دی، چې دا د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندنې ښکاره نښه ده.

تېره ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې یوې غونډې ته وویل چې دوی د روغتیا اړوند نړیوالو ناستو کې د ګډون لپاره نه بلل کېږي.

د هغه دا ګیله داسې مهال ده چې د افغانستان روغتیایي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د امریکا پراختیایي مرستو له بندیدو سره په ټول هېواد کې لسګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د دغو مرستو د بندیدو او روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه تر پخوا ډېره شوې ده.

طالبانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ۵۰ هوکړه لیکونو د لاسلیکولو خبر ور کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
طالبانو د یو میلیارد ډالرو  په ارزښت د ۵۰ هوکړه لیکونو د لاسلیکولو خبر ور کړی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي چې د صنعت او کانونو د اونۍ د پنځم نړیوال نندارتون پر مهال د افغانستان د خصوصي سکټور او ایران او نورو بهرنیو لوریو ترمنځ د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوراګری وزارت د معلوماتو له مخې، نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) د دغه نندارتون د پای په مراسمو کې ویلي چې طالبانو د صنعتي سکټور د ملاتړ لپاره د صنعتي ماشین الاتو ګمرکي تعرفې راکمې کړې، د فابریکو د اړتیا وړ خام مواد یې له ګمرکي محصول څخه معاف کړي او د صنعتي ښارګوټو د پراختیا او د فعالیت جوازونو د صادرولو د بهیر د اسانتیا لپاره یې ګامونه اخیستي دي.

هغه همداراز ویلي چې دوی په پام کې لري د عوایدو مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راکمه کړي او د نویو صنعتي برخو لپاره پنځه کلن مالیاتي معافیت په پام کې ونیسي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له صنعتکارانو وغوښتل چې په غیرمجازو سیمو کې د فابریکو له جوړولو ډډه وکړي، له «ناسمې سیالۍ» څخه ځان وساتي او د خپلو تولیداتو بیې په «مناسب» ډول وټاکي.

د صنعت او کانونو د اونۍ پنځم نړیوال نندارتون د چنګاښ پر۱۰مه نیټه، په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو ننداره د افغانستان صنعتي وده ښيي.

په دغو مراسمو کې په کابل کې د ایران سفیر هم ګډون کړی و.

علي‌رضا بیکدلي ووویل، چې د ایران او طالبانو اړیکې په رغنده لوري روانې دي، چې دده په وینا، دواړو هېوادونو او سیمې د همکاریو د ښه کېدو لامل ګرځي.

متقي له ملګرو ملتونو نه په بهر کې د توقیف افغانانو د ستونزو په اواري کې همکاري وغوښته

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
متقي له ملګرو ملتونو نه په بهر کې د توقیف افغانانو د ستونزو په اواري کې همکاري وغوښته
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له دوو لوړپوړو چارواکو سره د افغان کډوالو د وضعیت، جبري اخراج، بشري او پراختیايي مرستو، بدیل معیشت او د راستنېدونکو د اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي. متقي له ملګرو ملتونو نه په بهر کې د توقیف افغانانو په تړاو همکاري غوښتې.

د طالبانو دبهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له اداره کوونکي الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر(UNHCR) برهم احمد صالح سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی د راستنېدو پر مهال د رامنځته کېدونکو بشري ستونزو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

متقي ویلي چې دواړو ادارو د راستنېدونکو د هرکلي او لومړنیو خدمتونو لپاره پراخ اقدامات کړي، خو د دایمي مېشتېدو، د معیشت د برابرولو او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره لا ډېرو پراختیايي همکاریو ته اړتیا شته.

متقي د کوکنارو د کښت له منځه وړل یوه مهمه لاسته راوړنه بللې خو د بدیل معیشت، کرنیزو پروژو، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د کارموندنې پروګرامونو پلي کول یې د دې بریا د دوام لپاره اړین بللي دي.

نوموړي همدارنګه د هغو افغانانو ستونزې یادې کړې چې په ځینو هېوادونو کې د هویتي اسنادو د نشتوالي له امله له قانوني ستونزو او توقیف سره مخ دي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) اداره کوونکي الکساندر ډي کرو،په افغانستان کې امنیت، ټولیز ثبات او د کوکنارو د کښت له منځه وړل مثبت پرمختګونه وبلل او زیاته یې کړه، چې اوس باید د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، کارموندنې، بدیل معیشت او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې هم عملي ګامونه واخیستل شي.

وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم احمد صالح له قوله ویلي چې د کډوالو عالي کمېشنري د افغان کډوالو د جبري ایستلو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي، څو د افغان کډوالو ستنېدل په داوطلبانه، خوندي، باعزته او انساني ډول ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د میکانېزمونو پر پیاوړتیا هم کار روان دی، څو د افغان کډوالو ستونزو ته دوامدار او مناسب حل وموندل شي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په مزارشریف کې له راستنو شویو ښځو او بې‌ځایه شویو سره لیدلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱
 د ملګرو ملتونو  چارواکو په مزارشریف کې له راستنو شویو ښځو او بې‌ځایه شویو سره لیدلي
100%

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر ډي کرو او د کډوالو عالي کمېشنر مزارشریف ته په سفر کې له ایران او پاکستان نه له راستنو شویو ښځو او بېځایه شویو کډوالو سره لیدلي دي. د ملګرو ملتونو یادو چارواکو د راستنېدونکو د معیشت او خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۱۵مه ویلي، چې ددې ادارې رییس الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته د یوه ګډ سفر په ترڅ کې له راستنو شویو غالۍ اوبدونکو سره کتلي دي.

په دې لیدنو کې دغو لوړپوړو نړیوالو چارواکو په مستقیم ډول د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کسانو ستونزې، غوښتنې او د خدماتو، خوندیتوب او معیشت په برخو کې د دوی اړتیاوې اورېدلې دي.

یادې ادارې ویلي، چې دوی د دغو زیانمنو ډلو د ژوند د بیا رغولو لپاره پر ملاتړ او د سرچینو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

ډي کرو او برهم صالح د خپل سفر په ترڅ کې په مزارشریف کې له ښځینه فعالینو سره د هغوی فعالیتونه هم څیړلي دي.

په دې لیدنه کې د کډوالو لپاره د دایمي حل‌لارو پر موندلو او په ټولنه کې د هغوی د اوږدمهاله شته والي، ادغام او ثبات پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

دغه ګډ پلاوي د سیمه ییزو ټولنو رول هم د راستنېدونکو د ادغام په پروسه کې مهم بللی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په غالیو کې سور رنګ د افغانانو د سرلوړۍ نښه بللې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۱
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په غالیو کې سور رنګ د افغانانو د سرلوړۍ نښه بللې
100%

د افغانستان د غالۍ تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د ځمکې نشتوالي، په استوګنیزو سیمو کې د فعالیت او د غالیو د ډیزاین کمښت په اړه خبرې کړې دي. عزیزي په غالیو کې سور رنګ د افغانانو د سرلوړۍ نښه بللې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د غالۍ تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې غړو ویلي، چې د اتحادیې ټول غړي شرکتونه لري او د فعالیت جوازونه یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه ترلاسه کړي دي.

دوی د ځمکې د نشتوالي، په استوګنیزو سیمو کې د فعالیت، د غالیو د ډیزاین کمښت په اړه له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د اتحادیې له غړو سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان په غالیو کې سور رنګ د افغانانو د عزت او سرلوړۍ نښه ده.