د طالبانو دبهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له اداره کوونکي الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر(UNHCR) برهم احمد صالح سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی د راستنېدو پر مهال د رامنځته کېدونکو بشري ستونزو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
متقي ویلي چې دواړو ادارو د راستنېدونکو د هرکلي او لومړنیو خدمتونو لپاره پراخ اقدامات کړي، خو د دایمي مېشتېدو، د معیشت د برابرولو او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره لا ډېرو پراختیايي همکاریو ته اړتیا شته.
متقي د کوکنارو د کښت له منځه وړل یوه مهمه لاسته راوړنه بللې خو د بدیل معیشت، کرنیزو پروژو، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د کارموندنې پروګرامونو پلي کول یې د دې بریا د دوام لپاره اړین بللي دي.
نوموړي همدارنګه د هغو افغانانو ستونزې یادې کړې چې په ځینو هېوادونو کې د هویتي اسنادو د نشتوالي له امله له قانوني ستونزو او توقیف سره مخ دي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) اداره کوونکي الکساندر ډي کرو،په افغانستان کې امنیت، ټولیز ثبات او د کوکنارو د کښت له منځه وړل مثبت پرمختګونه وبلل او زیاته یې کړه، چې اوس باید د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، کارموندنې، بدیل معیشت او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې هم عملي ګامونه واخیستل شي.
وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم احمد صالح له قوله ویلي چې د کډوالو عالي کمېشنري د افغان کډوالو د جبري ایستلو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي، څو د افغان کډوالو ستنېدل په داوطلبانه، خوندي، باعزته او انساني ډول ترسره شي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د میکانېزمونو پر پیاوړتیا هم کار روان دی، څو د افغان کډوالو ستونزو ته دوامدار او مناسب حل وموندل شي.