د ایران د مرکزي بانک رییس: د ایران اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی خو د نړېدو درشل کې نهدی

د ایران د مرکزي بانک رییس په دغه هېواد کې د ۱۵۰ تر ۱۸۰ سلنې انفلاسیون او په راتلونکو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه د امریکا د مالیې وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وویل، د ایران اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی، خو د «پاشل کېدو» له انځور سره توپیر لري.
عبدالناصر همتي، د جمعې په ورځ (د زمري۱۶مه) د ایران دولتي رسنیو ته وویل: «دې ته له کتو پرته چې دا هوکړه وشي او که نه، همدا څرګندونې د ایران د اقتصاد د نږدې پاشل کېدو په اړه له ځینو پخوانیو دریځونو سره په ټکر کې دي».
هغه د جګړې او اقتصادي فشارونو له امله رامنځته شوي شرایط د انفلاسیون او بېکارۍ د زیاتېدو لاملونه وبلل او ویې ویل، چې د ایران اقتصاد لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک رییس همداراز په ډاګه کړه، چې د امریکا د غیر کرنیز اشتغال په تړاو د راپورونو خپرېدل او د تېل د بیو تحولات او نور ټولنیز شاخصونه ښيي چې د امریکا اقتصاد هم له «پام وړ فشارونو او خطرونو» سره مخ دی.
نوموړي څرګنده کړه، چې مرکزي بانک هڅه کوي د پیسو د زیاتوالي (نقدینګۍ)، انفلاسیون او د اسعارو د بازار د نوساناتو مخنیوی وکړي او پرېنږدي چې د بودجې کسر د مرکزي بانک له سرچینو څخه تامین شي.
