د جرمني په هوايي ډګر کې یوه بس چلوونکي په چاودېدونکو توکو سمبال ډرون را غورځولی

د جرمني په لایپزیګ هوايي ډګر کې یوه بس چلوونکي په چاودېدونکو توکو سمبال ډرون « په لغته» وهلی او راغورځولی دی. چارواکي وايي، دغه اقدام ښايي د یوه احتمالي برید مخه نیولې وي خو زیاته کړې یې ده چې د ډرون د سرچینې په اړه څېړنې روانې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د جرمني په لایپزیګ/هاله هوايي ډګر کې یوه بس چلوونکي یو چاودېدونکي ډرون هغه مهال له منځه یووړ چې په ټیټه ارتفاع کې الوت.
د جرمني د پارلمان د کورنیو چارو کمېټې غړي ډېټلف زایف ویلي، دغه چلوونکي د سې شنبې په شپه ډرون لیدلی او په زړورتیا یې په «لغته» وهلی.
د جرمني څارنوالانو ویلي، دغه ډرون په مسلکي چاودېدونکو توکو او د چاودنې په وسیلې سمبال و او د پېښې په اړه د ترهګرۍ ضد څېړنه پیل شوې ده.
چارواکي وايي، دا یوه جدي پېښه وه چې ښايي د جرمني پر کورني او بهرني امنیت یې اغېز کړی وای. تر اوسه معلومه نه ده چې ډرون له کوم ځایه راغلی او څنګه د هوايي ډګر محدودې سیمې ته داخل شوی و.
لایپزیګ هوايي ډګر د ناټو د ستراتیژیک هوايي لېږد د نړیوال پروګرام SALIS مهمه لاره ده، چې د تجهیزاتو د لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېږي. دغه هوايي ډګر د جرمني د نړیوال باروړونکې شرکت ډي ایچ اېل په ګډون د لوژستیکي شرکتونو د فعالیتونو لپاره هم کارول کېږي.
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د پېښې له ځایه د راټولو شویو شواهدو له مخې ډرون د اوکراین انتونوف An-124 بار وړونکو الوتکو ته نږدې موندل شوی و.
