سعودي، ترکیې او پاکستان د «مکې د ګډې دفاع تړون» لاسلیک کړ

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې د ګډې دفاع تړون» لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې د ګډې دفاع تړون» لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
دا تړون د مکې په ښار کې د ګډې دفاع په اړه د یادو هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال لاسلیک شو، چې د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف پکې ګډون کړی و.
د درې واړو هېوادونو مشرانو په دې غونډه کې د خپلو هېوادونو ترمنځ پر غوره اړیکو خبرې وکړې او د ګډو علاقې وړ سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه یې نظرونه شریک کړل.
د «مکې د ګډ دفاع تړون» له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید به د ټولو غړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
دغه تړون همداراز د دفاعي او پوځي همکاریو د پراختیا، د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو، د چمتووالي د کچې د لوړولو او د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د هغوی د وړتیا د پیاوړتیا لپاره تنظیم شوی دی.

د امریکا د نیو مکسیکو یوې محکمې د انسټاګرام او فیسبوک مور شرکت مېټا ته حکم وکړ چې ۵۶۷ میلیونه ډالر ورکړي، څو د ددغو پلاتفورمونو له امله ماشومانو او ځوانانو ته د اوښتو زیانونو د کمولو لپاره د درملنې، پوهاوي او اغیزو مخنیوي پروګرامونه تمویل شي.
قاضي براین بیدشاید د پنجشنبې په وروستیو کې په خپل حکم کې ویلي چې د دې پیسو ډېره برخه یا ۴۲۰ میلیونه ډالر به د ځوانانو لپاره د درملنې خدمتونو ته ځانګړې شي. پاتې پیسې به د پوهاوي، زیانونو مخنیوي، د ستونزو د معلومولو اړوند خدمتونو او نورو لګښتونو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې وکارول شي.
دا نوې سزا پر هغو ۳۷۵ میلیونه ډالرو مدني جریمو سرباري ده چې د مارچ په میاشت کې یوې جرګې (jury) پر مېټا لګولې وې. جرګې پرېکړه کړې وه چې شرکت ښه خبر و او د ماشومانو رواني روغتیا ته یې زیان رسولی.
په دویم پړاو کې څارنوالانو له قاضي وغوښتل چې پر مېټا اساسي بدلونونه ولګوي.
په دې توګه، د مېټا ټول مالي مسولیت ۹۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دا اندازه د شرکت د کلني عاید په پرتله ډېره کمه ده، ځکه مېټا په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر ګټه کړې وه.
سره له دې، دا پرېکړه د مېټا لپاره بله ستونزه بلل کېږي، ځکه شرکت د زرګونو هغو کورنیو له لوري له ګڼو دعوو سره مخ دی چې وايي د ټولنیزو رسنیو له امله یې ماشومان زیانمن شوي دي.
د نیو مکسیکو لوی څارنوال راول تورېز وویل چې دا پرېکړه یو روښانه پیغام ورکوي چې شرکتونه به هغه وخت مسوول وبلل شي چې د دوی د محصولاتو ډیزاینونه ماشومان له خطر سره مخ کړي.
هغه وویل: «د نن ورځې پرېکړه د هرې هغې مور او پلار بری دی چې د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه اندېښمن دي او د هر هغه ماشوم بری دی، چې د انلاین نړۍ په برخه کې د خوندي ودې حق لري.»
مېټا ویلي چې د دې پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.
شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د خپلو پلاتفورمونو د کاروونکو د خوندي ساتلو لپاره سخت کار کوو او د ناوړه کسانو او زیان رسوونکو محتواوو د پېژندلو او لرې کولو ستونزو په اړه مو روڼتیا ساتلې ده. موږ لا هم باور لرو چې د ځوانانو د انلاین خوندیتوب په برخه کې زموږ ریکارډ پیاوړی دی او د هغو ادعاوو پر وړاندې به دفاع وکړو چې حقایق ناسم بیانوي.»
قاضي امر کړی چې فیسبوک او انسټاګرام باید داسې معلوماتي پاڼې او خبرتیاوې جوړې کړي چې کاروونکو ته په روښانه ډول د خوندیتوب ځانګړتیاوې، غوره لارې او د نامناسبو تبصرو د مخنیوي وسایل تشریح کړي.
دا بدلونونه او په نیو مکسیکو کې د پوهاوي کمپاین به د ایالت له خوا وڅارل شي.
محکمې ویلي چې د ماشومانو د محرمیت فدرالي قوانین مېټا ته اجازه نه ورکوي چې د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د عمر د تایید په موخه له هغوی شخصي معلومات وغواړي یا یې انلاین وڅاري.
مېټا باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۳ کلونو څخه کم عمر لرونکو کاروونکو د پېژندلو ځانګړی ماډل هم جوړ کړي.
همداراز، شرکت باید په نیو مکسیکو کې له هغو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو څخه د عمر ثبوت وغواړي چې اټکل کېږي له ۱۳ کلونو کم عمر لري.
دوو باوري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړي. سرچینو د دغه تړون د محتوا او د درېیو هېوادونو د همکارۍ د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جمعې په ورځ ریاض ته روان شي، څو د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.
د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ادارې مشر برهانالدین دوران ویلي، اردوغان به د خپل یو ورځني سفر پر مهال د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په وروستیو میاشتو کې د سیمې د تحولاتو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې د پایلو په اړه خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي.
بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ورسره مل دی، سعودي عربستان ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې سیمهییز امنیت، دفاعي همکاري او د منځني ختیځ وروستي بدلونونه د ریاض د خبرو اصلي محورونه وي.
د ترکیې حکومت تر اوسه د دې غونډې رسمي اجنډا نه ده خپره کړې، خو باوري سرچینې وایي چې د سیمې امنیت، د سمندري لارو ګواښونه، د ایران د جګړې اغېزې او د دفاعي همکاریو پراختیا به د بحث مهم موضوعات وي.
دا درې اړخیزه غونډه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې سعودي عربستان د سره سمندر، بابالمندب تنګي او عدن خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ او د انرژۍ د لېږد د خوندي کولو لپاره د څو هېوادونو د سمندري ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړ. ریاض ویلي وو، دا نوښت د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې رامنځته شوی دی.
ترکیه، چې د ناټو غړې ده، او پاکستان، چې اټومي ځواک بلل کېږي، د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې دي چې له دې نوښت څخه یې ملاتړ کړی، خو انقرې لا نه دي ویلي چې د دغه ائتلاف په عملیاتو کې به عملي ګډون وکړي که نه.
دغه سفر د ترکیې، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستۍ غونډې وروسته ترسره کېږي. د «آر-۴» په نوم دغه چوکاټ، چې د مارچ میاشتې په غونډو کې رامنځته شو، موخه یې د سیمهییزو تحولاتو په اړه همغږي، د ډیپلوماتیکو حللارو پرمختګ او د امنیتي ننګونو پر وړاندې ګډه همکاري بلل شوې ده.
په همدې حال کې، د ترکیې او سعودي عربستان دفاعي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې له «بایکار» شرکت سره د بېپیلوټه الوتکو د پېر لوی تړون لاسلیک کړ او یو کال وروسته دواړو هېوادونو د بېپیلوټه الوتکو د ګډ تولید، د ټکنالوژۍ د لېږد او د ځواکونو د روزنې پر سر هم هوکړې وکړې.
دواړو هېوادونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د «ګوکبَی» په نوم د ترانسپورتي چورلکې د ګډ تولید لپاره هم تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه، د ترکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې «KAAN» په پروژه کې د سعودي عربستان د احتمالي ګډون په اړه هم خبرې روانې دي.
د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي وایي، حکومت به یې هغو کروندګرو ته د مالي او اعتباري مرستو ځانګړی پروګرام پيل کړي، چې د روسیې د بریدونو له امله یې بندرونه او د سمندري لېږد رالېږد تاسیسات زیانمن شوي دي.
زېلنسکي د پنجشنبې په ماښام په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې وویل، چې دغه پروګرام د حکومت په غونډه کې وروستی شوی او تر ټولو ډېر به هغو کروندګرو ته ځانګړی وي، چې د روسیې د بریدونو له امله د اوکراين پر بندرونو او د سمندري صادراتو پر دهلېز له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د اوکراين د ولسمشر په وینا، په دې مرستندویه پروګرام کې سبسایډي لرونکي پورونه او نورې مالي اسانتیاوې شاملې دي، او عملي پلي کېدل به یې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
په وروستیو اوونیو کې روسیې او اوکراين، چې دواړه د نړۍ له سترو کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د غنمو له لویو صادروونکو هېوادونو څخه دي، د تور سمندرګي په سیمه کې د یو بل د کرنیزو صادراتو تاسیسات او سوداګریزې بېړۍ په متقابلو بریدونو کې په نښه کړې دي.
د اوکراين د اودیسا سیمې والي، اوله کیپر، ویلي چې د روسیې د برید له امله یوه بهرنۍ بیرغ لرونکې بېړۍ، چې د غنمو بار یې لېږداوه، د تور سمندرګي په اوبو کې زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا، په دې برید کې د بېړۍ د عملې یو غړی وژل شوی او په بېړۍ کې اور هم لګېدلی دی. د اوکراين د سمندري بندرونو ادارې ویلي، چې دغه بېړۍ د ګینه بیساو تر بیرغ لاندې روانه وه.
اوکراين تر دې وړاندې په تور سمندرګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره یو سمندري دهلېز جوړ کړی و، چې د دغه هېواد د ساحلونو په اوږدو کې د رومانیا تر سمندري پولو پورې غځېدلی و، خو په وروستیو اوونیو کې پر همدې لارې تېرېدونکې بېړۍ هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د اوکراين د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل وروسته د روسیې بریدونو د اوکراين د صادراتي زېربناوو پر وړاندې د نړۍ د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې کړې او د میلیونونو کورنیو لپاره یې د خوړو ناامني لا پسې زیاته کړه.
هغه پر اېکس یوه پېغام کې لیکلي، چې روسیه اوس هم هڅه کوي د اوکراين په بندرونو او د سمندري صادراتو په دهلېز کې د ملکي بېړیو په نښه کولو سره هماغه پایلې تکرار کړي، او دا وضعیت یو ځل بیا د نړۍ د خوړو پر امنیت پراخې منفي اغېزې لرلای شي.
په همدې حال کې، د اوکراين د کرنې وزارت مرستیال، تاراس ویسوتسکي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د غلو دانو د صادراتو بدیلې لارې به تر اګست میاشتې تر پایه مخکې اړین ظرفیت ته ونه رسېږي، او آن له هغه وروسته به هم یوازې د هغو صادراتو شاوخوا نیمایي جبران کړای شي، چې پخوا د تور سمندرګي له بندرونو ترسره کېدل.
بل لور ته، د روسیې د غلو دانو سترې اتحادیې تېره میاشت خبرداری ورکړی و، چې د روسیې پر بېړیو او بندرونو د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو دوام ښايي په نږدې راتلونکي کې د تور سمندرګي له لارې د دغه هېواد د غلو دانو صادرات له خنډ سره مخ کړي؛ داسې وضعیت چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ترڅنګ به په افریقا او منځني ختیځ کې د لوږې د پراخېدو لامل هم شي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د خپرېدو د مهار لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د کشف، درملنې او د ټولنو د ګډون هڅې چټکې شي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا د مخنیوي لپاره باید د خلکو پر بنسټ اقدامات پیاوړي شي، د ناروغانو د ژر پېژندنې، د تماسونو د تعقیب، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ چارې پراخې شي.
د راپور له مخې، یوګانډا د جولای په ۲۸مه د ناروغۍ د ختمېدو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې ۲۰ تایید شوې پېښې او دوه مړینې ثبت شوې وې. روغتیايي چارواکو ویلي، د ټولو پېژندل شویو ناروغانو تماسونه تر څارنې لاندې نیول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوګانډا د چټک غبرګون، د روغتیايي کارکوونکو د هڅو او د ټولنو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد تجربه ښيي چې د ایبولا مهار د ژر تشخیص، د تماسونو د تعقیب او د خلکو د باور له لارې ممکن دی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، د ایبولا د مخنیوي بریا به تر ډېره د خلکو په همکارۍ پورې تړلې وي. دوی ویلي، خلک باید له باوري سرچینو سم معلومات ترلاسه کړي، د ناروغۍ نښې وپېژني، ژر خبر ورکړي او له وېرې پرته درملنې ته لاسرسی ولري.
دملګرو ملتونود معلوماتو له مخې، د اګست تر ۴مې نېټې پورې په ډیموکراتیکه کانګو کې د ایبولا ۳۹۷۳ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۱۸۰۱ کسان مړه شوي او ۷۷۶ نور بېرته روغ شوي دي.
راپور زیاتوي چې ناروغي د دغه هېواد په پنځو ولایتونو او ۵۱ روغتیايي سیمو کې خپره شوې ده. په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ نوې تایید شوې پېښې او ۵۲ مړینې ثبت شوې دي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي، د ناروغانو د تماسونو تعقیب ۷۵ سلنه دی، په داسې حال کې چې د ناروغۍ د خپرېدو د ځنځیرونو د ماتولو لپاره باید دا کچه لږ تر لږه ۹۵ سلنې ته ورسېږي.
د راپور له مخې، دا مهال ۶۷۴ کسان تر درملنې لاندې دي او په شمالي کیوو کې د درملنې مرکزونو ظرفیت تر فشار لاندې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: «د ډیموکراتیکې کانګو په ختیځو سیمو کې د ایبولا خپرېدل زموږ له غبرګون څخه چټک روان دي، نو اړینه ده چې د مخنیوي ټولې هڅې په چټکۍ پراخې کړو.»
هغه زیاته کړې: «موږ له حکومت، اغېزمنو ټولنو او هغو زړورو روغتیايي کارکوونکو سره ولاړ یو چې په ډېرو سختو شرایطو کې خدمت کوي، خو دا کار دوامدارې ژمنې، زیاتو سرچینو او قوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»
اعلامیه ټینګار کړی چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید د سفرونو او سوداګرۍ پر محدودولو تمرکز ونه شي، بلکې هېوادونه باید څارنه، لابراتواري ظرفیت، چمتووالی او د سرحدونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.
نږدې درې کاله وروسته له هغه چې د غزې ښار پر څو استوګنیزو ودانیو د اسراییل برید شوی و، د ۱۱۲ فلسطینیانو جسدونه، چې د ۴۰ ماشومانو جسدونه هم په کې شامل دي، له خاورو راایستل شوي او د سېشنبې په ورځ په ډلهییز ډول خاورو ته وسپارل شول.
د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې، په دې موده کې د اسراییل دوامدارو بریدونو د ژغورنې ډلو ته د مړو د لټون او را ایستلو فرصت نه و ورکړی.
په راپور کې راغلي، د دیرالبلح ښار په سلګونو اوسېدونکو د هغو څه باندې ۱۰۰ تابوتونو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې د فلسطین په بیرغونو پوښل شوي وو. د جنازې تر لمانځه وروسته، د قربانیانو جسدونه د ویجاړو شویو کوڅو او نړېدلو ودانیو له منځه نږدې هدیرې ته ولېږدول شول.
د راپور له مخې، قربانیان د «الحساینه» قبیلې غړي وو. فلسطیني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د غزې ښار د صبرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې د دې قبیلې ۳۰۸ غړي ووژل شول، هغه مهال چې اوسېدونکي په خپلو کورونو کې ویده وو.
د برید پر مهال، د سیمې خلکو یوازې د لومړنیو وسایلو او خپلو لاسونو په مرسته د شاوخوا ۴۰ کسانو جسدونه راویستل، خو لسګونه نور د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې پاتې شول.
د غزې د ملکي دفاع ادارې، چې تېره اوونۍ یې یو ځل بیا د برید ځای پلټلی، ویلي چې د ۱۱۲ نورو قربانیانو پاتې شوني، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، موندلي دي. دې ادارې زیاته کړې چې لا هم د هماغه برید ۱۵۷ کسان ورک ګڼل کېږي.
د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل رویټرز ته ویلي، قربانیان د عدلي طب د شواهدو او د ژوندي پاتې شویو د معلوماتو پر بنسټ پېژندل شوي دي. د هغه په وینا، ډېری جسدونه سخت تجزیه شوي وو او ځینې یې د جامو، د ټپونو نښو، طبي فلزي تختو او د ښځو د ګاڼو او د نوم لرونکو غاړکيو له لارې پېژندل شوي دي.
بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت د ثبت د څانګې مشر ظاهر الوحیدي اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه اووه زره او ۴۰۰ کسان د خپلو کورنیو له خوا د نړېدلو ودانیو لاندې د ورک شویو کسانو په توګه ثبت شوي دي. هغه ویلي، ښايي اصلي شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه په ځینو بریدونو کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي او هېڅوک نه دي پاتې چې د هغوی د ورکېدو راپور ثبت کړي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې اسراییل په غزه کې د نسلوژنې عمل ترسره کړی دی. د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې کمېسیون هم د جون میاشتې په خپل راپور کې ویلي وو چې اسراییل داسې کړنې دوام ورکړی چې د دې کمېسیون په وینا د نسلوژنې مصداق ګڼل کېږي، او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په قصدي ډول فلسطیني ماشومان په نښه کړي او وژلي دي.
اسراییل د نسلوژنې دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې پوځي عملیات یې د حماس پر ضد دي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ترسره کېږي.