• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د سپاه اړوند رسنۍ: د قشم چاودنې د «متخاصمو اهدافو» پر ضد د عملیاتو برخه وې

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۴ GMT+۱

د ایران د سپاه پاسداران اړوندې رسنۍ تسنیم خبر ورکړی چې د هرمز تنګي ته څېرمه د قشم ټاپو کې اورېدل شوې دوه چاودنې د «متخاصمو اهدافو پر وړاندې د مقابلې» له امله رامنځته شوې دي. دې رسنۍ ویلي، د عملیاتو جزییات به په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي.

تسنیم د باخبره سرچینو له قوله لیکلي: «د دې مقابلې لاسته راوړنې به په راتلونکو ساعتونو کې له خلکو سره شریکې شي.»

تر دې مخکې د هرمزګان ولایت مرستیال والي ویلي وو چې تر اوسه په قشم او بندرعباس کې د کومې چاودنې یا برید له امله د لګېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

تر اوسه د ایران رسمي چارواکو د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او نه هم څرګنده شوې چې د «متخاصمو اهدافو» څخه د تسنیم مطلب څه دی.

قشم ټاپو د هرمز تنګي ته څېرمه موقعیت لري او د ایران لپاره له ستراتیژیکو سیمو څخه ګڼل کېږي، ځکه د نړۍ د مهمو سمندري لارو له یوې برخې سره نږدې پروت دی.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

•
•
•

نور کیسې

روغتیا نړیوال سازمان: په کانګو کې د ایبولا وبا د مهار لپاره د غبرګون چټکتیا اړینه ده

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د خپرېدو د مهار لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د کشف، درملنې او د ټولنو د ګډون هڅې چټکې شي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د مخنیوي لپاره باید د خلکو پر بنسټ اقدامات پیاوړي شي، د ناروغانو د ژر پېژندنې، د تماسونو د تعقیب، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ چارې پراخې شي.

د راپور له مخې، یوګانډا د جولای په ۲۸مه د ناروغۍ د ختمېدو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې ۲۰ تایید شوې پېښې او دوه مړینې ثبت شوې وې. روغتیايي چارواکو ویلي، د ټولو پېژندل شویو ناروغانو تماسونه تر څارنې لاندې نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوګانډا د چټک غبرګون، د روغتیايي کارکوونکو د هڅو او د ټولنو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد تجربه ښيي چې د ایبولا مهار د ژر تشخیص، د تماسونو د تعقیب او د خلکو د باور له لارې ممکن دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، د ایبولا د مخنیوي بریا به تر ډېره د خلکو په همکارۍ پورې تړلې وي. دوی ویلي، خلک باید له باوري سرچینو سم معلومات ترلاسه کړي، د ناروغۍ نښې وپېژني، ژر خبر ورکړي او له وېرې پرته درملنې ته لاسرسی ولري.

دملګرو ملتونود معلوماتو له مخې، د اګست تر ۴مې نېټې پورې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا ۳۹۷۳ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸۰۱ کسان مړه شوي او ۷۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.

راپور زیاتوي چې ناروغي د دغه هېواد په پنځو ولایتونو او ۵۱ روغتیايي سیمو کې خپره شوې ده. په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ نوې تایید شوې پېښې او ۵۲ مړینې ثبت شوې دي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي، د ناروغانو د تماسونو تعقیب ۷۵ سلنه دی، په داسې حال کې چې د ناروغۍ د خپرېدو د ځنځیرونو د ماتولو لپاره باید دا کچه لږ تر لږه ۹۵ سلنې ته ورسېږي.

د راپور له مخې، دا مهال ۶۷۴ کسان تر درملنې لاندې دي او په شمالي کیوو کې د درملنې مرکزونو ظرفیت تر فشار لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «د ډیموکراتیکې کانګو په ختیځو سیمو کې د ایبولا خپرېدل زموږ له غبرګون څخه چټک روان دي، نو اړینه ده چې د مخنیوي ټولې هڅې په چټکۍ پراخې کړو.»

هغه زیاته کړې: «موږ له حکومت، اغېزمنو ټولنو او هغو زړورو روغتیايي کارکوونکو سره ولاړ یو چې په ډېرو سختو شرایطو کې خدمت کوي، خو دا کار دوامدارې ژمنې، زیاتو سرچینو او قوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»

اعلامیه ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د سفرونو او سوداګرۍ پر محدودولو تمرکز ونه شي، بلکې هېوادونه باید څارنه، لابراتواري ظرفیت، چمتووالی او د سرحدونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.

په غزه کې د اسراییلي برید قربانیان؛ ۱۱۲ جسدونه په ډله‌ییز ډول خاورو ته وسپارل شول

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱
100%

نږدې درې کاله وروسته له هغه چې د غزې ښار پر څو استوګنیزو ودانیو د اسراییل برید شوی و، د ۱۱۲ فلسطینیانو جسدونه، چې د ۴۰ ماشومانو جسدونه هم په کې شامل دي، له خاورو راایستل شوي او د سې‌شنبې په ورځ په ډله‌ییز ډول خاورو ته وسپارل شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې، په دې موده کې د اسراییل دوامدارو بریدونو د ژغورنې ډلو ته د مړو د لټون او را ایستلو فرصت نه و ورکړی.

په راپور کې راغلي، د دیرالبلح ښار په سلګونو اوسېدونکو د هغو څه باندې ۱۰۰ تابوتونو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د فلسطین په بیرغونو پوښل شوي وو. د جنازې تر لمانځه وروسته، د قربانیانو جسدونه د ویجاړو شویو کوڅو او نړېدلو ودانیو له منځه نږدې هدیرې ته ولېږدول شول.

د راپور له مخې، قربانیان د «الحساینه» قبیلې غړي وو. فلسطیني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د غزې ښار د صبرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې د دې قبیلې ۳۰۸ غړي ووژل شول، هغه مهال چې اوسېدونکي په خپلو کورونو کې ویده وو.

د برید پر مهال، د سیمې خلکو یوازې د لومړنیو وسایلو او خپلو لاسونو په مرسته د شاوخوا ۴۰ کسانو جسدونه راویستل، خو لسګونه نور د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې پاتې شول.

د غزې د ملکي دفاع ادارې، چې تېره اوونۍ یې یو ځل بیا د برید ځای پلټلی، ویلي چې د ۱۱۲ نورو قربانیانو پاتې شوني، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، موندلي دي. دې ادارې زیاته کړې چې لا هم د هماغه برید ۱۵۷ کسان ورک ګڼل کېږي.

د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل رویټرز ته ویلي، قربانیان د عدلي طب د شواهدو او د ژوندي پاتې شویو د معلوماتو پر بنسټ پېژندل شوي دي. د هغه په وینا، ډېری جسدونه سخت تجزیه شوي وو او ځینې یې د جامو، د ټپونو نښو، طبي فلزي تختو او د ښځو د ګاڼو او د نوم لرونکو غاړکيو له لارې پېژندل شوي دي.

بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت د ثبت د څانګې مشر ظاهر الوحیدي اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه اووه زره او ۴۰۰ کسان د خپلو کورنیو له خوا د نړېدلو ودانیو لاندې د ورک شویو کسانو په توګه ثبت شوي دي. هغه ویلي، ښايي اصلي شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه په ځینو بریدونو کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي او هېڅوک نه دي پاتې چې د هغوی د ورکېدو راپور ثبت کړي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې اسراییل په غزه کې د نسل‌وژنې عمل ترسره کړی دی. د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې کمېسیون هم د جون میاشتې په خپل راپور کې ویلي وو چې اسراییل داسې کړنې دوام ورکړی چې د دې کمېسیون په وینا د نسل‌وژنې مصداق ګڼل کېږي، او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په قصدي ډول فلسطیني ماشومان په نښه کړي او وژلي دي.

اسراییل د نسل‌وژنې دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې پوځي عملیات یې د حماس پر ضد دي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ترسره کېږي.

ملګري ملتونه: میلیونونه میندې ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره له اړین ملاتړ بې‌برخې دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو کچه لوړې شوې، خو لا هم میلیونونه میندې اړین ملاتړ نه لري. افغانستان کې بیا یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي، حال دا چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ په مناسبت له هېوادونو غوښتي چې د میندو لپاره د شیدو ورکولو مسلکي مشورې پیاوړې، د زېږون پر مهال او وروسته د میندو ملاتړ زیات او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې لپاره سخت مقررات عملي کړي.

د دغو ادارو مشران وايي: «د مور شیدې ورکول حیاتي دي» او د ثابتو او اغېزمنو لارو چارو په برخه کې پانګونه کولی شي هر ماشوم ته د ژوند تر ټولو ښه پیل برابر کړي او میندو ته هغه پاملرنه او خدمتونه ورسوي چې ورته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، د مور شیدې ورکول ماشومانو ته اړین غذایي مواد برابروي، د هغوی معافیت پیاوړی کوي، د جدي ناروغیو پر وړاندې یې ساتنه کوي او د ذهني ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د مور لپاره هم د سینې او تخمدان سرطانونو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، که د مور شیدې ورکول په پراخه کچه پیاوړي شي، هر کال د نږدې ۴۰۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو د مړینې مخه نیول کېدای شي.

دواړه ادارې سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د زېږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې پیل کړي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه شي او له شپږو میاشتو وروسته دې د مناسبو او خوندي تکمیلي خوړو ترڅنګ تر دوو کلونو یا له هغې ډېر د مور شیدو ته دوام ورکړل شي.

افغانستان؛ یوازې نیمایي ماشومان یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي

د یونیسف افغانستان څانګې د تغذیې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي. دغه اداره وايي، د کافي او متنوع خوړو نشتوالی او د ماشومانو د تغذیې ناسمې لارې چارې د افغانستان د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۳،۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ کېدای شي. په دې ډله کې شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. همداراز اټکل کېږي چې نږدې ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به په همدې کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.

یونیسف وايي، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران په ځانګړي ډول د دوو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره جدي دی، ځکه د دغو ماشومانو د ودې په لومړیو پړاوونو کې د مور د شیدو ترڅنګ مناسبو او مغذي تکمیلي خوړو ته اړتیا زیاته وي.

د یونیسف په وینا، د افغانستان د خوارځواکۍ د بحران د مخنیوي لپاره د ټولنې په کچه د میندو د تغذیې او ماشومانو د شیدو ورکولو په اړه مشورې، د مناسبو لومړنیو خوړو ته د لاسرسي پراخول او د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول مهم دي.

د نړۍ کچه پرمختګ، خو لا هم لوی واټن

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د لومړیو شپږو میاشتو یوازې د مور په شیدو د تغذیې کچه په ۲۰۱۲ کال کې له شاوخوا ۳۷ سلنې څخه اوس له ۴۷ سلنې لوړه شوې ده. تر دوو کلونو پورې د شیدو ورکولو کچه هم په وروستیو کلونو کې له ۳۸ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

خو یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پرمختګ لا هم د نړیوالو ټاکل شویو موخو لپاره کافي نه دی. د دوی په وینا، د شیدو ورکولو د ملاتړ خدمتونه په ډېرو هېوادونو کې محدود دي، پالیسۍ په یوشان ډول نه عملي کېږي او د خدمتونو کیفیت، په ځانګړي ډول په بېوزلو، بحراني او بشري ناورین ځپلو سیمو کې، کافي نه دی.

دواړو ادارو ټینګار کړی چې «شواهد روښانه دي» او د روغتیايي نظامونو له لارې مسلکي ملاتړ، په ټولنو کې مشورې، د میندو لپاره معاش لرونکې رخصتۍ او کاري خوندیتوب او د مور د شیدو د بدیلو تجارتي محصولاتو د بازارموندنې د مقرراتو عملي کول، د شیدو ورکولو د کچې لوړولو له اغېزمنو او کم‌لګښته لارو څخه دي.

ملګري ملتونه وايي، د مور د شیدو ورکولو په برخه کې پانګونه اقتصادي ګټه هم لري، د دوی د اټکل له مخې، د دې برخې پر هر یو ډالر پانګونه شاوخوا ۵۹ ډالره اقتصادي عاید رامنځته کوي. دغه عاید د روغتیايي لګښتونو د کمېدو، د ماشومانو د ذهني ودې، د زده‌کړو د ښه پایلو او په راتلونکي کې د لوړ عاید له لارې ترلاسه کېږي.

ملګري ملتونه د نړیوالې شیدو ورکولو اوونۍ پر مهال له هېوادونو غواړي چې د روغتیايي نظامونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د میندو لپاره د زېږون مخکې، د زېږون پر مهال او وروسته د شیدو ورکولو لازم ملاتړ برابر کړي او دغه خدمتونه په بېړنیو او بشري ناورینونو کې هم له منځه ولاړ نه شي.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱
100%

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو د تېر کال د اوربند تړون د عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د یکشنبې په بریدونو کې څلور کسان په دېرالبلاح کې وژل شوي دي. خان‌یونس ته نږدې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي. په غزې ښار کې هم یوه کورنۍ (مېړه، ښځه او ماشوم) وژل شوي دي او پنځه نور د غزې ښار او جبالیا په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.

د اسراییل پوځ ویلي، په دېرالبلاح کې یې پر هغه اپارتمان برید کړی چې د حماس د ځانګړو ځواکونو دوه قوماندانان په‌کې مېشت وو. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، حماس او نورو فلسطیني وسله‌والو ډلو پر بې‌وسلې کېدو هوکړه کړې ده. د هغه دغه څرګندونې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې وې.

خو د اسراییل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي اېلي کوهن د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل حکومت به حماس ته د بې‌وسلې کېدو فرصت ورکړي؛ خو دوی باور نه‌لري چې دا کار به وشي.

کوهن د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي، چې تراوسه د غزې پر ضد د بریدونو بندېدو هېڅ تړون نه‌دی شوی. هغه وویل، که حماس بې‌وسلې نه‌شي نو اسراییل باید د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. د هغه په وینا؛ اسراییل اوس‌مهال د غزې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.

هغه زیاته کړه: «په هغه تړون کې چې موږ له امریکا سره کړی، زموږ دریځ دا دی چې حماس باید ختم شي. دا لومړنی کار دی چې باید وشي». د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ تر اوربند وروسته لږترلږه ۱,۲۳۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

بل لور ته د اسراییل د شمېرو له مخې؛ په همدې موده کې څلور اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.

هغه ډله چې د «ټرمپ د سولې پلاوی» بلل کېږي او امریکا یې مشري کوي، د جمعې په ورځ د اوربند تړون د وروستیو پړاوونو بشپړولو لپاره ۱۵ ماده‌ییزه نقشه خپره کړه. حماس ویلي، مخکې له دې چې خپلې وسلې د فلسطین یوې نوې ادارې ته وسپاري؛ اسراییل باید خپل بریدونه ودروي او د اوربند د تړون له مخې خپل پوځ له غزې وباسي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم د یکشنبې په ورځ وویل، حماس «ډېر انعطاف» ښودلی؛ خو اسراییل یې تورن کړ چې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په جګړه کې نوي شرایط په زور رامنځته کړي.

هغه وویل: «په داسې حال کې چې سیاسي خبرې مخ په وړاندې روانې دي، د بریدونو زیاتېدل ښيي چې اشغالګر حکومت غواړي د جګړې د پای ته رسېدو بهیر کمزوری کړي او په زور نوي حقیقتونه پر خلکو وتپي».

په جولای میاشت کې په پاکستان کې د بریدونو له امله ۶۰۶ کسان وژل شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پکس) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د چنګاښ په میاشت کې په دغه هېواد کې د بریدونو او پوځي عملیاتو له امله ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي. راپور وايي، په دې میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري او ۴۰۱ وسله‌وال وژل شوي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر پېښو نظر ساتونکي څېړنیز بنسټ «د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ» په یو نوي راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې په ټول هېواد کې د بریدونو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په دې میاشت کې په ټولیزه توګه ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د شنبې په ورځ د پکس له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، په جولای میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

دا د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې په یوه میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر ټولو لوړ ځاني زیان دی او په تېره څه باندې یوه لسیزه کې دویم لوی میاشتنی زیان دی.

د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ۱۱۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي وو، چې له هغې جملې څخه شاوخوا ۱۰۲ تنه د پېښور په پولیس لاینز کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

په راپور کې ویل شوي، چې د جولای په میاشت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۰۱ وسله وال وژل شوي، چې دا په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د وژل شویو وسله والو تر ټولو لویه شمېره ده.

د پکس په وینا، په جولای کې د ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه اته پېښې شوې دي، چې په هغو کې له باروتو څخه د ډکو موټرو په واسطه پنځه ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.

دا په تېره یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د ثبت شویو ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د پکس د ارقامو له مخې، له پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) پرته په پاتې خیبر پښتونخوا کې د جولای په میاشت کې په ټولیزه توګه ۱۵۴ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په جون کې دا شمېر ۷۵ و.

په دې توګه په ټولیزو مړینو کې ۱۰۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ټپیانو شمېر هم له ۶۰ څخه ۹۸ ته لوړ شوی دی.

په دې سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ځاني زیان له ۱۲ څخه ۳۸ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د راپور له مخې، د وژل شویو وسله‌والو شمېر په ۱۹۲ سلنه زیاتوالي سره له ۳۷ څخه ۱۰۸ ته رسېدلی دی.

خو د ملکي وګړو په مړینه کې ۷۳ سلنه کموالی راغلی او دا شمېر له ۲۶ څخه اوو ته راښکته شوی دی.

په تیره اونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پیښو له امله له دېرشو څخه ډیر کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې پولیس او پوځي پرسونل دي، په داسې حال کې چې په ځینو کې حکومت پلوه ملکي وګړي هم شامل دي.