د ایران ولسمشر: هېڅکله مې استعفا نهده ورکړې او که استعفا ورکړم بیا رسمي اعلان کوم

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په یوې تازه ټلوېزیوني مرکه کې د هغه د استعفاه اړوند اوازې رد کړې. هغه زیاته کړه، که استعفا وکړي، نو بیا به یې رسمي اعلان هم کړي.
مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) همدارنګه ویلي: «زه به ودرېږم او هغه خنډونه او ستونزې چې کارونه ټکني کوي، خلکو ته به یې په اړه معلومات ورکوم».
هغه له امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي، چې د ایران د پارلمان له رییس محمد قالیباف څخه غوښتنه شوې چې د مذاکراتي پلاوي مشري پر غاړه واخلي او قالیباف هم دغه وړاندیز منلی وو.
پزشکیان ویلي، چې د دولت او د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر مجتبی خامنهيي ترمنځ او همدارنګه د دولت او پوځي ځواکونو ترمنځ هېڅ اختلاف نهشته.
هغه زیاته کړې، چې په ایران کې ټولو لورو د اسلاماباد هوکړهلیک منلی او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له ۱۳ غړو څخه ۱۲ کسانو د دغه هوکړهلیک له متن څخه دفاع کړې او پر ملاتړ یې رایه ورکړې ده.
پزشکیان د امریکا له متحده ایالتونو سره د خبرو اترو په اړه ویلي: «امریکایانو غوښتل چې په خبرو اترو کې زموږ ټول پوځي ځواک له موږ څخه واخلي». هغه زیاته کړې: «موږ د دې لپاره چې وکولای شو خپل ژوند او هېواد وساتو، باید پوه شو چې کله جګړه وکړو او کله سوله وکړو».
پزشکیان د «سنېپ بیک» یا د بندیزونو د بېرته فعالېدو د میکانیزم په اړه ویلي، چې دا اقدام د اروپايي هېوادونو لهخوا ترسره شو او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې تړاو نهدرلود.
هغه زیاته کړې، چې د اسلامي جمهوریت حکومت د رهبرۍ په همغږۍ په نیویارک کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره یوې هوکړې ته رسېدلی وو، خو اروپايي هېوادونو په پای کې د بندیزونو د بېرته فعالېدو میکانیزم عملي کړ.
پزشکیان همدارنګه ویلي: «له هر هېواد څخه چې پر موږ برید وشي، موږ به هم پر هماغه ځای برید وکړو».
هغه د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په اړه ویلي، چې د اسلامي جمهوریت اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې شوي، خو په کور دننه د نظرونو د توپیر له امله په دې برخه کې لا هم ځینې ستونزې او ننګونې شته.
