ملا برادر سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې بېکیفیته او غیرمعیاري توکي هیواد ته وارد نه کړي
د طالبانو دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې له دې وروسته به افغانستان ته له نورو هېوادونو واردېدونکي توکي او روغتیايي محصولات په هرات کې د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې وازمویل شي. نوموړي سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې بې کیفیته او زیان رسوونکي توکي وارد نه کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د معیاري لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دغه لابراتوار به د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې د محصولاتو کیفیت او اعتبار ارزوي.
د نوموړي په وینا، د دغه لابراتوار په فعالیت سره به د بې کیفیته، جعلي او غیرمعیاري موادو د واردېدو او کارونې د مخنیوي زمینه برابره شي.
هغه وویل، چې لابراتوار به د خلکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د باور وړ فضا هم پیاوړې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه واردېدونکي خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات د همدې لابراتوار له لوري وازمویل شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د شخصي ګټو لپاره افغانستان ته بې کیفیته، غیرمعیاري او روغتیا ته زیان رسوونکي توکي وارد نه کړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که څوک دغه ډول مواد وارد کړي، بېرته به مسترد شي او په هېڅ صورت به یې د واردولو اجازه ورنه کړل شي.
د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو له پراخېدو سره، شنونکي وايي د مکې نوی تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مستقیم پوځي ټکر احتمال کم او د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سعودي عربستان او ترکیې رول پیاوړی کړي.
د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراخېدو په لړ کې دا پوښتنه مطرح شوې چې د مکې له نوي تړون وروسته به د پاکستان او طالبانو ترمنځ له وړاندې ترینګلې اړیکې کوم لوري ته ولاړې شي او ایا دغه تړون کولی شي د دواړو لورو د شخړو د حل لپاره نوی فرصت رامنځته کړي؟
افغانستان انټرنشنل پښتو د دې موضوع په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ له اجراییوي مشر او دفاعي شنونکي عبدالله خان سره خبرې کړې دي. عبدالله خان وايي، سعودي عربستان او ترکیې له طالبانو سره په وروستیو کې اړیکې ښې کړې دي او د مکې تړون له مخې به د پاکستان پر وړاندې هر ډول برید د تړون پر نورو شریکانو هم د برید په توګه ګڼل کېږي. د نوموړي په باور، دغه وضعیت له طالبانو سره د پاکستان د مستقیم پوځي ټکر احتمال کموي.
هغه وايي، پاکستان ته اړتیا ده چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي، ځکه د ده په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلاماباد تګلارې د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای د هغې د زیاتېدو او د دولت د واک د کمزوري کېدو لامل شوې دي.
عبدالله خان زیاتوي چې پاکستان کولی شي د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین په څېر د دوستو هېوادونو له لارې طالبان وهڅوي چې د یوه مسوول حکومت په توګه عمل وکړي. د هغه په وینا، د پاکستان له نظره له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پرېکول د اسلاماباد اساسي غوښتنه ده او که دا کار وشي، د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو پر لور تللی شي.
بلخوا، د افغان چارو شنونکی طاهر خان وايي، د مکې د تړون بشپړ جزیات لا نه دي خپاره شوي او تر دې دمه یوازې دا ټکی روښانه شوی چې پر یوه هېواد برید به د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
طاهر خان وايي، دا تړون په مستقیم ډول د افغانستان پر ضد نه دی او تر اوسه داسې نښې نه شته چې ګواکې د طالبانو په اړه به د پاکستان په پوځي تګلاره کې بدلون راشي.
هغه زیاتوي چې پاکستان به له سعودي عربستان او ترکیې څخه تمه ولري چې له طالبانو سره د امنیتي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه دواړو هېوادونو مخکې هم د اسلاماباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي.
د طاهر خان په باور، د مکې تړون وروسته ښايي سعودي عربستان او ترکیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب رول لا پیاوړی کړي.
نوموړی وايي، طالبان له وړاندې غواړي خپلې ستونزې له پاکستان سره د دوهاړخیزو خبرو له لارې حل کړي او پاکستان هم تر ډېره پر همدې نظر و، له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا څلور کاله خبرې اترې شوې دي. طاهر خان ټینګار کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره لا هم مستقیمې او دوهاړخیزې خبرې دي.
د جیمز ټاون څېړنیز مرکز په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو استخراج د دې ډلې د عوایدو پر مهمو سرچینو بدل شوی، خو د کانونو چارې د شفافو دولتي ادارو پر ځای د طالبانو د مشرانو، وفادارو شبکو او بهرنیو منځګړو له لارې په متمرکز ډول اداره کېږي.
د راپور له مخې، د افغانستان د کانونو احتمالي ارزښت له یو ټریلیون ډالرو اوړي او په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ ډېرې معدني زیرمې پېژندل شوې دي.
طالبانو تر اوسه لږ تر لږه ۲۰۵ د کانونو قراردادونه له څه باندې ۱۵۰ شرکتونو سره لاسلیک کړي او په ۲۰۲۳ کال کې یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نویو قراردادونو اعلان هم کړی دی.
راپور وايي، طالبان د خپلې پخوانۍ وسلهوالې مبارزې پر مهال د کانونو له استخراج، د لارو له کنټرول او پر سوداګرو د فیسونو له اخیستو عواید ترلاسه کول او له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه ډول کړنلارې د کانونو په دولتي سیستم کې هم ځای پر ځای شوې دي.
د راپور په وینا، د کانونو د قراردادونو او عوایدو په اړه د معلوماتو نشتوالی دا اندېښنې زیاتوي چې د افغانستان معدني شتمني د عامه ګټو پر ځای د طالبانو د مشرانو او نږدې شبکو په ګټه کارول کېږي. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د کانونو د شفافیت له نړیوال نوښت څخه هم وځنډول شو.
راپور زیاتوي چې د کانونو وزارت د ۲۰۲۴ کال له لومړیو اوو میاشتو وروسته د کانونو د عوایدو په اړه خپل عامه راپورونه په پام وړ ډول کم کړي دي. د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې د «منرال مافیا» په نوم شبکې له کانکیندونکو، لېږدوونکو، صادرونکو او سیمهییزو سوداګرو مالیې او نورې پیسې راټولوي.
د ننګرهار په څېر ولایتونو کې، چې د کرومایټ، تالک او نورو معدني زیرمو له امله مهم بلل کېږي، د طالبانو د کانونو قراردادونه ډېر شوي دي.
راپور د کانکیندنې له امله د چاپېریال او خلکو پر ژوند هم اندېښنه ښودلې او وايي چې په شمالي افغانستان کې د ماشومانو د کانونو په کارونو کې د بوختېدو موارد ثبت شوي دي. همداراز په بدخشان او تخار کې د سرو زرو د کانونو پراختیا د ځايي خلکو د بېځایه کېدو، د عوایدو د نابرابر وېش او د کانونو پر سر د شخړو لامل شوې ده.
د راپور له مخې، د جون په وروستیو کې بدخشان ته د طالبانو د شاوخوا زر ځانګړو ځواکونو استول هم د کانونو د لا ډېر کنټرول لپاره د دغه ډلې د هڅو یوه برخه وه.
راپور وايي، د افغانستان معدني شتمني کولی شي د هېواد د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره مهمه سرچینه وي، خو که د شفافیت، حساب ورکونې او عامه ګټو پر ځای د شخصي عوایدو، سیاسي وفادارۍ او واک د ټینګولو لپاره وکارول شي، افغانستان به له لا ډېر اقتصادي او اداري کمزورۍ سره مخ شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په بدخشان کې د سرو زرو د کانکیندنې پراختیا زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو ورسره د سیمې د اوبو، کرنې او څړځایونو د ککړېدو او تخریب له امله د ځايي خلکو ژوند هم اغېزمن شوی دی.
د راپور له مخې، د بدخشان د شیوا په سیمه کې لسګونه کیندونکي شپه او ورځ د غرونو په لمنو کې د سرو زرو د موندلو لپاره کار کوي او د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان په دغه بهیر کې بوخت دي.
د شیوا سیمې ۷۴ کلن اوسېدونکی محمد امین وايي، د کانکیندنې له پیل مخکې د سیمې سیند ژور او اوبه یې پاکې وې، خو اوس د سیند اوبه د څښلو او ان د بدن مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي.
نوموړي ویلي، د سیند پر غاړه واښه له منځه تللي او د دوړو او بادونو له امله کرنه هم نوره نه شي کېدای. هغه وايي، پخوا یې تر ۴۰ پورې وزې ساتلې، خو اوس یوازې د شاوخوا ۱۵ وزو د ساتلو توان لري.
امین زیاتوي چې خپله ځمکه یې د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې یوې کانکیندونکې کمپنۍ ته په اجاره ورکړې وه، خو تر اوسه یې یوازې نیمې پیسې ترلاسه کړي او شرکت د ځمکې د بېرته رغولو ژمنه هم نه ده پوره کړې.
د راپور له مخې، د کانکیندنې پراختیا ګڼو بېکارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د کابل ۲۱ کلن محمد اغا خواجهخېل وايي، په شیوا کې د ټرکونو د بارولو له لارې میاشتنی ۱۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او دا کار د کابل له بېکارۍ ورته ښه دی.
د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د کانکیندنې له امله پلونه، دوکانونه او ښوونځي د سېلابونو، خټو او خاورو لاندې شوي او پراخ زیانونه ورته اوښتي دي.
د راپور له مخې، د بدخشان ځینې غرنۍ سیمې لا هم د کانکیندنې له پراختیا خوندي پاتې دي. د سیمې یو مالدار فضل وايي، دا غرونه د خلکو د تفریح او څارویو د څرولو لپاره مهم دي او کانکیندنه یې د ځايي خلکو په ګټه نه ده.
نوموړی وايي، د سرو زرو له صنعت څخه تر ډېره زورواکي ګټه اخلي، نه د سیمې اوسېدونکي.
د برېتانیا د دفاع وزیر لوک پولارډ هم د روان کال په اپرېل کې ویلي وو چې هغه افغان کورنۍ چې د انتقال شرایط لري، باید له افغانستانه په خپله ځانونه د درېیم هېواد تر خوندي ځایه ورسوي.
د نوموړي په وینا، زرګونه افغانان چې لا هم د انتقال په تمه دي، باید « په خپله ځانونه یوه درېیم هېواد ته ورسوي».
ورځپاڼه وايي، د بریتانیا حکومت د هغو افغانانو د خوندیتوب ژمنه کړې وه چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې د ژباړونکو، لارښودانو، اداري کارکوونکو او نورو برخو کې کار کړی و.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، زرګونه افغانان لا دمخه بریتانیا ته انتقال شوي، خو شاوخوا ۷ زره نور افغانان چې د بیا مېشتېدو لپاره وړ بلل شوي، لا هم په افغانستان او یا ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې پاتې دي.
په سرمقاله کې راغلي چې افغان همکارانو ته د خوندي انتقال په برخه کې ځنډ او د خطرونو کم اهمیت ښودل د منلو وړ نه دي.
ورځپاڼه ټینګار کوي چې که څه هم د بریتانیا حکومت باید د غوښتونکو امنیتي ارزونه وکړي، خو هغه کسان چې لا دمخه د خوندیتوب لپاره منل شوي، باید نور په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې نه شي.
په سرمقاله کې له برېتانیا غوښتل شوي چې د کابل د سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان همکارانو په تړاو له ځنډ، عذرونو او د خطرونو له کم ښودلو لاس واخلي او خپلې ژمنې «په بشپړ او چټک ډول» عملي کړي.
معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې طالبان ښايي د افغانستان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي، خو د افغانستان د ښځو اراده او غوښتنې یې له منځه نهشي وړلای.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان د ښځو اعتراضونه له کابله پیل شول او اوس د کډوالۍ په ښارونو کې هم دوام لري.
هغوی وویل، چې د دوی غږ به تر هغه وخته چوپ نهشي، څو د افغانستان ښځې خپل ژوند، ازادۍ، زدهکړې، کار او بشري حقونه بېرته ترلاسه نهکړي.
معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې د ښځو له ټولنیز، ښوونیز، کاري او نورو برخو څخه اېستل باید عادي حالت ونهګرځي او نړیواله ټولنه باید په دې اړه چوپه پاتې نهشي.
دوی وویل چې نړۍ د افغانستان له ښځو سره ظلم کړی او له همدې امله باید د هغوی اعتراضي غږ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په واټونو کې هم واورېدل شي.
افغان معترضو ښځو په پای کې ټینګار وکړ، چې افغان ښځه باید یوازې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو قرباني ونه ګڼل شي، بلکې هغه د تاریخ او مقاومت نښه ده او تر ازادۍ پورې به خپل غږ او اعتراض ته دوام ورکړي.