د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په کابل کې یې د «چلنج فنډ» او د «سیسیها» پروژې له لارې ۲۰ ښځې د لمریزې برېښنا د تخنیکرانو په توګه روزلې دي. د دغه پروګرام له مخې؛ دغو ښځو د لمریزو برېښنايي سیستمونو د نصب، ساتنې او بیا کارونې عملي مهارتونه زده کړي او اوس د روغتیا او زدهکړو له ۵۰ څخه د ډېرو مرکزونو د لمریزې برېښنا د سیستمونو د تخنیکي ملاتړ چارې ترسره کوي.
ملګرو ملتونو ویلي، دغه نوښت داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند ګڼ محدودیتونه لګېدلي. د دغه سازمان په وینا؛ د ښځو د مهارتونو پراختیا او د کار زمینې برابرول د هېواد د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لپاره مهم دي.
د یادې ادارې په باور؛ د ښځو ګډون کولای شي د افغانستان د انرژۍ سکټور پیاوړی کړي او د یو ټولګډونه او دوامداره راتلونکې لپاره زمینه برابره کړي. دغه اداره وايي، چې د انرژۍ په برخه کې به د ښځو د ملاتړ پروګرامونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې وروستی راپور ښیي چې د دغه پروګرام د ټولنیز ـ اقتصادي ارزونې له مخې ۷۴ سلنه افغانان لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دي.
راپور وايي، کمزوری اقتصاد، د ۲.۷ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکې اغېزې او د ښځو د ونډې کمېدل د خلکو پر معیشت او اساسي خدمتونو فشارونه لا زیات کړي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د ۲۰۲۵کال تر پایه د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاهم نازک او له ستونزو سره مخ دی او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه زیات شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو لهخوا د ښځو د زدهکړو، کار، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز حضور په برخو کې لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د دوامدار پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کېږي.