هرات کې طالبانو د ښځو پر وړاندې رواني ځورونې زیاتې کړي

د هرات اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له لوري د ښځو پر وړاندې رواني ځورونې او فشارونه زیات شوي او ښځې د نیول کېدو له وېرې په عامه ځایونو کې له تګ راتګ څخه ډډه کوي.

د هرات اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له لوري د ښځو پر وړاندې رواني ځورونې او فشارونه زیات شوي او ښځې د نیول کېدو له وېرې په عامه ځایونو کې له تګ راتګ څخه ډډه کوي.
د ډيلي میل خپور شوي راپور له مخې، په تېرو دوو ورځو کې په هرات ښار کې لږ تر لږه نهه ښځې د طالبانو د امربالمعروف غړو له لوري نیول شوې دي.
سرچینې وايي، دغو ښځو حجاب اغوستی و، خو د اوږدو چپنو د اغوستو له امله نیول شوې دي.
د هرات یوه اوسېدونکي ویلي، ښځې د «اخلاقو د پلي کولو» په نوم په بېلابېلو ځایونو کې ځورول کېږي، نیول کېږي او له رواني فشار سره مخ کېږي.
یوه بل اوسېدونکي ویلي، د دوشنبې په ورځ څلور ښځې د مرمر بازار ته څېرمه، سره له دې چې حجاب یې مراعت کړی و، یوازې د اوږدو چپنو د اغوستو له امله ونیول شوې.
د هرات د ښځو د نیولو لړۍ داسې مهال تونده شوې چې په وروستیو اوونیو کې په کابل او نورو ښارونو کې هم د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د سړکونو ګزمې زیاتې شوې دي.
په پنجشېر کې هم ښځینه ډاکټرانو ته ویل شوي چې تر هغې به د کار اجازه نه لري، څو برقع واغوندي.
د ښځو وروستۍ نیونې څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې په هرات کې د طالبانو د حجاب د مقرراتو پر وړاندې اعتراض په تاوتریخوالي واوښت. د راپورونو له مخې، په دغه اعتراض کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تر دې وړاندې ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند لګېدلو محدودیتونو «ویجاړونکی» اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک ویلي، د طالبانو فرمانونو او قوانینو ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، عامه ژوند، تګ راتګ او د بیان له ازادۍ څخه محرومې کړې دي.

د جرمني فرانکفورت ښار کې یو شمېر افغان ښځو د شنبې په ورځ د زمري ۱۷مه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر ضد اعتراضي لاریون وکړ. دوی په داسې وخت کې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین غوښتنه وکړه، چې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه رانږدې کېدونکې ده.
د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، چې دا اعتراض د طالبانو پر وړاندې د مدني مبارزو یوه لړۍ ده چې د دې ډلې د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.
معترضو ښځو وویل، دوی هماغه ښځې دي چې پنځه کاله مخکې یې په کابل کې د طالبانو پر وړاندې مدني اعتراضونه پیل کړل او د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې له وېرې او ځپنې سره سره د «زدهکړو، کار او ازادۍ» شعارونه پورته کړل.
هغوی ټینګار وکړ، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره یې موخې نه دي بدلې شوي او لا هم د افغانستان د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، عادي ژوند ته د ښځو او نجونو د ستنېدو، زدهکړو او کار ته د هغوی د لاسرسي، ازادۍ او په ټولنه کې د برابر ګډون غوښتونکې دي.
د معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي، چې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په کلونو کې یوازې د دوی د مبارزې بڼه او ځای بدل شوی، خو غږ یې نهدی چوپ شوی.
دوی وویل چې له افغانستانه کډوالي او لرېوالي د دوی مسوولیت پایته نهدی رسولی او ځانونه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د هغو ښځو د غږ په توګه ګڼي چې په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او د افغانستان په نورو ښارونو کې لا هم تر محدودیتونو او ځپنې لاندې ژوند کوي.
د دې اعتراضي راټولېدنې سمبالوونکو وویل، چې دغه اعتراض یې په فرانکفورت کې د بښنې نړیوال سازمان او د «ښځه، ژوند، ازادۍ» ټولنې په همکارۍ ترسره کړی، څو د افغانستان د ښځو وضعیت او د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې ته یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.
هغوی نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، چې نړۍ په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت لیدلی او اورېدلی، خو په ځینو مواردو کې یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.
معترضو ښځو ادعا وکړه، چې نړیوالې ټولنې په سیاسي معاملو کې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ قرباني کړې دي. د دوی په وینا، نړیوالې ټولنې بشري حقونو ته پر سیاست لومړیتوب ورکړی او د طالبانو پر وړاندې د نرم چلند او هغوی ته د مشروعیت ورکولو له لارې یې د یوه ملت برخلیک د دې ډلې په لاس کې پرېښی دی.
هغوی د هغه څه په اړه چې «طالبانو ته مشروعیت ورکول او له هغوی سره نرم چلند» وباله، هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډول چلند د دې لامل شوی چې د افغانستان د خلکو برخلیک طالبانو ته وسپارل شي.
معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې طالبان ښايي د افغانستان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي، خو د افغانستان د ښځو اراده او غوښتنې یې له منځه نهشي وړلای.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان د ښځو اعتراضونه له کابله پیل شول او اوس د کډوالۍ په ښارونو کې هم دوام لري.
هغوی وویل، چې د دوی غږ به تر هغه وخته چوپ نهشي، څو د افغانستان ښځې خپل ژوند، ازادۍ، زدهکړې، کار او بشري حقونه بېرته ترلاسه نهکړي.
معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې د ښځو له ټولنیز، ښوونیز، کاري او نورو برخو څخه اېستل باید عادي حالت ونهګرځي او نړیواله ټولنه باید په دې اړه چوپه پاتې نهشي.
دوی وویل چې نړۍ د افغانستان له ښځو سره ظلم کړی او له همدې امله باید د هغوی اعتراضي غږ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په واټونو کې هم واورېدل شي.
افغان معترضو ښځو په پای کې ټینګار وکړ، چې افغان ښځه باید یوازې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو قرباني ونه ګڼل شي، بلکې هغه د تاریخ او مقاومت نښه ده او تر ازادۍ پورې به خپل غږ او اعتراض ته دوام ورکړي.
ډیپلومات مجلې د افغان ښځو پنځه کلن محدودیت په اړه خپل یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو سره نړۍ د عادي کېدو په حال کې ده او نړۍوالې ټولنې پام د یادې موضوع پر ځای تر ډېره له طالبانو سره د تعامل څرنګوالي ته اوښتې.
راپور زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې په تدریجي ډول له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.
ډیپلومات وايي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له منځنیو او لوړو زدهکړو منع دي او له دوو میلیونو ډېرو نجونو د زدهکړو د دوام حق له لاسه ورکړی دی.
خو د راپور په وینا، تر ټولو اندېښمنوونکې پوښتنه دا ده چې «نړۍ څنګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له سیاستونو سره عادت شوه؟»
د راپور له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې په لومړیو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د بېرته راګرځولو غوښتنه کوله، خو پنځه کاله وروسته د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو یوه مهمه برخه له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي متمرکزه شوې ده.
ډیپلومات وايي، ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو لورو د «اصولي تعامل» تګلاره غوره کړې، یعنې له طالبانو سره د خبرو له لارې د افغانستان بشري بحران حل ته د رسېدو هڅه، کیږي.
خو راپور خبرداری ورکوي چې له یوه ځپونکي حکومت سره ډېپلوماټیک تعامل او د ټولنې د نیمایي برخې د سیستماټیک حذف عادي کېدل دوه بېلابېل او متضاد موارد دي. د راپور په ټکو، طالبانو هڅه کړې چې د ښځو پر وضعیت نړیواله پاملرنه کمه شي او هغه تګلارې چې پخوا یې په نړۍواله کچه غبرګون راپاروه، اوس د افغانستان د نورو بحرانونو تر څنګ عادي موضوع ګرځیدلې.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ۷۹ ډېر فرمانونه او لارښوونې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو حقونه محدودوي، په داسې حال کې چې له ۴۰۰ ډېر نور اقدامات یې په غیرمستقیم ډول د هغوی د ژوند پر نږدې ټولو برخو اغېز کړی دی.
راپور وایي چې د محدودیتونو سر بېره، افغان ښځو او نجونو د زدهکړو لپاره بدیلې لارې موندلې دي. هغوی د انلاین زدهکړو، کورنیو ټولګیو او شخصي نوښتونو له لارې خپلې زدهکړې دوامدارې ساتلې دي او د دوی دغه مبارزه یې ستایلې ده.
خو راپور ټینګار کوي چې هېڅ بدیل پروګرام د یوه فعال او رسمي ښوونیز نظام ځای نه شي نیولی.
ډیپلوماټ د یونیسف له خبرداري سره سم وايي، د نجونو د زدهکړو دوامدار بندیز به د افغانستان پر اقتصاد، روغتیايي نظام او راتلونکي کاري ځواک اوږدمهاله او ویجاړونکي اغېز ولري.
یونیسف تر دې وړاندې خبر داری ورکړی و چې که د ښځو پر وړاندې اوسني محدودیتونه دوام وکړي افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
ډیپلوماټ په پای کې ټینګار کړي چې نړیواله ټولنه باید یوازې د افغان ښځو د «زغم او مقاومت» پر ستاینې بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه واخلي.
ډیپلوماټ وایي، وروستی موخه باید دا وي چې هره افغانه نجلۍ وکولای شي بېرته یوه خوندي او په رسمیت پېژندل شوي ښوونیز نظام ته ستنه شي.
د هرات یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو له لوري د ښځو د پوښښ په اړه د محدودیتونو له سختېدو وروسته یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی او د نیول کېدو وېرې ښځې کورونو کې بند پاتې کېدو ته اړ ایستلي، بازارونه تش شوي او ان له بشپړ حجاب سره هم ځان خوندي نه احساسوي.
هرات د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ښځې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دوی پر ورځني ژوند فشارونه په کې په څرګند ډول زیات کړي دي.
یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د چادري له ماسک سره د اغوستلو یا د مخ د بشپړ پټولو شرط د دوی ژوند بدل کړی دی. د دوی په وینا، د نیول کېدو وېرې بازار ته تلل، له ملګرو سره لیدنې او په عادي ډول په ټولنه کې حضور ستونزمن کړی دی.
دوی همداراز وایي، د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې ډېری ښځې او نجونې له کوره د وتلو پر ځای په کور کې بند پاتې کېدل غوره بولي او له کور څخه د بهر چارو سره د پخوا په پرتله ډېرې پر نارینه وو متکي شوې دي. یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کور د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره اوس پر نارینه وو تکیه کوي.
په دې راپور کې د ښځو نومونه د هغوی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره مستعار دي.
ناهید: «له موږ لومړني حقونه هم اخیستل شوي»
ناهید، چې د هرات اوسېدونکې ده، وایي د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ځوانو نجونو ژوند فلج کړی دی. هغې وویل، پخوا به له خپلو ملګرو سره رستورانونو او عامه ځایونو ته تلله، خو اوس عادي تګ راتګ هم ورته ستونزمن شوی دی.
هغې وویل: «د چادري او ماسک په اجباري کېدو سره مې د تګ راتګ ازادي له لاسه ورکړې ده. اوس زما ډېری اړین خریدونه پلار او ورور راته کوي».
ناهید زیاتوي: «موږ له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو هم بېبرخې شوي یو. که دا وضعیت دوام وکړي، نو په دې هېواد کې به د ښځو د ژوند لپاره هېڅ هیله پاتې نه شي».
ادیبه: «یوه میاشت له کوره نه یم وتلې»
ادیبه، چې د هرات بله اوسېدونکې ده، وایي د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې یې یوه میاشت له کوره بهر قدم نه دی ایښی.
هغې وویل: «د امر بالمعروف د دې فرمان له عملي کېدو وروسته زموږ ژوند فلج شوی دی. یوه بشپړه میاشت له کوره ونه وتلم او داسې مې احساس کاوه لکه بندي چې یم».
ادیبه زیاتوي: «ښځې هره ورځ له وېرې او اندېښنې سره ژوند کوي. ان له چادري او مخپټي سره هم ځان خوندي نه احساسوو، ځکه وېره لرو چې محتسبان به د خپل تعبیر له مخې زموږ د پوښښ په اړه چلند وکړي».
زهرا: «بازارونه تش شوي او کاروبارونه پیکه شوي دي»
زهرا وایي، دغو محدودیتونو یوازې د ښځو پر ژوند اغېز نه دی کړی، بلکې د ښار پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، یوازې کله ناکله د شپې له خپل مېړه سره له کوره وځي.
هغې وویل، د هرات هغه واټونه چې پخوا به تر ناوخته له خلکو ډک وو، اوس تش شوي دي.
هغې وویل: «هغه لاره چې پخوا به یې یو ساعت وخت نیوه، اوس په لسو دقیقو کې وهل کېږي. هغه دوکانونه چې تر نیمې شپې خلاص وو، اوس د شپې په نهو بجو تړل کېږي».
زهرا زیاتوي، د ګڼو ښځو له کورناستو کېدو وروسته دوکانداران، ټکسي چلوونکي او ریکشا چلوونکي هم د مشتریانو د کمښت او د عوایدو د راټیټېدو شکایت کوي.
د یوې نیونې کیسه
زهرا وایي، د امر بالمعروف له خوا د ښځو نیونې په هرات کې د ښځو ترمنځ د اندېښنې یوه نوې څپه رامنځته کړې ده او ان هغه ښځې هم نیول شوې چې اوږدې مانتوګانې یا لوی څادرونه یې اغوستې وې.
هغې د خپلې ګاونډۍ یوې پېښې ته په اشارې وویل: «شاوخوا یوه میاشت مخکې، زموږ د ګاونډي مېرمن له دوو نورو ښځو سره د پېرود پر مهال ونیول شوه او د هرات د ښځو زندان ته ولېږدول شوه. د هرې یوې د خوشې کېدو لپاره یې کورنیو ۱۳ زره افغانۍ ورکړې».
د لیلامي بازار؛ د پلور سخت کمښت
د هرات یوې بلې ښځې هم د ښار په بازارونو کې د ښځو د حضور د کمېدو پخلی کړی او ویلي یې دي: «ما څو ځله د لیلامي پر سړک د ښځو د نیول کېدو صحنې لیدلې دي».
هغې د دغه بازار د یوه دوکاندار له قوله وویل: «کله کله ټوله ورځ یو توکی هم نه پلورو، ځکه ښځې ډېرې کمې بازار ته راځي».
د لیلامي سړک د هرات له تر ټولو ګڼه ګوڼې ډکو سړکونو څخه دی، چې دواړو غاړو ته یې ګڼ دوکانونه موقعیت لري.
د هرات ښځې وایي، دوامدارې وېرې او رواني فشارونو د دوی پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې حضور تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی دی.
د ملګرو ملتونو د نړیوالې زدهکړې ځانګړی استازي او د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ په برخه کې پراخ او عملي اقدامات وکړي. دغه غوښتنه داسې حال کې ده، چې افغان نجونې له ۵ کلونو راهیسې له لوړو زدهکړو محرومې دي.
ګورډن براون د سېشنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په یوې مقاله کې چې الجزیرې شبکې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیت د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو سره سم یې خپره کړې وړاندیز کړی، چې د افغان نجونو د زدهکړو د لګښتونو د برابرولو لپاره دې یو نړیوال صندوق جوړ شي. نوموړي په ځانګړي ډول د هغو نجونو د ملاتړ یادونه کړې، چې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي.
براون د خپلې مقالې په پیل کې لیکلي، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي دي. د هغه په باور، اوس مناسب وخت دی، چې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي او د طالبانو د بېرته راتګ پایلې وارزول شي.
هغه ادعا کړې، چې د دې مودې په ترڅ کې د طالبانو حکومت د یو لړ فرمانونو او نویو محدودیتونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو فشارونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې «په نړۍ کې د نجونو د زدهکړو تر ټولو پراخ محرومیت» بولي، مناسب غبرګون نهدی ښودلی او دا موضوع په نړیواله کچه هغومره نهده څېړل شوې لکه څنګه چې ورته اړتیا وه.
براون په خپله مقاله کې یوې پېښې ته هم اشاره کړې، چې د نوموړي په وینا، د جون په میاشت کې رامنځته شوې ده. هغه ادعا کړې، چې طالبانو د ښځو د حقونو د هغو اعتراض کوونکو پر لور ډزې وکړې چې د نجونو د زدهکړو د بندېدو او د سختو پوښښي مقرراتو پر ضد یې لاریون کاوه.
د براون په وینا، دغو اعتراض کوونکو د «ازادۍ» شعارونه ورکول، چې د ډزو په پایله کې دوه کسان، چې یو یې تنکی ځوان هلک وو، ووژل شول او څو نور کسان ټپیان شول.
هغه همداراز د کورنۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې، دې ډلې سخت قوانین عملي کړي چې د ماشومانو د ودونو د قانوني کېدو او په ځینو مواردو کې د کورني تاوتریخوالي د معافیت زمینه برابروي.
براون دغه اقدامات د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو بېلګې بللې دي.
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د پرتله کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه هم یادونه کړې ده. هغه لیکلي، چې د پاکستان د سند ایالت په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو پر وړاندې له سختو قوانینو څخه یو تصویب کړی دی.
د دغه قانون له مخې، له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو واده جرم ګڼل کېږي او د داسې ودونو ترسره کوونکو او برابرونکو ته سزا ټاکل شوې ده.
براون بنګلهدېش د یوه بریالي مثال په توګه یاد کړی دی. د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د بنګلهدېش حکومت د زېږون د ثبت سیستم اصلاح کړی، څو د نجونو د اصلي عمر پټول کم شي.
هغه ویلي، چې دغه هېواد د بېوزلو کورنیو لپاره د مالي مرستو پروګرامونه هم پلي کړي چې له امله یې نجونو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره شوې ده.
براون د ماشوما ساتنې (Save the Children) سازمان د راپور په حواله ویلي، چې یوازې د یوه مرستندویه پروګرام لا لارې له زرو څخه ډېرو نجونو وکولای شول چې په ښوونځیو کې پاتې او له کمعمره ودونو څخه خوندي پاتې شي.
هغه ټینګار کړی، چې د ماشومانو واده یوازې کلتوري ستونزه نه، بلکې بېوزلي، د اقتصادي ملاتړ نشتوالی او د قوانینو کمزوری پلي کېدل هم د دې ستونزې په پراخېدو کې مهم رول لري.
د براون په وینا، د پاکستان او بنګلهدېش د ځینو سیمو تجربو ښودلې چې د سیمهییزو خلکو او حکومتونو په ګډ کار سره د ډېرو جبري ودونو مخنیوی کېدای شي.
هغه د «له ماشومانو د ودونو پاکو سیمو» یادونه هم کړې ده. په دغو سیمو کې د ځوانانو ډلې که خبر شي یوه کورنۍ غواړي خپله لور په زور واده کړي، نو هڅه کوي چې د سیمهییزو ادارو او خلکو په مرسته د دغه واده مخه ونیسي.
براون ویلي، چې په ځینو سیمو کې دغو ځوانانو ته د «واده ګډوډوونکو» نوم ورکړل شوی، ځکه دوی د خپلو هڅو له لارې د نجونو د جبري ودونو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استازي د خپلې مقالې یوه لویه برخه د زدهکړو اهمیت ته ځانګړې کړې ده. هغه باور لري، چې طالبان د زدهکړو د رول په اړه ښه پوهېږي او همدا لامل دی چې د نجونو پر زدهکړو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.
د هغه په وینا، زدهکړې د ښځو د پیاوړتیا تر ټولو مهمه وسیله او د ماشومانو د ودونو د کمولو لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ده.
براون د ملګرو ملتونو سازمان د څېړنو او راپورونو په حواله لیکلي، چې د نجونو د منځنۍ کچې زدهکړو هر اضافي کال د دې احتمال کموي چې هغوی په ماشومتوب کې واده شي.
هغه ویلي، که افغان نجونو ته د باکیفیته زدهکړو، خوندي ښوونیز چاپېریال او د کورنیو لپاره مالي ملاتړ زمینه برابره شي، نو لسګونه زره نورې نجونې به هم وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
براون د افغانستان دننه د ځینو نړیوالو ادارو فعالیتونو ته هم په اشارې سره څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د زدهکړه انتظار نهشي کولای (Education Cannot Wait) پروګرام د سیمهییزو فعالانو په همکارۍ لا هم یو شمېر افغان نجونو ته د زدهکړو زمینه برابروي.
د هغه په وینا، دغه زدهکړې په ډېرو مواردو کې له انلاین لارې، پټو ښوونځیو یا شخصي کورونو کې ترسره کېږي، څو د طالبانو له سترګو پټې پاتې شي.
خو براون باور لري، چې دا هڅې د اوسني اړتیا لپاره بسنه نهکوي او زیاتوي، چې زرګونه افغان نجونې اړې شوې، چې د زدهکړو د دوام لپاره له هېواده ووځي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ستونزو له امله د دوی د وتلو یوه مهمه لاره هم له زیاتو محدودیتونو سره مخ شوې ده.
هغه د بریتانیا د حکومت د نوي پلان هرکلی هم کړی دی. د دې پلان له مخې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون په چوکاټ کې د پناه غوښتونکو زدهکوونکو د بیا مېشتېدو لپاره دوه لارې په پام کې نیول شوې دي.
لومړۍ لاره دا ده چې پېژندل شوې خیریه ادارې افغان نجونو ته د بریتانیا د سفر او مېشتېدو لپاره ملاتړ برابر کړي او دویمه لاره د دغه هېواد د کالجونو او پوهنتونونو له خوا د زدهکړو بورسونو ورکول دي.
براون دغه ګامونه مثبت بللي، خو ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید تر دې هم زیات کار وکړي.
د هغه په باور، د افغان نجونو د ملاتړ لپاره د یوه ځانګړي نړیوال صندوق جوړول اړین دي، څو د زدهکړو لګښتونه، د ژوند مرستې او که اړتیا وي، له افغانستان څخه بهر د زدهکړو دوام تمویل کړي.
هغه همداراز ویلي، چې د نړیوالو زدهکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه چمتو دی له حکومتونو، پوهنتونونو، ښوونیزو ادارو او خیریه بنسټونو سره همکاري وکړي، څو د افغان نجونو لپاره لا زیات ملاتړ برابر شي او د زدهکړو له حق څخه یې دفاع وشي.
براون د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم ډېری افغان نجونې د خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړو د حق د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه ټینګار کړی، چې دا نجونې د هغو فرصتونو لپاره مبارزه کوي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي او طبیعي چاره ګڼل کېږي.
براون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عملي ګامونو او مالي ملاتړ له لارې د افغان نجونو ترڅنګ ودرېږي، څو هغوی وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او د ښې راتلونکې د جوړولو فرصت ومومي.
د طالبانو تر واک لاندې د نجونو له ځینو دیني مدرسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه مدرسو کې د تدریس پرځای تر ډېره د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو تګلارو ملاتړ او تبلیغ کېږي او زدهکوونکې هڅول کېږي چې دغه قوانین سم او د منلو وړ وبولي.
د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زدهکوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو لهخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.
د دغه زدهکوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زدهکوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.
دغه زدهکوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زدهکوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بېوسې معرفي کېږي.
یوه زدهکوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».
دغه زدهکوونکې همداراز ادعا کوي، چې د دوی ډېری ښوونکې مسلکي نهدي او د مضامینو د تدریس له مسوولیت څخه په سمه توګه نهشي وتلی. د هغوی په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر داسې ښوونکې شته چې له دارالعلومونو فارغې شوې وي او پاتې نورې یوازې طالبانو ته د تبلیغ لپاره ګومارل شوې دي.
دوی وایي، دغه ښوونکې له خپلو شخصي معلوماتو زدهکوونکو ته نوټونه برابروي او په ډېرو مضمونونو کې کوم مشخص درسي کتاب یا معیاري نصاب نهشته چې زدهکوونکي ورته لاسرسی ولري.
یوشمېر زدهکوونکو ویلي، د دې لپاره مدرسو ته تللي چې د نجونو لپاره له مدرسو پرته د زدهکړو بل مرکز نهشته. د دوی په وینا؛ زدهکوونکې د علمي سویې د ارزونې پر ځای یوازې د عمر له مخې په ټولګیو کې شاملېږي، چې له امله یې ډېری زدهکوونکې د عربي ژبې او ځینو نورو مضامینو په زدهکړه کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی زیاتوي، چې ریاضي، ساینس او نور فرعي مضامین یوازې په سمبولیک ډول تدریسېږي او ډېره پاملرنه ورته نهکېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوسمهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.