قاضي براین بیدشاید د پنجشنبې په وروستیو کې په خپل حکم کې ویلي چې د دې پیسو ډېره برخه یا ۴۲۰ میلیونه ډالر به د ځوانانو لپاره د درملنې خدمتونو ته ځانګړې شي. پاتې پیسې به د پوهاوي، زیانونو مخنیوي، د ستونزو د معلومولو اړوند خدمتونو او نورو لګښتونو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې وکارول شي.
دا نوې سزا پر هغو ۳۷۵ میلیونه ډالرو مدني جریمو سرباري ده چې د مارچ په میاشت کې یوې جرګې (jury) پر مېټا لګولې وې. جرګې پرېکړه کړې وه چې شرکت ښه خبر و او د ماشومانو رواني روغتیا ته یې زیان رسولی.
په دویم پړاو کې څارنوالانو له قاضي وغوښتل چې پر مېټا اساسي بدلونونه ولګوي.
په دې توګه، د مېټا ټول مالي مسولیت ۹۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دا اندازه د شرکت د کلني عاید په پرتله ډېره کمه ده، ځکه مېټا په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر ګټه کړې وه.
سره له دې، دا پرېکړه د مېټا لپاره بله ستونزه بلل کېږي، ځکه شرکت د زرګونو هغو کورنیو له لوري له ګڼو دعوو سره مخ دی چې وايي د ټولنیزو رسنیو له امله یې ماشومان زیانمن شوي دي.
د نیو مکسیکو لوی څارنوال راول تورېز وویل چې دا پرېکړه یو روښانه پیغام ورکوي چې شرکتونه به هغه وخت مسوول وبلل شي چې د دوی د محصولاتو ډیزاینونه ماشومان له خطر سره مخ کړي.
هغه وویل: «د نن ورځې پرېکړه د هرې هغې مور او پلار بری دی چې د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه اندېښمن دي او د هر هغه ماشوم بری دی، چې د انلاین نړۍ په برخه کې د خوندي ودې حق لري.»
مېټا ویلي چې د دې پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.
شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د خپلو پلاتفورمونو د کاروونکو د خوندي ساتلو لپاره سخت کار کوو او د ناوړه کسانو او زیان رسوونکو محتواوو د پېژندلو او لرې کولو ستونزو په اړه مو روڼتیا ساتلې ده. موږ لا هم باور لرو چې د ځوانانو د انلاین خوندیتوب په برخه کې زموږ ریکارډ پیاوړی دی او د هغو ادعاوو پر وړاندې به دفاع وکړو چې حقایق ناسم بیانوي.»
قاضي امر کړی چې فیسبوک او انسټاګرام باید داسې معلوماتي پاڼې او خبرتیاوې جوړې کړي چې کاروونکو ته په روښانه ډول د خوندیتوب ځانګړتیاوې، غوره لارې او د نامناسبو تبصرو د مخنیوي وسایل تشریح کړي.
دا بدلونونه او په نیو مکسیکو کې د پوهاوي کمپاین به د ایالت له خوا وڅارل شي.
محکمې ویلي چې د ماشومانو د محرمیت فدرالي قوانین مېټا ته اجازه نه ورکوي چې د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د عمر د تایید په موخه له هغوی شخصي معلومات وغواړي یا یې انلاین وڅاري.
مېټا باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۳ کلونو څخه کم عمر لرونکو کاروونکو د پېژندلو ځانګړی ماډل هم جوړ کړي.
همداراز، شرکت باید په نیو مکسیکو کې له هغو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو څخه د عمر ثبوت وغواړي چې اټکل کېږي له ۱۳ کلونو کم عمر لري.