د طالبانو د کرنې وزیر د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه هند ته تللی

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په مشرۍ یو پلاوی له هند سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه دغه هېواد ته تللی. یاد وزارت د دغه سفر موخه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا یاده کړې.
