د یمن پوځ پر حوثیانو د ځوابي پوځي عملیاتو خبر ورکړی

العربیه د یمن د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ پر حوثیانو ځوابي پوځي عملیات ترسره کړي دي.د یمن د دفاع وزارت ویلي، دغه عملیات یې د حوثیانو د «خاینانه» اقداماتو په ځواب کې ترسره کړي دي.
وزارت همداراز ادعا کړې چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو تر شا د حوثیانو او د هغوی د پلویانو لاس دی.
العربیه د دغو عملیاتو له امله د حوثیانو د اوښتې مرګژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز دوه ورځې وړاندې د یمن د دوو دولتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د دغه هېواد په مارب او حضرموت ولایتونو کې پر پوځي کمپونو د حوثیانو په توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
له ایران سره د تړاو لرونکو حوثیانو د دغو بریدونو مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې د مارب او حضرموت په الرویک، العبر او الثنیه سیمو کې یې د سعودي عربستان اړوند پوځي مرکزونه په بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو ویشتلي دي.
حوثیانو ادعا کړې وه چې په دغو بریدونو کې لسګونه سیمهییز او له سعودي عربستان سره تړلي جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي او د وسلو یو شمېر زېرمتونونه او پوځي وسایط هم ویجاړ شوي دي.
د حوثیانو په وینا، دغه عملیات یې په سیمه کې د سعودي عربستان د نویو پوځي تحرکاتو او احتمالي برید د مخنیوي په موخه ترسره کړي دي.
