طالبان وايي په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي له حضور پرته ددغه سازمان ارزونې نه مني
د طالبانو ویاند واک ته د دې ډلې د بېرته ګرځېدو له پنځمې کلیزې سره هممهاله د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې په اړه وویل، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د رسمي استازي له حضور پرته به د افغانستان د وضعیت په تړاو د یاد سازمان ارزونې بشپړې او منصفانه نه وي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، ترڅو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ونه سپارل شي او د دغې ډلې د ادارې لاسته راوړنې وړاندې نه شي، له ملګرو ملتونو څخه د هېڅ مثبتې پایلې تمه نه لري.
د طالبانو ویاند وویل: «د افغانستان په اړه هر ډول څېړنه او پایله اخیستنه په ملګرو ملتونو کې زموږ د رسمي استازي حضور ته اړتیا لري، څو له سیاسي تمایلاتو لرې، د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي. په غیر د دغه صورت کې، هر ډول راپور یا ارزونه به نیمګړې وي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې او د اګسټ د میاشتې لپاره د امنیت شورا دورهيي مشرې کریسټینا مارکوس لاسن واک ته د طالبانو د بېرته ګرځېدو پنځمه کلیزه «خورا ترخه کلیزه» وبلله او ویې ویل چې امنیت شورا به په دې میاشت کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر پایلو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت تمرکز وکړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د مخکیني حکومت له سقوط څخه د پنځو کلونو په تېرېدو سره، طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي او د مخکیني حکومت استازی لا هم دغه څوکۍ په واک کې لري.
ملګرو ملتونو او د نړۍ ډېری هېوادونو، د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو لرې کول، د ټولګډونه حکومت جوړول او نړیوالو ژمنو ته ژمنتیا له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو او دغې ډلې ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو د موضوع د څېړلو لپاره تر ټولو مهم شرطونه بللي دي.
د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کې هم طالبان جوماتو ته ورغلي او د پخوانیو سرتیرو د معلوماتو د راټولولو په اړه یې ملا امامانو ته سپارښتنه کړې.
د خاص کونړ ولسوالۍ یو قومي سپینږیری هم وايي چې طالبانو له ملا امامانو او قومي مشرانو څخه د پخوانیو امنیتي ځواکونو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سپینږیری، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان د پخوانیو سرتېرو پر نوملړونو کار کوي، خو د دې اقدام اصلي موخه معلومه نه ده.
نوموړي وویل: «معلومه نه ده چې دا لیسټونه ولې برابرېږي، ممکن تر شا یې شوم اهدف وي. خلکو تر اوسه دا نوملړونه نه دي ورکړي، خو مجبورېږي چې د پخوانیو سرتېرو معلومات ترې واخلي.»
د نوموړي په وینا، د کونړ او ننګرهار په څو ولسوالیو کې هم طالبان د قومي مشرانو او ملا امامانو کورونو او ځایونو ته ورغلي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي.
د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مستندې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له واک ته رسېدو وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې وژنې، خپلسري نیونې، شکنجه او نورې سرغړونې ثبت شوې دي.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپاره کړي راپور کې د یوناما له شمېرو نقل کړي چې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ۲۱۸ له قضايي پروسې پرته وژنې، ۱۴ جبري ورکېدنې، ۴۲۴ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۴۴ د شکنجې او ناوړه چلند موارد مستند کړي وو.
د همدې ادارې د معلوماتو له مخې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې سرغړونې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته هم درېدلې نه دي. یوناما د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۲۷ وژنې او د پخوانیو ملکي او امنیتي چارواکو پر وړاندې ۵۲ خپلسري نیونې او بندونه او ۱۱ د شکنجې او ناوړه چلند موارد ثبت کړي دي.
د یوناما د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې په پنجشېر او کابل کې ځینې کسان د پخواني حکومت له جوړښتونو سره د تړاو او د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور نیول شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل ۲۰۲۶ نړیوال راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ او دویمه ربع کې یوناما د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې ۳۱ د خپلسري نیونې او بند او اته د شکنجې او ناوړه چلند ادعاوې ثبت کړې وې او لږ تر لږه شپږ پخواني افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
د اروپايي ټولنې د پناهحقونو ادارې په عین حال کې وايي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو د ثبت کچه په وروستیو کلونو کې راټیټه شوې، خو دا کموالی حتمي نه ده چې د وضعیت د ښه کېدو معنا ولري. د معلوماتو محدودیت او د قربانیانو او کورنیو وېره هم د کم شمېر د ثبتېدو لامل کېدای شي.
د اوسنیو ادعاوو خپلواک تایید
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره ځينو سرچینو ادعا کړې چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نوملړونو او معلوماتو د راټولولو غوښتنه شوې ده.
خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو اړوندو ادارو رسمي وضاحت نه دی کړی او دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې دغه معلومات د څه هدف لپاره راټولېږي.