دغه ګوند ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو له لارې د سوداګرۍ او عاید ترلاسه کولو هڅه د مسوولیت او دقیقې ارزونې نشتوالی ښيي.
دد اروپا لپاره د لیبرالانو او ډیموکراتانو ایتلاف مشرې ارینا سپېتارو هم د طالبانو د کرنې وزارت د پلاوي پر سفر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه پلاوي ته د مالدووا له خوا ویزې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې افغان رسنیو د رسمي بلنې خبره کړې ده.
هغې ویلي: «حکومت وايي چې څېړي به چې چا بلنه او ویزې ورکړې دي. دا دا معنا لري چې دولت نه پوهېږي خپله دولتي دستګاه څه کوي».
سپېتارو ټینګار کړی چې بهرنی سیاست «د اټکل او ناڅاپي پرېکړو لوبه نه ده»، ځکه هر سند، هره ویزه او هره بلنه د یوه هېواد پر نړیوال اعتبار اغېز کولی شي.
هغې ویلي که سفر منظور شوی وي، نو باید څوک یې مسوولیت ومني او که د بهرنیو چارو وزارت له همغږۍ پرته ترسره شوی وي، نو دا د دغه وزارت د کړنلارو د کنټرول له لاسه وتل ښيي.
سپېتارو د بهرنیو چارو وزیر پاپشوی مسوول بللی او ویلي یې دي چې یوازې د څېړنې اعلان کافي نه دی.
د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان هم دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع «ناسمه او د نه منلو وړ» بللې ده.
د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان د طالبانو د پلاوي د سفر د منظورۍ موضوع «ناسمه او د نه منلو وړ» بللې او ویلي یې دي چې حکومت یې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني.
هغه ویلي چې د سفر اجازه د ادارو ترمنځ د «ارزونې او همغږۍ د تېروتنې» له امله ورکړل شوې ده.
د مالدووا لومړي وزیر واسیلې توفان ویلي چې دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع «ناسمه او د منلو وړ نه» ده.
هغه ټینګار کړی چې د مالدووا حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دغه سفر منظوري د ادارو ترمنځ د ارزونې او همغږۍ د تېروتنې پایله وه.
د مالدووا د ای پي این اژانس د رپوټ له مخې، توفان ویلي چې له رسمي پلوه د سفر د اجازې پروسه مراعات شوې وه، خو اړینې سیاسي او ډیپلوماتیکې ارزونې پکې نه وې شوې.
د مالدووا لومړي وزیر څرګنده کړې چې د طالبانو د پلاوي د سفر غوښتنه د مالدووا یوه شرکت کړې وه. دغه شرکت ازبکستان ته محصولات صادروي او غوښتل یې خپل فعالیتونه د افغانستان بازار ته هم پراخ کړي.
هغه زیاته کړه چې دا ډول صادرات د اروپايي ټولنې د بندیزونو له مخې منع نه دي، ځکه دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو او سازمانونو لګېږي چې په اړوندو لېستونو کې شامل وي، نه دا چې د افغانستان ټول کرنیز تجارت تر پوښښ لاندې راولي.
د توفان په وینا، د کرنې او خوړو صنعت وزارت د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ عمومي تفتیش او سرحدي پولیسو ته غوښتنه استولې وه. د نوموړي په وینا، د طالبانو د پلاوي غړي د بندیزونو په لېست کې نه وو، اړوندو ادارو مثبت نظر ورکړ او د بهرنیو چارو وزارت هغوی ته ویزې صادرې کړې.
نوموړي وویل چې د استخباراتو او امنیت خدمت له ادارې سره مشوره نه وه شوې، ځکه په هغه وخت کې د دې پروسې له مخې د داسې مشورې ورکول لازمي نه وو.
د مالدووا لومړي وزیر وویل چې د استخباراتو او امنیت خدمت سره د مشورو میکانیزم به بیا وکتل شي او د حساسو قضیو لپاره به روښانه اصول او د سیاسي او ډیپلوماتیکې کچې لازمي همغږي رامنځته شي.
هغه ټینګار کړی چې دولتي ادارې باید یوازې د قانوني پروسیجرونو مراعاتولو ته ونه ګوري، بلکې د پرېکړو سیاسي شرایط، شالید او احتمالي پایلې هم په پام کې ونیسي.
د دغه سفر موخه د بوټو ساتنې، د افتونو مدیریت، د فیرومون ټېکنالوژۍ، کرنیزو څیړنو، د بڼونو د مدیریت او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا ښودل شوې ده.
په دغه سفر کې له عثماني سره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار ګل حضرت حماد او د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د اساسي او توافقي څېړنو مشر محمد رفیع باوري هم دي.
د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کې هم طالبان جوماتو ته ورغلي او د پخوانیو سرتیرو د معلوماتو د راټولولو په اړه یې ملا امامانو ته سپارښتنه کړې.
د خاص کونړ ولسوالۍ یو قومي سپینږیری هم وايي چې طالبانو له ملا امامانو او قومي مشرانو څخه د پخوانیو امنیتي ځواکونو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سپینږیری، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان د پخوانیو سرتېرو پر نوملړونو کار کوي، خو د دې اقدام اصلي موخه معلومه نه ده.
نوموړي وویل: «معلومه نه ده چې دا لیسټونه ولې برابرېږي، ممکن تر شا یې شوم اهدف وي. خلکو تر اوسه دا نوملړونه نه دي ورکړي، خو مجبورېږي چې د پخوانیو سرتېرو معلومات ترې واخلي.»
د نوموړي په وینا، د کونړ او ننګرهار په څو ولسوالیو کې هم طالبان د قومي مشرانو او ملا امامانو کورونو او ځایونو ته ورغلي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي.
د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مستندې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک ته رسېدو وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې وژنې، خپلسري نیونې، شکنجه او نورې سرغړونې ثبت شوې دي.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپاره کړي راپور کې د یوناما له شمېرو نقل کړي چې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ۲۱۸ له قضايي پروسې پرته وژنې، ۱۴ جبري ورکېدنې، ۴۲۴ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۴۴ د شکنجې او ناوړه چلند موارد مستند کړي وو.
د همدې ادارې د معلوماتو له مخې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې سرغړونې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته هم درېدلې نه دي. یوناما د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۲۷ وژنې او د پخوانیو ملکي او امنیتي چارواکو پر وړاندې ۵۲ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۱ د شکنجې او ناوړه چلند موارد ثبت کړي دي.
د یوناما د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې په پنجشېر او کابل کې ځینې کسان د پخواني حکومت له جوړښتونو سره د تړاو او د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور نیول شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل ۲۰۲۶ نړیوال راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ او دویمه ربع کې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې ۳۱ د خپلسري نیونې او بند او اته د شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې ثبت کړې وې او لږ تر لږه شپږ پخواني افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په عین حال کې وايي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو د ثبت کچه په وروستیو کلونو کې راټیټه شوې، خو دا کموالی حتمي نه ده چې د وضعیت د ښه کېدو معنا ولري. د معلوماتو محدودیت او د قربانیانو او کورنیو وېره هم د کم شمېر د ثبتېدو لامل کېدای شي.
د اوسنیو ادعاوو خپلواک تایید
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره ځينو سرچینو ادعا کړې چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نوملړونو او معلوماتو د راټولولو غوښتنه شوې ده.
خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو اړوندو ادارو رسمي وضاحت نه دی کړی او دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې دغه معلومات د څه هدف لپاره راټولېږي.