امریکایي سناتور: د امریکا موخه باید د ایران دولت ړنګول وي

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند سناتور ټېډ کروز، له ایران انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په اړه باید د امریکا موخه د «حکومت ړنګول» او له واکه د هغه د واکمنانو لرې کول وي.
د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند سناتور ټېډ کروز د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) له ایران انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «زه باور لرم چې زموږ موخه باید د حکومت ړنګول وي؛ یعنې د هغو مذهبي لیونیانو له واکه لرې کول چې غواړي امریکایان ووژني. هغوی د ایران د خلکو لپاره مستبد واکمنان او د امریکا د خلکو لپاره سخت او بېرحمه دښمنان پاتې شوي دي».
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت سره د احتمالي هوکړې په اړه ویلي، چې د داسې هوکړې له جزییاتو خبر نهدی، خو هیله یې څرګنده کړه، چې د امریکا حکومت داسې یوې لارې ته داخل نهشي چې په پایله کې یې د ایران اسلامي جمهوریت ته میلیاردونه ډالر ورکړل شي.
کروز همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د پوځي اقدام ملاتړ کړی او ټرمپ یې یو پیاوړی اعلی سرقوماندان بللی چې په باور یې، د امریکا د امنیت د خوندي کولو لپاره اقدام کوي.
دغه سناتور د ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو په اړه ویلي، چې د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شوی قانون ټرمپ ته د نورو بندیزونو د لګولو واک ورکوي او د امریکا ولسمشر به د دغه واک د کارولو او د هغې د وخت په اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن(جمعه د زمري ۱۶مه) هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد مالیې وزارت له ایران سره یو شمېر تړلې صرافۍ او پوښښي شرکتونه تحریم کړي دي. د امریکا په باور، یادو صرافیو او شرکتونو له تهران سره مرسته کوله، څو د نړیوال مالي سیستم له لارې په سلګونو میلیونه ډالره په پټه ولېږدوي.
