قلم، رنګ او د واکمنۍ روایت؛ طالبانو له هنرمندانو د «یومالفتح» د هنري نندارې غوښتنه کړې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان له هنرمندانو غوښتي چې د خپلو اثارو له لارې دې د دې ډلې د واک ته رسېدو «لاستهراوړنې او فداکارۍ» نندارې ته وړاندې کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په ملي نندارتون کې له یو شمېر خطاطانو، مینیاتور جوړوونکو، نقاشانو او نورو هنرمندانو سره غونډه کړې او د «یومالفتح» د نمانځنې لپاره یې د هنري پروګرامونو پر همغږۍ خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې هنرمندان به د خپلو هنري اثارو له لارې د «یومالفتح لاستهراوړنې او فداکارۍ» نندارې ته وړاندې کړي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مه، د «یومالفتح» په نوم یادوي. هغه ورځ چې طالبان کابل ته داخل شول او د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته یې واک ترلاسه کړ.
له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د هنر او کلتور په برخه کې د فعالیتونو بڼه بدله شوې ده. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرونو او کلتوري پروګرامونو د تنظیم او د دوی په وینا د اسلامي ارزښتونو له مخې د هنري فعالیتونو د ترسره کېدو ټینګار کوي.
د بشري حقونو او د هنرمندانو د ملاتړ ځینو نړیوالو بنسټونو بیا اندېښنه ښودلې چې د طالبانو تګلارې د هنري بیان، موسیقۍ، سینما او د هنرمندانو د ازاد فعالیت پر وړاندې محدودیتونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار ادارو په راپورونو کې د بیان د ازادۍ او کلتوري تنوع د محدودېدو یادونه شوې ده.
د طالبانو چارواکي بیا وایي چې د هنر او کلتور ملاتړ کوي، خو هنري فعالیتونه باید د دوی له تعبیر سره سم د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ترسره شي.
