عراقچي د مکې د ګډ دفاعي تړون په اړه: داسې وخت رارسېدلی چې یوازې پر خپلو ځانونو تکیه وکړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون په تړاو ویلي: «داسې وخت رارسېدلی چې یوازې پر خپلو ځانونو تکیه وکړو او ریښتینې ورورګلوي خپله کړو». سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې ګډ دفاعي تړون» نن (جمعه) لاسلیک کړی دی.
عباس عراقچي د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په خپله اېکسپاڼه زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوالو ځواکونو «د نړۍ د تر ټولو ګران بیه نظامي ځواک» پر وړاندې چمتووالی، وړتیا او ځواکمنتیا ښودلې ده.
هغه لیکلي: «کله چې مسلمانان د یو بل تر څنګ ودرېږي، موږ کولای شو له هر هغې ننګونې سره چې د بد غوښتونکو بهرنیانو له خوا رامنځته کېږي، په مستقیمه توګه مقابله وکړو».
له دې سره سم، د ایران د مجلس د ملي امنیت کمېسیون غړي محمود نبویان، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ ګډ دفاعي تړون ته په غبرګون کې ویلي: «د امریکا پر نوکرانو پورې راځړېدل به هم سعودي عربستان ته امنیت رانهوړي».
نبویان زیاته کړه: «د سعودي واکمنان باید پوه شي، لکه څنګه چې د امریکا اډو ونهکولای شول هغوی ته امنیت راوړي، د امریکا پر نوکرانو پورې راځړېدل به هم هغوی ته امنیت رانهوړي».
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
دا تړون د مکې په ښار کې د ګډې دفاع په اړه د یادو هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال لاسلیک شو، چې د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف پهکې ګډون کړی وو.
دغه تړون همداراز د دفاعي او پوځي همکاریو د پراختیا، د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو، د چمتووالي د کچې د لوړولو او د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د هغوی د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره تنظیم شوی دی.
