نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

نعناع یو خوشبویه شین بوټی دی چې خلک یې له خوړو او چای سره د خوند لپاره کاروي. نعناع داسې ګټور مواد لري چې د هاضمې په ښه کولو، د خولې په تازه والي او بدن ته د زیان رسوونکو توکو په کمولو کې مرسته کوي.

نعناع یو خوشبویه شین بوټی دی چې خلک یې له خوړو او چای سره د خوند لپاره کاروي. نعناع داسې ګټور مواد لري چې د هاضمې په ښه کولو، د خولې په تازه والي او بدن ته د زیان رسوونکو توکو په کمولو کې مرسته کوي.
نعناع له زرګونو کلونو راهیسې په خوړو، چای او دودیزه درملنه کې کارول کېږي او نن هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خوړو یوه مشهوره برخه ده. د دغه بوټي ځانګړی بوی او خوند تر ډېره د منتول له مرکب سره تړاو لري.
د نعناع له مهمو ګټو څخه یوه د هاضمې له سیستم سره تړاو لري. نعناع په دودیز ډول د معدې د نارامۍ، ګاز او بد هضمۍ لپاره کارول کېږي. څېړنې هم ښيي چې د نعناع غوړ ښايي د کولمو د عضلاتو په ارامولو کې مرسته وکړي او د کولمو د تحریکی ناروغۍ یا IBS ځینې نښې، لکه د نس درد او پړسوب کمې کړي.
د نعناع پاڼې انټي اکسیدنټ مرکبات هم لري. دغه مرکبات د بدن له اکسیدېټیف فشار سره د مبارزې په برخه کې رول لري او د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي. د اکسیدېټیف فشار حالت کې په بدن کې د ازادو رادیکالونو تولید د بدن د انټياکسیدنټونو له وړتیا څخه زیاتیږي. یا په اسانه ژبه په بدن کې داسې فعال مالیکولونه پیدا کېږي چې د حجرو پروټینونو، غوړو اوډي اېن اې ته زیان رسولی شي.
د نعناع بله مشهوره ځانګړتیا د خولې او تنفس تازه کول دي.
همدا لامل دی چې منتول د غاښ پاکوونکو، ژاولو او د خولې د پاکولو په ډېرو محصولاتو کې کارول کېږي. البته یوازې د نعناع خوړل د غاښونو د خرابېدو مخه نه نیسي او د غاښونو منظم پاکول لا هم اړین دي.
د نعناع ځینې نباتي مرکبات په لابراتواري او حیواني څېړنو کې د التهاب ضد ځانګړتیاوې هم ښودلې دي، خو دا لا نه شي ثابتولای چې نعناع په انسانانو کې د هر ډول التهاب یا جدي ناروغۍ درملنه کوي.
د وزن کمولو او د وینې د شکر د کنټرول په اړه هم د نعناع په تړاو ځینې څېړنې شوې دي چې نعناع د وزن کمولو یا شکرې ناروغۍ د درملنې وسیله هم بلل کېدای شي.
د ډېرو خلکو لپاره نعناع د خوړو په عادي اندازه خوندي ده، خو ځینې کسان ممکن له استعمال وروسته د معدې ناراحتي یا د سینې سوی ولري. په ځانګړي ډول د نعناع غوړ ډېر غلیظ وي او له تازه نعناع سره باید یو ډول ونه ګڼل شي؛ د غلیظو غوړیو بې احتیاطه استعمال زیان رسولی شي.
په ټوله کې، نعناع د سالم او متوازن خوراک یوه ساده او ګټوره برخه ده خو مهمه خبره دا ده چې د دې احتمالي روغتیايي ګټې باید له ثابتو طبي درملنو سره ګډې نه شي. تازه نعناع په خوړو یا چای کې کارولای شو، خو د جدي ناروغیو د درملنې لپاره باید د روغتیايي متخصص مشوره واخیستل شي.