• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا کې د ماشومانو «د جنسي تیري او ځورونې» په قضیه کې اتم افغان پناه‌غوښتونکی تورن شو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د برېتانیا د نورفولک پولیسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې یو ۲۰ کلن افغان پناه‌غوښتونکی بلال شینواری په نورویچ ښار کې د ماشومانو د یوې ډلې د جنسي ځورونې د قضیې په اړه د څېړنو پرمهال په څو جنسي جرمونو تورن شوی دی.

هغه د نورو تورونو ترڅنګ تر ۱۶ کلونو پر کم عمره نجلۍ د جنسي تېري په دوو تورونو تورن دی. د پولیسو په وینا؛ دغه جرمونه د ۱۴۰۲کال زمري میاشتې او د ۱۴۰۴کال غویي میاشتې (د ۲۰۲۳کال اګسټ او د ۲۰۲۵کال مئ) ترمنځ شوي دي.
د پولیسو په وینا؛ بلال شینواری د روان کال د جون په لومړیو کې (د ۲۰۲۶کال د مئ ۲۲مه) په اېرلنډ کې ونیول شو. هغه د استرداد تر بهیر وروسته برېتانیا ته ولېږدول شو او په بله ورځ یې د نورویچ ابتدایي محکمې ته حاضر شو.
محکمې پرېکړه وکړه، چې هغه به (د جولای تر ۳۱مې) د دغه تورونو په اړه تر اورېدنې پورې په توقیف کې وي. شينواری په دغه قضيه کې اتم تورن کس دی. د روان کال د جون په لومړيو کې د برېتانيا څارنوالۍ اعلان وکړ، اووه افغان کډوال چې عمرونه يې ۲۰ او ۲۱ کاله وو؛ له ماشومانو سره د جنسي تېري او ځورونې په قضیه کې تورن شوي دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د نذیر پکتیاوال د مړینې رسمي سند؛ پکتیاوال د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې له امله مړ شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱
د نذیر پکتیاوال د مړینې رسمي سند؛ پکتیاوال د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې له امله مړ شوی
100%

د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د مړ شوي ۴۱ کلن افغان وګړي محمد نذیر پکتیاوال، د مړینې په رسمي سند کې د هغه مړینه «پېښه» بلل شوې او ویل شوي چې نوموړی د یوې نامعلومې مادې پر وړاندې د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې د سختېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د مړینې په سند کې د مرګ اصلي لامل «د انافیلاکټیک شاک او د سالنډۍ شدید برید» ښودل شوی دی. په سند کې همداراز راغلي چې د میتامفیتامین زهرجنې نښې، د زړه ناروغي او د سګرټو کارول هم د هغه په مړینه کې اغېزمن عوامل بلل شوي دي.

د محمد نذیر پکتیاوال مړینې پراخ غبرګونونه راپارولي، ځکه نوموړي شاوخوا لس کاله په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له سقوط وروسته امریکا ته ولېږدول شو، خو د نیول کېدو پر مهال یې د پناه غوښتنې دوسیه لا نه وه منل شوې.

د دوشنبې په ورځ د افغان ایواک بنسټ مشر، شان ون‌ډایور، او د امریکا د کانګرس دوو غړو د ټکساس له چارواکو وغوښتل چې د پکتیاوال د عدلي طب راپور خپور کړي. دغه راپور تر اوسه د روانو جنایي څېړنو د احتمالي اغېز له امله محرم ساتل شوی دی.

ون‌ډایور ویلي باید روښانه شي چې کومه ماده د شدید حساسیت لامل شوې، څنګه د پکتیاوال بدن ته رسېدلې او ولې د مړینې په سند کې د ټپي کېدو نېټه د هغه له نیول کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوې ده.

همداراز د امریکا د ډیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنټال ویلي چې د کورني امنیت له وزارت څخه به د کالبدشکافۍ د راپور د خپرولو غوښتنه وکړي. هغه ټینګار کړی چې د پکتیاوال کورنۍ حق لري د هغه د مړینې حقیقت وپېژني.

بل لور ته، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د نیولو دفاع کړې او ادعا یې کړې چې نوموړی مخکې د خوراکي مرستو د درغلۍ او غلا په تور نیول شوی و، خو په هېڅ یوه قضیه کې محکوم شوی نه و.

د دغې ادارې په وینا، پکتیاوال د توقیف مرکز ته د لېږد پر مهال د کومې ناروغۍ یا د درملو د حساسیت شتون رد کړی و، خو څو ساعته وروسته یې د ساه لنډۍ او د سینې درد شکایت وکړ او روغتون ته ولېږدول شو.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د بل سهار روغتیايي کارکوونکو د هغه د ژبې پړسوب ولید، د اپي‌نېفرین ستن یې ورته وکاروله، خو شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته یې مړینه اعلان شوه.

خو د پکتیاوال کورنۍ د هغه په بدن کې د میتامفیتامین د شتون ادعا په کلکه ردوي. د کورنۍ وکیل او ملاتړو ویلي چې دویمه کالبدشکافي هم د وینې د نمونې د نشتوالي له امله نه ده توانېدلې دغه ادعا تایید یا رد کړي.

د پکتیاوال مېرمنې هم ویلي، د نیول کېدو پر مهال یې هڅه وکړه د خپل مېړه د سالنډۍ سپرې د کډوالۍ مامورانو ته وسپاري، خو هغوی له اخیستو انکار وکړ.

د نوموړي ورور د امریکايي چارواکو موندنې رد کړې او ویلي یې دي: «دا کومه پېښه ده؟ موږ یوازې حقیقت غواړو.»

امسو: د جاوید نیازي خوشې کېدل بسنه نه کوي باید ټول بندي خبریالان ازاد کړل شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۳ GMT+۱
امسو: د جاوید نیازي خوشې کېدل بسنه نه کوي باید ټول بندي خبریالان ازاد کړل شي
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو)ویلي، چې د «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوید نیازی له نږدې دوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی. امسو ټینګار کوي چې د یوه خبریال خوشې کېدل د رسنیو د ازادۍ د تضمین لپاره بسنه نه کوي او ټول بندي خبریالان باید بې‌قید او شرط ازاد شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جاوید نیازی د روان کال د غويي په ۱۶مه د طالبانو د استخباراتو ادارې ته تر احضارېدو وروسته نیول شوی و.

د اعلامیې له مخې، سره له دې چې جاوید نیازی خوشې شوی، خو ډیری خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د جاوید نیازي نیول، محاکمه او بند «د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ د اصولو ښکاره نقض» بللی او په افغانستان کې یې د خبریالانو د دوامدارو نیونو، ګواښونو او محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپل مسلکي کار د ترسره کولو یا د بېلابېلو پلمو له امله له ګواښ، محاکمې او زندان سره مخ نه شي.

سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان بې‌له کوم شرطه خوشې کړي، د خبریالانو اساسي حقونو، لکه مدافع وکیل ته د لاسرسي، عادلانه محاکمې او د کاري خوندیتوب درناوی وکړي.

په اعلامیه کې همداراز له طالبانو غوښتنه شوې چې له اجباري اعترافونو او هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د بشري حقونو خلاف وي، او په افغانستان کې د رسنیو لپاره د آزاد، خوندي او خپلواک فعالیت زمینه برابره کړي.

د سې‌شنبې په ورځ به په کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱
د سې‌شنبې په ورځ به په کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي
100%

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سې‌شنبې په ورځ د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین نوی کمپاین پیلېږي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین به د سې‌شنبې په ورځ د کندهار ښار، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د دغو دواړو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ترسره شي.

بنسټ له ټولو کورنیو غوښتي چې خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي، څو په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ټینګار کړی چې د پولیو ضد واکسین د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده او د کمپاین بریا د کورنیو له همکارۍ سره مستقیم تړاو لري.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي وو چې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو درملنه نه لري، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی او هر ماشوم باید د دې ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې، او روغتیايي ادارې په پرله‌پسې ډول د واکسین کمپاینونه د دغې ناروغۍ د محوې لپاره مهم بولي.

صدیق صدیقي: د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه کړ

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
صدیق صدیقي: د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه کړ
100%

د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر او د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال الکساندر ډي کرو، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي او د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل یې د طالبانو واکمني بللې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ویلي وو، د افغانستان شاوخوا درې پر څلورمه برخه وګړي، چې نږدې ۲۹ میلیونه کسان کېږي، د خپلو لومړنیو او اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

صدیقي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «دا هم د ملایانو د حاکمیت پایله ده. د طالبانو د رژیم په پنځه کلنه واکمنۍ کې افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه ګرځېدلی او له ۴۰ میلیونه وګړو څخه ۲۹ میلیونه یې په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کوي.»

هغه د طالبانو پر مشرانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د لوږې، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، طالب مشران د هېواد د سرچینو او کانونو په کنټرول، اداري فساد، سوداګریزو فعالیتونو او د هوسا ژوند په تېرولو بوخت دي.

د صدیقي په وینا، د افغانستان اقتصادي وضعیت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بې‌ساري ډول خراب شوی او میلیونونه افغانان د بشري مرستو پر اړتیا تکیه کوي.

طالبان: په څلورو ولایتونو کې مو د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور ۳۰ کسان نیولي دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
طالبان: په څلورو ولایتونو کې مو د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور ۳۰ کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په هرات، ننګرهار، پکتیا او جوزجان ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۳۰ کسان نیولي او د نشه‌يي توکو د پروسس یوه کارخونه یې کشف او له منځه وړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په یادو څلورو ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۳۰ کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې د نشه‌يي توکو د پروسس یوه کارخونه هم کشف او ویجاړه شوې ده.

دغه وزارت زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۴ زره او ۵۷۸ دانې نشه‌يي ټابلیټونه، ۵۳ کیلوګرامه هغه توکي چې د شیشې د جوړولو په ترکیب کې کارېږي، او همدارنګه یو شمېر چرس، شیشه او هیروین ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت او د عملیاتو د کره ځایونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.