لاس انجلس ټایمز: د تهران نویو شرطونو د هرمز تنګي په تړاو مذاکرات لا پیچلي کړي دي

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې د هُرمز تنګي د بېرته پرانېستلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت نوي شرطونه ښايي د دې سمندري لارې د سمبالښت او د بېړیو د تګ راتګ په اړه خبرې اترې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د دې ورځپاڼې په وینا، امریکا غواړي د سمندري کلابندۍ له پای ته رسېدو مخکې د هرمز تنګي په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي، خو تهران د دې لارې د بېرته پرانېستلو لپاره د یو لړ سیاسي، پوځي او اقتصادي غوښتنو پلي کېدل د مخکیني شرط په توګه مطرح کړي دي.
لاس انجلس ټایمز همداراز راپور ورکړی، چې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو د ۶۰ ورځني مهلت تر پای ته رسېدو یوازې څه باندې یوه اونۍ پاتې ده.
خو د دې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې دغه موده د غځېدو وړ ده او خبرې اترې لا هم روانې دي.
لاس انجلس ټایمز زیاته کړې، چې د خبرو اترو له دوام سره سره، په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ لا هم د جګړې له پیل مخکې حالت پرتله کم دی.
د ورځپاڼې په وینا، پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو دوام او په دغه ستراتیژیکه سمندري لار کې د بېړیو د تګ راتګ کمېدل لا هم د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو سیوری غوړولی دی.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د نفتو او طبیعي ګازو د لېږد لپاره کارېږي. په دې لار کې د بېړیو د تګ راتګ هر ډول اوږدمهاله ګډوډي کولای شي د نړۍ د انرژۍ پر رسد او بیو اغېز وکړي.
