• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناټو د انقرې په سرمشریزه کې د میلیاردونو ډالرو دفاعي تړونونو خبر ورکړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۱

د ناټو مشرانو د انقرې سرمشریزې ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وړاندې د لسګونه میلیارده ډالرو دفاعي تړونونو اعلان وکړ. د ناټو سرمنشي مارک روټې وویل، چې غړي هېوادونه به د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي وړتیاوو لپاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ناټو سرمنشي مارک روټې د دفاعي صنعت د «انقلاب» غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې د روسیې د پراخو پوځي لګښتونو ترڅنګ د چین، شمالي کوریا او ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره بېړنیو دفاعي وړتیاوو ته اړتیا ده.

د غونډې پر مهال د امریکا «لاکهیډ مارتین» او د جرمني «راین مېتال» شرکتونو په جرمني کې د ATACMS لنډ واټن بالستیک توغندیو د ګډ تولید لومړنی تړون هم لاسلیک کړی.

همدارنګه، اروپايي هېوادونه به د امریکا له «نارتروپ ګرومن» څخه څارونکې بې پیلوټه الوتکې واخلي او ناټو به د سویډن له «ساب» شرکت څخه الوتکې وپېري.

روټې وویل، د ناټو غړي به په راتلونکو پنځو کلونو کې د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي وړتیاوو لپاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

د رویټرز د سرچینو په وینا، تمه ده ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې اعلان وکړي چې واشنګټن چمتو دی ترکیه بېرته د F-35 جنګي الوتکو پروګرام ته ور وګرځوي.

درویټرز راپور له مخې ټاکل شوې د ناټو غړي په دې سرمشریزه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا تایید کړي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۷۰ میلیارده یورو پوځي مرستو ژمنه هم وکړي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

امریکا په اروپا کې د پرمختللو هوايي دفاعي توغندیو د ساتنې مرکز جوړوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۱
امریکا په اروپا کې د پرمختللو هوايي دفاعي توغندیو د ساتنې مرکز جوړوي
100%

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال مایکل ډفي ویلي چې واشنګټن به په اروپا کې د پرمختللو هوايي دفاعي توغندیو لپاره د ساتنې او ترمیم یو مرکز جوړ کړي. د نوموړي په وینا، واشنګټن دا احتمال هم نه ردوي چې په راتلونکي کې دغه توغندي د امریکا له خاورې بهر هم تولید شي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال مایکل ډفي د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ د دفاعي صنعت په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې لا تر اوسه دا نه ده معلومه چې د ساتنې دغه مرکز به په کوم اروپایي هېواد کې جوړېږي.

جرمني، هالنډ، پولنډ او سویډن د دې پروژې شریکان دي. دا پروژه د یوه امریکايي دفاعي شرکت په همکارۍ پر مخ وړل کېږي، چې د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیستم لپاره پرمختللي توغندي تولیدوي. دا توغندي کم موندل کېږي او اوکراین ورته ډېره اړتیا لري.

د ډفي په وینا، د دې پروژې موخه دا ده چې د توغندیو د چمتووالي کچه لوړه شي، د ترمیم موده راکمه شي او د ناټو د غړو هېوادونو عملیاتي وړتیا نوره هم پیاوړې شي.

هغه وویل، « موږ په بشپړ ډول دا امکان پرانیستی پرېږدو چې دغه توغندي د امریکا له پولو بهر هم تولید شي».

په ۲۰۲۴ کال کې جرمني، هالنډ او هسپانیا په اروپا کې د «پېټریاټ» توغندیو د لومړۍ تولیدي فابریکې بنسټ کېښود. دغو هېوادونو د شاوخوا ۵،۱ میلیاردو یورو په ارزښت تړون لاسلیک کړ چې له مخې به تر زر پورې د دغو سیستمونو توغندي واخلي.

دا توغندي به د یوه اروپايي دفاعي شرکت په نوې فابریکه کې، چې د جرمني په سوېل کې جوړیږي، تولید شي. تمه ده تولید د ۲۰۲۶ کال په پای کې پیل او لومړۍ سپارنې د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې ترسره شي.

امریکا هم د هوا ـ هوا توغندیو د ګډ تولید د یوې بلې پروژې د عملي کېدو پر لور نږدې شوې ده. په دې پروژه کې بلجیم، کاناډا، فنلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې او بریتانیا ګډون لري.

لا هم نه ده معلومه چې د دغو توغندیو د تولید فابریکه به په کوم اروپایي هېواد کې جوړه شي او دا تړون به څه وخت وروستی شي.

که دا دواړه پروژې عملي شي، نو د امریکا د وسلو جوړوونکو شرکتونو پر فابریکو به فشار کم شي او هغوی به وکولای شي په امریکا کې خپله تولیدي وړتیا نوره هم لوړه کړي.

دغه هوايي دفاعي او هوا ـ هوا توغندي اوس په اوکراین کې خورا اړین دي، ځکه اوکراین له ۲۰۲۲ کال راهیسې د روسیې د پراخ یرغل پر وړاندې جګړه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار پر اروپایي متحدانو نیوکه کړې چې د خپل امنیت لپاره پر امریکا ډېر تکیه کوي. هغه له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د دفاع بودجه لوړه کړي او د امریکا نورې وسلې وپېري. ټرمپ کله ناکله دا ګواښ هم کړی چې امریکا به له ناټو ووځي.

ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته لاړ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱
ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره انقرې ته لاړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ترکیې پلازمینې انقرې ته تللی. هغه د سې‌شنبې په غرمه، په نوې «ایر فورس ون» الوتکه کې د انقرې په هوايي ډګر کې ښکته شو او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې هرکلی ووایه.

دوو امریکايي چارواکو سي این این ته ویلي، تمه ده چې ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې ترکیې ته د ایف ۳۵ الوتکو د پلورلو د اجازې اشاره ور کړي.

دا به د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال د لګول شوي بندیز بېرته تعدیل وي چې د امریکا د قانون له لارې هم تایید شوی و.

د امریکا د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، د ټرمپ اداره اټکل کوي چې د هرمز تنګي امنیت به د ناټو د مشرانو د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

دغه راز تمه کیږي چې ولسمشر ټرمپ به په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم وګوري.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د پیل پر مهال ژمنه کړې وه چې د روسیې او اوکراین جګړه به په ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي، خو د هغه ادارې تر اوسه د سولې لپاره روښانه لاره نه ده موندلې.

ټرمپ به د ترکیې له ولسمشر سره د دفاعي صنعتونو په برخه کې د همکارۍپه تړاو هم خبرې وکړي.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې ترکیې ته د امریکا د یوه ولسمشر لومړنی رسمي سفر ګڼل کیږي.

د هنه اوړک برید په غبرګون پرلت؛ پرلت‌وال له شهباز شریف او عاصم منیر سره د خبرو غوښتنه کوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
د هنه اوړک برید په غبرګون پرلت؛ پرلت‌وال له شهباز شریف او عاصم منیر سره د خبرو غوښتنه کوي
100%

د یکشنبې په ورځ د کوټې د هنه اوړک د ببري کلي په وسله‌وال برید کې څلور کسان ووژل شول، اووه نور ټپیان شول او یوولس ځايي اوسېدونکي د وسله‌والو له‌خوا وتښتول شول. د یادې پېښې په غبرګون د کوټې د هوايي ډګر پر سړک ځايي خلکو پرلت وهلی دی.

پرلت‌والو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دوی یوازینۍ غوښتنه د سیمې امنیت دی او په دې اړه به یوازې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر نصرالله زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په هنه اوړک کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضعیت کړکېچن دی او وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي راګرځي؛ خو امنیتي ادارو یې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

هغه وویل، شاوخوا لس ورځې مخکې هم وسله‌والو د هنه اوړک سیمې ببري کلی کلابند کړ و؛ خو د سیمې خلکو مقاومت وکړ او بریدګر یې شاتګ ته اړ کړل. د هغه په خبره؛ وروسته خلکو احتجاج وکړ او حکومتي چارواکو ډاډ ورکړ، چې وسله‌وال به له سیمې وباسي خو دغه ژمنه عملي نه شوه.
زیري زیاته کړه، د وروستي برید له پیلېدو سره سم یې د بلوچستان له چیف سېکرټري، د پولیسو له مشر، کمېشنر، ډي‌پي‌او او نورو چارواکو سره اړیکې ونیولې؛ خو له مازدیګر څلورو بجو څخه د شپې تر اته نیمو بجو پورې هېڅ امنیتي ځواک د مرستې لپاره ونه رسېد.

بلخوا د هنه اوړک اوسېدونکي عجب خان کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د یکشنبې برید شالید د لسو ورځو مخکې پېښو ته ورګرځي او د سیمې خلکو له هماغه وخته د امنیت غوښتنه کوله؛ خو د حکومت له‌خوا جدي ګامونه پورته نه کړل شول، چې له امله يې د‌ یکشنبې پېښه رامنځته شوه.

نوموړي وويل، د دوی پرلت به د‌ غوښتنو منلو پورې دوام ومومي او یوازینۍ غوښتنه یې «امن» دی چې دا د دوی بنسټیز حق دی؛ خو حکومت په دې کې پاتې راغلی. عجب خان کاکړ د بلوچستان پر ایالتي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او د سیمې اوسېدونکي یې یوازې پرېښې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هنه اوړک برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

د فرانسې ولسمشر سوریې ته تللی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
د فرانسې ولسمشر سوریې ته تللی
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) سوریې ته سفر وکړ. دا له ۲۰۲۴کال راهیسې د بشارالاسد حکومت تر نسکورېدو او واک ته د احمد الشرع تر رسېدو وروسته دمشق ته د اروپایي ټولنې د غړي هېواد د مشر لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني په دمشق هوايي ډګر کې د فرانسې له ولسمشر هرکلی وکړ. د راپور له مخې؛ ټاکل شوې چې مکرون د دوشنبې په ماښام له احمد الشرع سره او د سې‌شنبې په ورځ د سوریې له نورو مشرانو سره هم وګوري.
د راپورونو له مخې؛ د سوریې بیارغونه د دغه سفر له مهمو موضوعاتو ده. د فرانسې د سترو شرکتونو لکه «ټوتال انرژیز» او د کانټینري لېږد رالېږد شرکت «CMA CGM» لوړپوړي چارواکي هم په دغه سفر کې د مکرون ملتیا کوي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، د مکرون دغه سفر د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د سوریې د جیوپولیټیک بدلون نښه ګڼل کېږي. راپور زیاتوي، چې الشرع پخوا د القاعدې ډلې قوماندان و او په ۲۰۱۶کال کې یې له یادې ډلې سره اړیکې پرې کړې، له لوېدیځو هېوادونو او د منځني ختیځ له هغو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې کړې چې د بشارالاسد د واکمنۍ پرمهال یې له دمشق څخه واټن نیولی و.
نوموړی هڅه کوي، هغه هېواد بېرته ورغوي چې د ۱۳ کلنې جګړې له امله سخت زیانمن شوی دی. احمد الشرع ژمنه کړې، چې د اسد کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته به یو ټول‌ګډونه نظام رامنځته کړي؛ خو د نوموړي حکومت د دولتي ځواکونو او مذهبي او قومي لږکیو ترمنځ د تاوتریخوالي له پېښو سره هم مخ شوی، چې تېر کال یې سلګونه کسان وژلي دي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، سوریه هغه وخت د فرانسې شریک کېدای شي چې د سیاسي او ټولنیز تکثر اصل په بشپړه توګه په پام کې ونیسي. د پاریس له نظره د واک د انحصار یوه بڼه باید د بلې بڼې ځای ونه نیسي.

احمد الشرع تېر کال د بشارالاسد تر نسکورېدو وروسته خپل لومړنی اروپایي سفر فرانسې ته کړی و او هلته یې له مکرون سره لیدلي وو.

د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز برید کړی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۱
د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز برید کړی دی
100%

د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا؛ د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې په سهار هرمز تنګي ته نږدې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه کړي. هغه وایي، دغه اقدام د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښه ده او ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو روانې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، په یادو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی. یاد بریدونه وروسته له هغه شوي، چې په هرمز تنګي کې د بریدونو د درولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د یوې اوونۍ هوکړه پای ته ورسېده.
د راپور له مخې؛ د ایران له لوري د بریدونو بیا پیل د هغه تفاهم‌لیک د برخلیک په اړه لا ډېرې پوښتنې راولاړوي، چې تر درېیو اوونیو لږ مخکې لاسلیک شوی و. راپور زیاتوي، ډېر احتمال شته چې امریکا د دغه بریدونو په ځواب کې د ایران په خاوره کې پر ځینو موخو برید وکړي.

برید د علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو سره هم‌مهاله ترسره شو

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې ایران د خپل پخواني مشر علي خامنه‌يي د ښخولو مراسم ترسره کول. د راپور له مخې؛ خامنه‌يي د ۱۴۰۴ لمریز کال (د کب ۹مه) د ایران او امریکا د جګړې په لومړۍ ورځ په یوه برید کې وژل شوی و.

د راپور له مخې؛ د ایران ګڼو چارواکو د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د علي خامنه‌يي د غچ اخیستلو پر اړتیا ټینګار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او یوشمېر امریکايي چارواکو د وژلو غوښتنه کړې ده.

د عمان په اوبو کې د بېړیو د تګ‌راتګ له زیاتېدو وروسته سپاه پاسداران خپلې ګواښنې هم زیاتې کړې وې. دغه ځواک بېړیو ته خبرداری ورکړی و، چې له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال دې د عمان ساحل ته نږدې هغه سمندري مسیر نه کاروي چې د امریکا پوځ تایید کړی دی.

د راپور له مخې؛ سپاه پاسداران د تېرې اوونۍ په پای کې د سمندري راډیو له لارې بېړیو ته ویلي وو: «زموږ توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چمتو دي چې ستاسو پر لور وتوغول شي». ویل شوي، چې دغه غږیز پیغام د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ترلاسه کړی دی.

یادې ورځپاڼې لیکلي، پر سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي او دا د سپاه پاسداران د نفوذ او ځواک څرګندونه کوي. د راپور له مخې؛ سپاه پاسداران د ایران له هغو کړیو سره چې نسبتا منځلاری دریځ لري، د نظر اختلاف هم لري.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې سپاه پاسداران او ورسره نږدې ځواکونه د امریکا او ایران ترمنځ د یوې هوکړې ترلاسه کولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

د سې‌شنبې سهار د سپاه پاسداران بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ‌راتګ تازه بېرته عادي حالت ته ستنېده. په وروستیو ورځو کې هره ورځ د دغه ستراتیژیکو اوبو لارې له ۳۰ تر ۶۰ بېړۍ تېرېدې.

سره له دې چې تېره میاشت پر یوې بار وړونکې بېړۍ او یوې تېل وړونکې بېړۍ دوه بریدونه شوي وو؛ خو د بېړۍ چلونې شرکتونو لاهم له همدې لارې د خپلو بېړیو تګ‌راتګ ته دوام ورکړی دی.

د هغه دوو بریدونو په ځواب کې امریکا د ایران په سویلي سواحلو کې پر ځینو موخو بریدونه وکړل او خبرداری یې ورکړ، که ایران په فارس خلیج کې پر بېړیو نور بریدونه وکړي، امریکا به هم ورته متقابل پوځي اقدام وکړي.

د هماغه نښتو پر مهال ایران په کوېټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل؛ خو وروسته هم واشنګټن او هم تهران د نښتو له دوام څخه ډډه وکړه او هوکړه یې وکړه چې خپل بریدونه به ودروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي و، د بریدونو په درولو سره یې ایران ته فرصت ورکړی، چې خپل پخوانی مشر خاورو ته وسپاري. د سپاه پاسداران وروستي بریدونه پر سوداګریزو بېړیو په داسې حال کې شوي، چې ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د ترکیې په پلازمېنه انقره کې غونډه وکړي.
تمه ده د ایران جګړه او په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ وضعیت د یادې غونډې د مهمو بحثونو له موضوعاتو څخه وي. د ناټو غړو هېوادونو په وار، وار په دغه اوبو کې د ازادې بېړۍ چلونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

جرمني او فرانسې هم اعلان کړی، چې له هرمز تنګي نه د سمندري ماینونو د پاکولو لپاره چمتو دي؛ خو ایران ویلي چې هېڅ هېواد ته به په دې برخه کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.