ایران وايي، د هرمز تنګي پر سر هوکړې ته نږدې شوي خو یوازې دا هوکړه تنګی نه شي پرانېستلی

ایران د شنبې په ورځ وویل چې له عمان سره د هرمز تنګي د کنټرول په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوی، خو دا هوکړه به په یوازې ځان تنګی د تګ راتګ لپاره خلاص نه کړای شي. په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو وویل چې ایران په هرمز تنګي کې پر یوې بلې بېړۍ برید کړی.
د امریکا یوه چارواکي د جمعې په ورځ له نومښودنې پرته ویلي وو چې واشنګټن تمه لري ایران او عمان به، چې د هرمز تنګي په دواړو غاړو کې پراته دي، ژر یوې هوکړې ته ورسېږي، څو د تېلو بېړیو عادي سوداګریز تګ راتګ بېرته پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې ایران او عمان د تنګي له لارې د یوې نوې سمندري لارې پر جوړولو هوکړې ته « ډېر نږدې» شوي، خو د تنګي بیا پرانیستل په نورو شرایطو پورې هم تړاو لري، چې په هغو کې ایران ته د امریکا له خوا د تاوان ورکول هم شامل دي.
د ایران د ملي امنیت شورا د دارالانشا مشر محمد باقر ذوالقدر نورې غوښتنې هم یادې کړې.
په دغو غوښتنو کې ایران ته د امریکا د ګواښونو پای ته رسول، په لبنان، فلسطین، یمن او عراق کې د تهران د متحدینو پر خلاف د بریدونو درول، د ایران د محاصرې او بندیزونو پای ته رسول او د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کول شامل دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې یوڅه منځلاری سیاستوال بلل کېږي، ویلي، چې د هوکړې لپاره اوس تر ټولو وړ وخت دی.
خو د ایران سپاه پاسداران، چې پر بېړیو یې بریدونه کړي، د شنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل د تهران د شرایطو په منلو پورې تړلي او دا موضوع د ایران-عمان له خبرو سره تړاو نه لري.
د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي، « هر وخت چې متحده ایالات د ایران شرایط ومني، هرمز تنګی به خامخا بېرته پرانیستل شي».
