نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: « ما فکر کاوه چې د نړۍوالې محکمې حکم به ارزښت لري او د ملایانو جبر او ظلم به ختم شي خو کوم اغیز یې نه دی کړی».
د شګفتې قضیه د افغانستان د لسګونو زرو هغو قضیو اړوند یوه قضیه ده چې د جرمونو نړۍواله محکمه یې له مخې لا هم د طالب چارواکو په تړاو څېړنې کوي او له همدې امله په احتمالي ډول د اتو طالب چارواکو قضیه د محکمې د څارنوالانو پر مېز پرته ده.
د ای سي سي څارنوالۍ په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنلیکونه وړاندې کړل او وروسته محکمې د دواړو د نیولو حکمونه صادر کړل. څارنوالۍ ویلي چې د افغانستان په قضیه کې به د طالبانو د نورو لوړپوړو غړو پر ضد هم د نیولو نور غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
ددغې محکمې د رسمي معلوماتو له مخې، د افغانستان قضیه له ۲۰۲۰ کال راهیسې د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو د ادعاوو په اړه روانه ده او په ۲۰۲۲ کال کې یې د تحقیقاتو د بیا پیل اجازه ترلاسه کړه. دغه دوسیه تر اوسه نه ده تړل شوې او د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو تر وروستیو معلوماتو پورې فعاله پاتې ده.
دای سي سي څارنوال کریم خان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۳مه وویل چې د دوی تحقیقات ښيي، د طالبانو مشرتابه د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر وړاندې چې د طالبانو د جنسیتي سیاستونو مخالف ګڼل کېږي، د جنسیت پر بنسټ د تعقیب او ځورونې (Gender Persecution) په جرمونو کې احتمالي مسوولیت لري. څارنوالۍ ویلي چې ښځې له زده کړو، کار، تګ راتګ، بیان ازادۍ او نورو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي.
ندا محمد ندیم د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر دی. هغه له دې وړاندې د ننګرهار د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. نوموړی د طالبانو د هغو تعلیمي سیاستونو له مهمو پلویانو ګڼل کېږي چې د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو یې پراخ محدودیتونه ولګول.
د ندیم تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو پر لوړو زده کړو بندیز اعلان شو. دغه پرېکړه د طالبانو د ښځو د زدهکړو د محدودولو د پالیسۍ تر ټولو مهم اقدام بلل کېږي او د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګون یې راپارولی دی.
د یونسکو او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو له خوا د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو د بندیز له اعلان وروسته، له ۱۰۰ زرو څخه ډېرې افغانې ښځینه محصلینې له لوړو زدهکړو بې برخې شوې دي.
د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو هېوادونو دغه بندیز د ښځو او نجونو د تعلیم له اساسي حقونو سره په ټکر کې بللی او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو یو مهم لامل یې ګڼلی دی.
هغه په خبري ناستو کې خبریالان د نجونو د زده کړو په تړاو له پوښتنې منع کړي او د ښځو په برخه کې په افراطي نظریاتو پېژندل کیږي.
د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ګڼو دولتونو د ښځو پر زده کړو بندیز د زدهکړې، برابرۍ او له تبعیض څخه د ازادۍ له نړیوالو حقونو سره په ټکر کې بللی دی. د دغو بنسټونو په ارزونه، د ښځو او نجونو پر زدهکړو سیستماتیک محدودیتونه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
د همدې پالیسیو له امله، د جرمونو نړیوالې محکمېڅارنوالۍ د ندا محمد ندیم د احتمالي جزایي مسوولیت ارزونه هم د خپلې قضیې په چوکاټ کې شامله کړې ده. د څارنوالۍ حقوقي استدلال دا دی چې هغه د لوړو زده کړو د وزیر په توګه د هغو پرېکړو په جوړولو، اعلان، تطبیق او دفاع کې مهم رول درلود چې ښځې یې د جنسیت پر بنسټ د لوړو زده کړو له حق څخه محرومې کړې.
حبیب الله اغا
حبیب الله اغا د طالبانو د پوهنې وزیر دی او د افغانستان د ښوونیز نظام د عمومي پالیسیو د طرحې او پليتابه له مهمو مسوولانو ګڼل کېږي. د هغه د وزارت په دوره کې د طالبانو هغه تعلیمي تګلاره روانه ده چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز دوام لري.
نوموړی د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس ګڼل کیږي او له همدې امله د پوهنې وزارت ته غوره شوی.
د پوهنې وزارت د افغانستان د ښوونیز نظام د مدیریت، د نصاب د تنظیم، د ښوونکو د چارو او د زدهکړې د عمومي سیاستونو د پلي کولو اساسي اداره ده. له همدې امله، د دې وزارت مشرتابه د هغو پالیسیو د تطبیق له پلوه مهم رول لري چې د هېواد د میلیونونو زدهکوونکو پر تعلیمي فرصتونو اغېز کوي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته، د نجونو د منځنیو او ثانوي ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړه د طالبانو د حکومت له تر ټولو بحثپارونکو اقداماتو څخه بلل کېږي. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له لوري دغه اقدام د نجونو د تعلیم د حق، د برابرۍ اصل او د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې بلل شوی دی.
د ۲۰۲۵ کال د یونیسف د راپور له مخې، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نږدې ۲،۲ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې دي. دا هغه نجونې دي چې د منځنیو او ثانوي زدهکړو د بندیز له امله ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
د یونسکو په بل راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا۱،۵ میلیونه نجونې او ځوانې ښځې د زدهکړې له حق څخه محرومې پاتې دي او د افغانستان نجونې او ښځې د نړۍ په کچه یوازینۍ ډله ده چې له ثانوي او لوړو زدهکړو څخه په رسمي ډول منع شوې ده.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ښځو د حجاب په اړه دفرمان د پلي کولو اصلي ارګان و. په دغه فرمان کې ښځو ته د مخ پټولو په ګډون ځانګړي اصول ټاکل شوي وو او د سرغړونې په صورت کې یې د ښځې د کورنۍ نارینه غړي د مسوولیت وړ ګڼلي وو. په کابل، هرات او ګڼو نورو ښارونو کې ددغه وزارت له محتسبانو شکایتونه شوي او پر ضد یې لاریونونه شوي دي.
د بشري حقونو څارونکو ویلي چې دغه ډول مقررات ښځې د شخصي انتخاب له حق څخه محروموي او د ټولنې په کچه د وېرې او ځانسانسور فضا رامنځته کوي.
د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون تصویب او نافذ کړ، چې د ښځو د غږ، موسیقۍ، رسنیو او عامه چلند په اړه یې نور هم سخت محدودیتونه رامنځته کړل. د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی دفتر (یوناما) او د بشري حقونو ادارو ویلي چې دغه قانون د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک محدودیتونو د پراخېدو سبب شوی دی.
که څه هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز پرېکړې د طالبانو د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو له لوري اعلان شوې، خو د امر بالمعروف وزارت د ټولنیز کنټرول او د دغو پالیسیو د عملي کېدو په برخه کې مهم رول لري.
عبدالحق وثیق
عبدالحق وثیق د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست مشر دی او د دې ډلې له مهمو امنیتي او استخباراتي چارواکو ګڼل کېږي. نوموړی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د دې ډلې له امنیتي جوړښت سره تړاو درلود او وروسته یې د طالبانو په بیا تنظیم شوي نظام کې یو مهم مقام ترلاسه کړ.
وثیق له۲۰۰۱ کال وروسته امریکایانو ونیوه او د څو کلونو لپاره د ګوانتانامو په زندان کې بندي و. نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د پنځو طالب بندیانو د تبادلې په یوه پروسه کې، چې د امریکا د پوځ د سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو له معاملې سره یې تړاو درلود، له ګوانتانامو خوشې او قطر ته انتقال شو.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، عبدالحق وثیق د استخباراتو د عمومي ریاست مشر وټاکل شو. دغه اداره د طالبانو د امنیتي جوړښت له مهمو ستنو څخه ده او د داخلي امنیت، معلوماتو راټولولو، د مخالفینو د فعالیتونو څارنې او استخباراتي عملیاتو مسوولیت لري.
د هغه تر مشرۍ لاندې د طالبانو استخباراتي اداره د مخالفو ډلو، سیاسي فعالانو، خبریالانو، مدني فعالانو او د حکومت د منتقدینو د څار او نیولو په برخه کې فعاله پاتې شوې ده.
د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د طالبانو د استخباراتي ادارې په اړه د نیولو، جبري ورکولو، شکنجې، بد چلند او د توقیف د قانوني بهیر د نه رعایت ادعاوې مطرح کړې دي. افغانستان انټرنشنل په یوه څیړنیز رپوټ کې د وثیق تر ریاست لاندې زندانونو کې د شکنجې ګڼ موارد افشا کړل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوند ادارو غبرګونونه یې هم را وپارول.
له همدې امله د هغه دوسیه هم د ای سي سي د څارنوالانو پر مېز پرته ده.
هغه مرموز، کم پېژندویه او له رسنیو او عامه محضر نه د لرې کس په توګه پېژندل کیږي.
خلیل همراز
خلیل همراز د طالبانو د استخباراتو د «۰۸» ریاست مسوول بلل کېږي. دغه ریاست د طالبانو د استخباراتي جوړښت له مهمو څانګو څخه ګڼل کېږي چې د امنیتي عملیاتو، څارنې او استخباراتي فعالیتونو مسولیت لري. د بشري حقونو ځینې راپورونه د طالبانو د استخباراتي ادارو د فعالیتونو په اړه د نیونو، جبري ورکېدو او سخت چلند ادعاوې مطرح کوي، د خبریالانو د شکنجې او ځورونې اړوند چارې هم د خلیل همراز له دندو ګڼل کیږي او له همدې امله د دغه ډول امنیتي چارواکو رول د نړۍوالو څېړونکو د پام وړ ګرځېدلی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د رسمي اسنادو له مخې، د افغانستان دوسیه لا هم فعاله او پرانیستې ده او تحقیقات دوام لري. تر دې مهاله یوازې د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني په اړه د نیولو رسمي حکمونه اعلان شوي دي.
خو دا ادعا چې سراج الدین حقاني، ندا محمد ندیم، حبیب الله آغا، خالد حنفي، عبدالحق وثیق، تاجمیر جواد او خلیل همراز په به کله په نوي رسمي غوښتنلیک کې شامل شي چې په اړه یې نړۍواله محکمه پرېکړه وکړي، ټاکلې نېټه یې تر اوسه نه ده روښانه شوې.
د جرمونو نړیوالې محکمې په خپله پرېکړه کې وویل چې داسې معقول دلایل شته چې هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې، د فرمانونو، احکامو او پالیسۍ له لارې د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر ضد چې د طالبانو له جنسیتي سیاستونو سره مخالف وو، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې جرم ترسره کړی دی. محکمې دا عمل د بشریت ضد جرم وباله.
د محکمې په وینا، ښځې او نجونې د زدهکړو، کار، تګ راتګ، شخصي ژوند، د بیان، فکر، عقیدې او نورو اساسي حقونو له محرومیت سره مخ شوې او هغه کسان هم په نښه شوي چې د ښځو او نجونو ملاتړ یې کاوه او یا یې د طالبانو له پالیسۍ سره مخالفت څرګنداوه.
که څه هم د نیولو حکم صادر شوی، خو محکمه پخپله د نیولو اجرایي ځواک نه لري. د روم د اساسنامې غړي هېوادونه مکلف دي چې که دا کسان د دوی خاورې ته داخل شي، د محکمې د حکم د عملي کولو لپاره اقدام وکړي.
د حکم له صادرېدو وروسته د طالبانو ویاند وویل چې دوی د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او پرېکړه یې د اسلامي شریعت خلاف بولي.
خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو څانګې مشرې هیدر بار، د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او یو شمېر افغان سیاسي او مدني شخصیتونو د محکمې د دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د عدالت او حساب ورکونې پر لور مهم ګام وباله.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان دوسیه لا هم د جرمونو نړیوالې محکمې پر مېز پرانیستې ده او څارنوالان د نورو طالب چارواکو په اړه هم د شواهدو او اسنادو راټولولو ته دوام ورکوي، څو د اړتیا په صورت کې د هغوی په اړه هم ورته حقوقي بهیر بشپړ او محکمې ته وړاندې شي.
د محکمې د چارو بهیر څه ډول پرمخ ځي؟
په دې محکمه کې هر څه د یوه راپور، شکایت یا معلوماتو له ترلاسه کېدو پیلېږي.
دا معلومات کېدای شي د یوه غړي هېواد له خوا ورکړل شي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې محکمې ته راجع کړي، یا خپله د محکمې څارنوال د باور وړ شواهدو پر بنسټ موضوع تعقیب کړي.وروسته څارنوال لومړنۍ ارزونه کوي. هغه ګوري چې ایا ادعا شوې پېښې د محکمې د صلاحیت په چوکاټ کې راځي، د جګړې جرم، د بشریت ضد جرم، نسلوژنه یا د تېري جرم ګڼل کېږي او که نه، او دا هم ارزوي چې ایا اړوند هېواد خپله د قضیې د څېړلو او محاکمې توان او اراده لري که نه.
د تحقیقاتو په پړاو کې څارنوال او د هغه ډله شواهد راټولوي، له شاهدانو او قربانیانو سره مرکې کوي، اسناد، انځورونه، ویډیوګانې او نور شواهد ارزوي او هڅه کوي معلومه کړي چې د جرمونو اصلي مسوولان څوک دي.
که د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ داسې ښکاره شي چې د یو یا څو کسانو پر ضد د جرم معقول دلیل موجود دی، څارنوال له قاضیانو غواړي چې د هغوی د نیولو حکم یا د حاضرېدو احضاریه صادره کړي.
د نیولو حکم چې صادر شي، خپله محکمه څوک نه نیسي. د حکم عملي کول د غړو هېوادونو دنده ده. که تورن کس ونیول شي او هاګ ته ولېږدول شي، نو محکمه پرې قضايي بهیر پیلوي.
د ټولو دلایلو له اورېدو وروسته قاضیان پرېکړه کوي. که تورونه ثابت شي، تورن مجرم پېژندل کېږي او سزا ورته ټاکل کېږي. که شواهد کافي نه وي، برائت ورکول کېږي.
وروستی پړاو د استیناف دی. هم څارنوال او هم مدافع وکیلان کولای شي د پرېکړې پر ضد استیناف وکړي. د استیناف خونې قاضیان قضیه بیا ارزوي او وروستۍ پرېکړه کوي.
د احتمالي خطرونو له امله د ډېرو شاهدانو هویت پټ ساتل کېږي. د محکمې هڅه دا ده چې نه یوازې د هغوی خبرې واورېدل شي، بلکې د هغوی امنیت هم تضمین شي. د همدې لپاره ځینې مرکې د پردې شاته، یا د خوندیتوب تر ځانګړو ترتیباتو لاندې ترسره کېږي.
کله ناکله د محکمې څېړونکي د هغو کسانو لټه کوي چې په زندانونو کې شکنجه شوي یا د طالبانو د محدودیتونو له امله زیانمن شوي وي. هغوی ته بلنه ورکول کېږي چې د هاګ ودانۍ ته ورشي او که دا ممکنه نه وي، څارنوالان پخپله هغو هېوادونو ته سفر کوي چې د محکمې غړي دي.
د محکمې ټیمونه د شاهدانو کیسې ټکي په ټکي ثبتوي، مکررې پوښتنې کوي او د ځوابونو تر شا حقوقي او واقعي تضادونه او همغږي ارزوي. له شاهدانو سره رسمي تړونونه کېږي چې هغوی به په بشپړ صداقت سره په ښکاره یا محرم ډول خپلې تجربې شریکوي.
دا بهیر یوازې د یوه یا څو شاهدانو پر بیان نه تم کېږي. قاضیان او څارنوالان د تایید لپاره د نورو سرچینو لټه کوي. خبریالان، څېړنیز راپورونه او مدني بنسټونه د همدې پروسې یوه بله مهمه برخه ګرځي. له هغوی سره تماس نیول کېږي او د هغوی اسناد، راپورونه او مراجع د دوسیې برخه جوړېږي.
په ځینو مواردو کې، هغه راپورونه چې د زدهکړو محدودیتونه، د نجونو پر تعلیم بندیزونه یا د مدني ازادیو نقض ثبتوي، له خبریالانو څخه د اصلي اسنادو په توګه غوښتل کېږي. دا اسناد بیا د محکمې د څارنوالانو له خوا تاییدېږي او په دوسیو کې ځای پر ځای کېږي.
که څه هم دا محکمه خپله د نیولو عملي صلاحیت نه لري، خو د غړو هېوادونو له لارې دا امکان شته چې د سفر پر مهال دا کسان ونیول شي. د همدې حقوقي واقعیت په درک سره، د افغانستان دوسیه پرانیستې ساتل شوې او د نورو چارواکو په اړه څېړنې هم روانې دي.
د معلوماتو له مخې، ای سي سي له ملاهبت الله اخوندزاد او عبدالحکیم شرعي وروسته د نورو طالب مشرانو په اړه همشواهد او اسناد راټولوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیب الله، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د هغه مرستیال تاجمیر جواد او د استخباراتو د ۰۸ریاست رییس خلیل همراز د ای سي سي په نوي نوملړ کې دي.
پر دغو کسانو تور دی، چېله نجونو او مېرمنو یې د زده کړواو کار حقونه اخېستي، په زندانونو کې یې افغانان شکنجه کیږي او د خلکو فردي او ټولنیزې ازادۍ یې تر پښو لاندې کړې دي.
د ۲۰۲۵کال د اګسټ په ۲۶مه د طالبانو مشر نوی فرمان صادر کړ، چې له مخې یې په ودونو کې بېځایه لګښتونه، ګران بیه ډالۍ، ځینې دودیز مراسم او هغه رواجونه چې غیر اسلامي بلل شوي وو؛ منع اعلان شول. طالبانو وویل، چې د یادې پرېکړې موخه د خلکو د اقتصادي بار کمول او د اسلامي اصولو رعایت دی.
د عاشقانه شعرونو بندیز
د ۲۰۲۵کال د اګسټ ۳۰مه طالبانو د نوي فرمان له مخې د عاشقانه او رومانتيکو شعرونو خپرول او لوستل منع کړل. په راپورونو کې راغلي و، چې د طالبانو د مشر او چارواکو پر ضد انتقادي شعرونه هم منع وبلل شول او رسنیو او فرهنګي بنسټونو ته د دغه حکم د عملي کولو سپارښتنه وشوه.
د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت د بندیز له امله د مرستندویه مرکزونو تړل کېدل
د اصولنامې له مخې؛ دوامداره فساد، د فساد دودول، د اسلام ضد عقایدو دفاع او تبلیغ، همدارنګه کوډې هغه موارد یاد شوي چې قاضي یې د تعزیري اعدام لپاره د دلیل په توګه ارزولای شي.
د خلکو او شنونکو په باور؛ د طالبانو دغه بندیزونو او اقداماتو د افغانستان پر اقتصاد، سوداګرۍ، مخابراتو، روغتیايي سکټور، زدهکړو او د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی.
د انټرنېټ محدودیتونو د انلاین سوداګرۍ، زدهکړو او د ځوانانو د کاري فرصتونو پر کمېدو منفي اغېز کړی؛ په داسې حال کې چې د ښځو پر کار او فعالیت محدودیتونو د بشري مرستو بهیر هم اغېزمن کړی دی.