روسي چاوراکی: اروپا د روسي ګاز د کمښت له امله د انرژۍ له بحران سره مخ ده

د روسیې د مستقیمو پانګونو صندوق مشر کریل دیمترییف وايي، اروپايي هېوادونه د روسي ګازو د پېرلو د کمولو له امله د ژمي له رارسېدو مخکې د ګازو له کمښت او د انرژۍ له احتمالي بحران سره مخ دي.
دیمترییف چې د بهرنیو هېوادونو لپاره د پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی، په اېکس کې لیکلي چې د اروپا د ګازو زېرمې د تېر کال په پرتله په پام وړ کچه کمې شوې دي.
هغه ویلي، جرمني تر اوسه خپلې د ګازو زېرمې ۴۷،۶ سلنه ډکې کړې دي، په داسې حال کې چې په عادي شرایطو کې دغه کچه شاوخوا ۷۵ سلنه وي. د نوموړي په وینا، د هالنډ د ګازو زېرمې هم ۳۸،۵ سلنه ډکې دي، حال دا چې عادي کچه یې ۷۷ سلنه ده.
دیمترییف د اروپا اوسنی وضعیت «د انرژۍ هغه بحران» بللی چې د روسي ګازو له پېرلو د اروپايي هېوادونو د ډډې کولو له امله رامنځته شوی دی.
د روسیې دولتي انرژۍ شرکت ګازپروم هم مخکې ویلي وو چې د اروپا په ځمکنیو زېرمو کې د ګازو موجوده کچه په بېساري ډول ټیټه شوې ده.
د ګازو د زېربناوو د اروپا د ټولنې د معلوماتو له مخې، د اروپا د ځمکنیو ګازو زېرمې اوس ۵۸،۳۲ سلنه ډکې دي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۷۰،۷ سلنه وه.
په دغو زېرمو کې شاوخوا ۶۳،۷ میلیارد متر مکعب ګاز موجود دی چې د تېر کال په پرتله ۱۳،۸ میلیارد متر مکعب کم دی. د راپور له مخې، دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د اروپا په ګازو زېرمو کې تر ټولو ټیټه کچه ده.
