امرالله صالح: د طالبانو ځینې مشران «له میرویس عزیزي سره په فساد کې» شریک دي

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې، چې د طالبانو ځینې مشران د عزیزي بانک له مشر «میرویس عزیزي سره په فساد کې» شریک دي. د نوموړي په وینا، عزیزي بانک د پانګونې لپاره پانګه نه لري او هڅه کوي د ډبرو سکرو د ارزانه قراردادونو له لارې ګټه ترلاسه کړي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه، د زمري پر ۱۸مه ویلي، چې د عزیزي بانک او د هغه د شریکانو د فساد او جعل کارۍ دوسیه لا هم پرانیستې ده.
صالح زیاتوي چې د عزیزي بانک شریکانو په تېر نظام کې طالبانو ته پیسې ورکولې او د دغه بانک د برېښنا تولید پروژه یو «رسنیز فریب» دی.
صالح په دې باور دی چې د عزیزي هغه شریکان چې د طالبانو په تمویل کې ښکيل وو، تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو کسانو په اړه ګڼ اسناد شته چې ښيي د جمهوریت پر مهال یې د بغلان په چشمه شیر کې طالب وسله وال تمویل کړي دي.
صالح افغانانو ته په خطاب کې ویلي، « د سیمې ځینې هېوادونه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د دوه زره میګاواټه برېښنا تولیدوونکې دستګاوې جوړې کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي».
صالح وايي چې پاکستان د دیامرباشا په سیمه کې لږ تر لږه پنځلس کاله کېږي چې نه دی توانېدلی د برېښنا یو بند بشپړ کړي.
هغه ټینکار کړی کړی، چې «د عزیزي د لس زره میګاواټه برښنا پروژه نه یوازې یو رسنیز فریب دی، بلکې زه دا د افغانستان د ملت شعور ته سپکاوی ګڼم چې یو څوک په دې عصر کې د داسې ښکرورو درواغو په جوړولو سره وغواړي د یو کړېدلي ولس په ټپونو مالګه وپاشي».
لاتر اوسه د امرالله صالح ددې ادعاوو په اړه میرویس عزیزي کوم غبرګون نه دی ښودلی.
