• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کډوالو وزیر او د ملګرو ملتونو چارواکو د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې د یاد وزارت وزیر د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت، جبري اخراج، بشري مرستو او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د طالبانو د کډوالو وزیر ویلي، چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

د طالبانو د یاد وزرات د معلوماتو له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، برهام صالح ويلي چې کابل ته یې د سفر موخه د افغان کډوالو د وضعیت ارزول، د برنامو د پلي کېدو څارنه او له اړو کسانو سره له نږدې لیدنه ده.

صالح له پاکستان او ایران څخه د افغانانو جبري ایستل او د هغوی پر وړاندې وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او باعزته راستنېدو لپاره درې اړخیزو او څلور اړخیزو ناستو ته اړتیا ده.

هغه د کډوالو د بهیر د مدیریت په برخه کې د کډوالو چارو وزارت هڅې هم اغېزناکې وبللې.

د نوموړي په وینا، د راستنېدونکو د زیات شمېر او د اړو خلکو اړتیاوو ته په کتو، افغانان لا ډېرو بشري او پراختیايي مرستو ته اړتیا لري او هڅه کوي د نړیوالو لا زیاتې مرستې راجلب کړي.

په ورت وخت کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو ويلي چې په جلال اباد او مزارشریف کې یې د پراختیايي پروژو لیدنه کړې او په افغانستان کې یې اوسنی امنیت او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د طالبانو مهمې لاسته راوړنې وبللې.

هغه د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره د نړیوالو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

بل خوا دطالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر ویلي چې د ملګرو ملتونو ادارو په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کړې او لا هم ګڼو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د پرله پسې جګړو او ځینو پېښو له امله میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي او باید د کډوالۍ اصلي لاملونه له منځه یوړل شي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د طالبانو یو غړی له خلکو سره پر چلند د نیوکې له امله نیول شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱
په بدخشان کې د طالبانو یو غړی له خلکو سره پر چلند د نیوکې له امله نیول شوی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په بدخشان کې خپل یو غړی او د دغې ډلې د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت نږدې کس عبدالمتین مبلغ نیولی دی. دغو سرچینو په وینا، مبلغ د هغه غږیز فایل تر خپرېدو وروسته ونیول شو چې د طالبانو د ځینو غړو پر ناسم چلند یې پکې نیوکه کړې ده.

په دغه غږیز فایل کې عبدالمتین مبلغ وایي چې په فیض‌اباد کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته د ورتګ پر مهال، یوه کارکوونکي د هغه د ننوتلو مخه نیولې ده.

هغه د طالبانو له چارواکو غواړي چې دا موضوع اړوندو مسوولینو ته ورسوي او خبرداری ورکوي چې له خلکو سره د ځینو کارکوونکو چلند «د طالبانو د نظام اعتبار ته زیان رسوي».

هغه همدارنګه له مراجعینو سره پر ناسم چلند نیوکه کړې او د طالبانو پر استخباراتو یې غږ کړی چې د کارکوونکو چلند وڅیړي.

مبلغ ټینګار کوي چې «د نظام دروازه باید د خلکو پر مخ خلاصه وي».

سرچینې وایي عبدالمتین مبلغ د دغه غږیز فایل تر خپرېدو وروسته نیول شوی او تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه معلومات نشته.

مبلغ په دغه غږیز فایل کې د تېر حکومت پر وړاندې د طالبانو د جګړې دورې او د دغې ډلې د غړو په ملاتړ کې د خلکو رول ته په اشارې سره وایي: «همدغه خلک وو چې موږ ته یې ډوډۍ او چای راکول او موږ یې دغه نظام ته ورسولو.»

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په وار وار د خپلو منتقدانو غږونه غلي کړي او ځینې یې نیولي دي.

اشرف غني: شاپور ځدراڼ په سختو ورځو کې په خپلو غوره لوبو ولس ته ویاړونه راوړل

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
اشرف غني: شاپور ځدراڼ په سختو ورځو کې په خپلو غوره لوبو ولس ته ویاړونه راوړل
100%

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د نامتو کرکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د هېواد د کرکټ د ویاړونو دنګ چنار او یو ځلانده ستوری بللی دی.

محمد اشرف غني د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې د پیغام په خپرولو سره لیکلي، چې ډېری افغان ځوانانو شاپور ځدراڼ ته د یوې ښې بېلګې په سترګه کتل او اوس د هغه له سیوري څخه بې برخې شول.

د هېواد مخکیني ولسمشر روښانه کړې چې شاپور ځدراڼ په خورا سختو شرایطو او ورځو کې په خپلو غوره لوبو سره افغان ولس ته لوی ویاړونه راوړل.

د غني په وینا، دغه نامتو لوبغاړي د څه باندې یوې لسیزې لپاره په خپلو بریاوو سره د افغانانو پر شونډو خوښۍ راوستلې.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ یو له پخوانیو او نامتو لوبغاړو څخه و چې له څو میاشتو راهیسې د هډوکو د مغز او دفاعي سیسټم اړوند ناروغۍ له امله د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې تر درملنې لاندې و او بالاخره یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د ترکمنستان سفیر د طالبانو د کانونو له وزیر سره د ټاپي پروژې پر چارو غږېدلی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
د ترکمنستان سفیر د طالبانو د کانونو له وزیر سره د ټاپي پروژې پر چارو غږېدلی
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ترکمنستان سفیر ددغه وزارت له هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې پر روانو چارو خبرې کړې دي. وزارت ویلي، چې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومتره نللیکه غځول شوې او پاتې چارې به هم بشپړې شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د روانو چارو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د پروژې د پلي کېدو چارې په ښه توګه روانې دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده او د پروژې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهال وېش له مخې بشپړې شي.

هغه زیاته کړې چې د ټاپي پروژې په اړه به په ټولو شویو ژمنو عمل وشي.

د وزارت په وینا د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان سفیر د هڅو ستاینې ترڅنګ د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان له لوري د هر ډول قانوني همکارۍ ډاډ ورکړی.

د اختلافونو د اواري هڅې؛ د طالبانو دفاع وزیر لاهم د افغانستان په شمال کې دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱
د اختلافونو د اواري هڅې؛ د طالبانو دفاع وزیر لاهم د افغانستان په شمال کې دی
100%

د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د ناندریو او اختلافونو د حل په لړ کې د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد لاهم د افغانستان په شمال کې دی. د طالبانو دفاع وزارت نن سې شنبه اعلان وکړ، چې مولوي یعقوب مجاهد په کندز کې له ۲۰۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه کړې ده.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې مولوي یعقوب مجاهد د ۲۱۷ قول اردو اړوند لواګانو له مسوولانو سره لیدلي.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د طالبانو دفاع وزیر د قول اردو د امنیتي، اداري او نظامي چارو د وضعیت ارزونه کړې، د مسوولانو راپورونه یې اورېدلي او د چارو د لا ښه تنظیم، مسلکي همغږۍ او د ورسپارل شویو دندو د ښېې ترسره کېدا په موخه یې سپارښتنې کړې دي.

مولوي یعقوب مجاهد د کندز ولایت له یو شمېر معیوبو طالبانو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دی او له هغوی سره یې نغدي مرستې هم کړې دي.

د طالبانو دفاع وزیر په داسې وخت کې د هېواد شمال ته په سفر تللی چې تر دې وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ اختلافات لا هم نه دي حل شوي او د طالبانو ځواکونه په نسي ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي او چورلکې یې د جمعه فاتح پر مرکز الوتنې کوي.

د بدخشان د حساس وضعیت له امله طالبانو تر اوسه په احتیاط عمل کړی او بدخشان ته یې د ځانګړو ځواکونو او تجربه‌لرونکو قطعاتو لېږل پیل کړي دي.

د هرات د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په پانګونه لاسلیک شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۱
د هرات د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په پانګونه لاسلیک شوی
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵،۶ میلیونه افغانیو په پانګونه د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی. وزارت وایي، شرکت به د رویالټۍ ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم ۵ میلیونه افغانۍ ولګوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان لومړی بلاک ۱۰،۲۴۱۱۴ کیلومتره مربع مساحت لري او د کان کیندنې او پروسس د چارو یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی دی.

د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د تړون د لاسلیکولو پر مهال ویلي، د یاد کان تړون د هر ټن مالګې په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټۍ په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.

د وزارت په وینا، یاد شرکت به خپلې چارې د تړون له شرایطو، د کانونو له قانون او اړوندو کړنلارو سره سمې پر مخ وړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، شرکت به د رویالټۍ د ورکولو ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ۵ میلیونه افغانۍ هم ولګوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ګڼ شمېر کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.