• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سارا اډمز: طالبانو په شمال کې پر غیرپښتنو قوماندانانو باور کم کړی

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱

د امریکا مرکزي استخباراتو (سي‌اې‌اې) پخوانۍ مامورې سارا ادمز په یوه راپور کې ادعا کړې چې د طالبانو تاجک، ازبک او ترکمن قوماندانانو د دې ډلې د واک په پراخېدو کې مهم رول درلود، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته ځینې له خپلو پخوانیو نفوذي سیمو لېرې او څنډې ته شوي یا نیول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې د شمالي افغانستان د نیولو لپاره یوازې پر خپلو جنوبي پښتنو قوماندانانو تکیه نه کوله، بلکې تاجک، ازبک او ترکمن قوماندانانو د سیمې د خلکو، وسله‌والو او سیمه‌ییزو اړیکو له لارې د دې ډلې د نفوذ په پراخولو کې مهم رول درلود.

د راپور په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو قوماندانانو برخلیکونه متفاوت شوي، ځینې په لوړو پوځي، استخباراتي او حکومتي دندو ګومارل شوي، خو ځینې نور له خپلو دندو لېرې، نیول شوي، څنډې ته شوي یا له هغو سیمو څخه انتقال شوي چې کلونه یې پکې نفوذ درلود.

راپور وايي، د طالبانو د جګړې پر مهال د دغو قوماندانانو سیمه‌ییزې اړیکې او پوځي وړتیا مهمه وه، خو د واک له ترلاسه کولو وروسته «د جګړې ارزښت او د جګړې له پای وروسته باور» د طالبانو د مشرانو لپاره دوه جلا موضوعات ګرځېدلي دي. د راپور ارزونه دا ده چې د طالبانو مشرتابه هڅه کوي له وړ شمالي قوماندانانو ګټه واخلي، خو په ورته وخت کې نه غواړي خپلواک سیمه‌ییز ځواکونه پیاوړي شي.

د راپور له مخې، د طالبانو له لوري په شمال کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو مشري ځینو لوړپوړو جنوبي پښتنو قوماندانانو ته سپارل شوې، چې د شمالي طالبانو د ځینو قوماندانانو له نظره دا اقدام ښايي د دوی پر وړتیا او وفادارۍ د مشرتابه د باور د کمېدو نښه وي.

په راپور کې د طالبانو د شمالي شبکې په منځ کې د بدخشان تاجک، فاریاب او جوزجان ترکمن او ازبک قوماندانانو په اړه ځانګړي معلومات ورکړل شوي دي. د راپور له مخې، د دغو قوماندانانو له ډلې ځینې لا هم په مهمو حکومتي او پوځي دندو کې دي، خو ځینې نور له خپلو پخوانیو نفوذي سیمو څخه لېرې شوي دي.

راپور د قاري فصیح‌الدین فطرت نوم هم یادوي چې د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه دنده لري او د شمالي افغانستان د جګړو له مهمو قوماندانانو څخه بلل شوی. د راپور په وینا، فطرت د طالبانو له خوا د شمال او پنجشېر په نیولو کې مهم رول درلود او د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې د دفاع وزارت لوی درستیز دی.

همداراز، په راپور کې د ځینو شمالي قوماندانانو د ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د تاجکستان د انصارالله جماعت په ګډون له بهرنیو وسله‌والو شبکو سره د ادعا شویو اړیکو یادونه شوې ده. راپور وايي، د دغو اړیکو له امله د طالبانو په شمالي شبکې کې د قوماندانانو د دندو او نفوذ بدلون یوازې داخلي سیاسي موضوع نه ده، بلکې د بهرنیو وسله‌والو ډلو، روزنیزو مرکزونو او سیمه‌ییزو اړیکو پر وضعیت هم اغېز کولی شي.

د راپور په ارزونه کې ویل شوي چې طالبان ښايي د شمالي قوماندانانو ځای په بشپړه توګه بدل نه شي کړای، ځکه د دوی نفوذ یوازې پر رسمي حکومتي دندو نه، بلکې د کلونو جګړې، جلب‌وجذب، سیمه‌ییزو اړیکو او پوځي شبکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

راپور په پای کې ټینګار کوي چې د طالبانو د مشرتابه د باور د معلومولو لپاره یوازې د قوماندانانو ترفیع مهمه نه ده، بلکې له دندو لېرې کول، نیول، د سیمو بدلون، موازي قوماندې او شمال ته د جنوبي قوماندانانو استول هم د طالبانو د داخلي باور او واک د وېش مهمې نښې دي.

ډېر لیدل شوي

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي
۱

پخوانی افغان سرتیری؛د افغان پوځ سقوط باید یوازې د ۲۰۲۱ کال د پوځي پېښو له مخې ونه ارزول شي

۲

متحده جبهه وايي په کندهار کې یې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب وژلی

۳

راپور :پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کوي

۴
ځانګړی

خوشحال خان کاکړ: پاکستان بايد په افغانستان کې له لاسوهنو ډډه وکړي

۵
ځانګړی

د خوست ۴۴ کورنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نبي عمري د ځمکو په غصب تورن کړی

•
•
•

نور کیسې

راپور: زرګونه افغانان لا هم د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د برېتانیا «انډیپنډنټ» ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې له حکومت څخه غوښتي چې له هغو زرګونو افغانانو سره خپله ژمنه پوره کړي چې په افغانستان کې یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او اوس د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د دفاع وزارت یوې داخلي ارزونې څرګنده کړې چې له بریتانوي ځواکونو سره د کارکوونکو افغانانو لپاره د طالبانو د غچ اخیستنې خطر لا هم شته.

د سرمقالې له مخې، د دفاع وزارت په فبرورۍ میاشت کې په ترسره شوې ارزونه کې ویلي چې د هغو افغانانو لپاره چې د بریتانیا له ځواکونو سره یې کار کړی او د بیا مېشتېدو شرایط لري، خطر «لا هم واقعي» دی، که څه هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۵ کال په جون کې هغو افغان کورنیو د ایستلو بهیر ودراوه چې لا مخکې بریتانیا ته د انتقال لپاره منل شوې وې.

د برېتانیا د دفاع وزیر لوک پولارډ هم د روان کال په اپرېل کې ویلي وو چې هغه افغان کورنۍ چې د انتقال شرایط لري، باید له افغانستانه په خپله ځانونه د درېیم هېواد تر خوندي ځایه ورسوي.

د نوموړي په وینا، زرګونه افغانان چې لا هم د انتقال په تمه دي، باید « په خپله ځانونه یوه درېیم هېواد ته ورسوي».

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا حکومت د هغو افغانانو د خوندیتوب ژمنه کړې وه چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې د ژباړونکو، لارښودانو، اداري کارکوونکو او نورو برخو کې کار کړی و.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، زرګونه افغانان لا دمخه بریتانیا ته انتقال شوي، خو شاوخوا ۷ زره نور افغانان چې د بیا مېشتېدو لپاره وړ بلل شوي، لا هم په افغانستان او یا ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې پاتې دي.

ورځپاڼه وايي، د دې شمېر د زیاتېدو یو لامل په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا د دفاع وزارت هغه ستره امنیتي تېروتنه هم وه چې د بریتانوي ځواکونو له افغان همکارانو سره تړلی لېست په ناسم ډول د ناامن برېښنالیک له لارې واستول شو.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان همکارانو ته د خوندي انتقال په برخه کې ځنډ او د خطرونو کم اهمیت ښودل د منلو وړ نه دي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې که څه هم د بریتانیا حکومت باید د غوښتونکو امنیتي ارزونه وکړي، خو هغه کسان چې لا دمخه د خوندیتوب لپاره منل شوي، باید نور په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې نه شي.

په سرمقاله کې له برېتانیا غوښتل شوي چې د کابل د سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان همکارانو په تړاو له ځنډ، عذرونو او د خطرونو له کم ښودلو لاس واخلي او خپلې ژمنې «په بشپړ او چټک ډول» عملي کړي.

فرانکفورټ کې افغان لاریونوالې: د افغان ښځو بنسټیز حقوق باید ورکړل شي

۱۸ زمری ۱۴۰۵ - ۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
100%

د جرمني فرانکفورت ښار کې یو شمېر افغان ښځو د شنبې په ورځ د زمري ۱۷مه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر ضد اعتراضي لاریون وکړ. دوی په داسې وخت کې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین غوښتنه وکړه، چې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه رانږدې کېدونکې ده.

د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، چې دا اعتراض د طالبانو پر وړاندې د مدني مبارزو یوه لړۍ ده چې د دې ډلې د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.

معترضو ښځو وویل، دوی هماغه ښځې دي چې پنځه کاله مخکې یې په کابل کې د طالبانو پر وړاندې مدني اعتراضونه پیل کړل او د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې له وېرې او ځپنې سره سره د «زده‌کړو، کار او ازادۍ» شعارونه پورته کړل.

هغوی ټینګار وکړ، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره یې موخې نه دي بدلې شوي او لا هم د افغانستان د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، عادي ژوند ته د ښځو او نجونو د ستنېدو، زده‌کړو او کار ته د هغوی د لاسرسي، ازادۍ او په ټولنه کې د برابر ګډون غوښتونکې دي.

د معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي، چې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په کلونو کې یوازې د دوی د مبارزې بڼه او ځای بدل شوی، خو غږ یې نه‌دی چوپ شوی.

دوی وویل چې له افغانستانه کډوالي او لرېوالي د دوی مسوولیت پایته نه‌دی رسولی او ځانونه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د هغو ښځو د غږ په توګه ګڼي چې په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او د افغانستان په نورو ښارونو کې لا هم تر محدودیتونو او ځپنې لاندې ژوند کوي.

د دې اعتراضي راټولېدنې یوې سمبالوونکې ازیتا نظیمي وویل، چې دغه اعتراض یې په فرانکفورت کې د بښنې نړیوال سازمان او د «ښځه، ژوند، ازادۍ» ټولنې په همکارۍ ترسره کړی، څو د افغانستان د ښځو وضعیت او د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې ته یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.

100%

هغې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، چې نړۍ په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت لیدلی او اورېدلی، خو په ځینو مواردو کې یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.

معترضو ښځو ادعا وکړه، چې نړیوالې ټولنې په سیاسي معاملو کې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ قرباني کړې دي. د دوی په وینا، نړیوالې ټولنې بشري حقونو ته پر سیاست لومړیتوب ورکړی او د طالبانو پر وړاندې د نرم چلند او هغوی ته د مشروعیت ورکولو له لارې یې د یوه ملت برخلیک د دې ډلې په لاس کې پرېښی دی.

هغوی د هغه څه په اړه چې «طالبانو ته مشروعیت ورکول او له هغوی سره نرم چلند» وباله، هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډول چلند د دې لامل شوی چې د افغانستان د خلکو برخلیک طالبانو ته وسپارل شي.

معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې طالبان ښايي د افغانستان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وي، خو د افغانستان د ښځو اراده او غوښتنې یې له منځه نه‌شي وړلای.

د اعلامیې له مخې، د افغانستان د ښځو اعتراضونه له کابله پیل شول او اوس د کډوالۍ په ښارونو کې هم دوام لري.

100%

هغوی وویل، چې د دوی غږ به تر هغه وخته چوپ نه‌شي، څو د افغانستان ښځې خپل ژوند، ازادۍ، زده‌کړې، کار او بشري حقونه بېرته ترلاسه نه‌کړي.

معترضو ښځو ټینګار وکړ، چې د ښځو له ټولنیز، ښوونیز، کاري او نورو برخو څخه اېستل باید عادي حالت ونه‌ګرځي او نړیواله ټولنه باید په دې اړه چوپه پاتې نه‌شي.

دوی وویل چې نړۍ د افغانستان له ښځو سره ظلم کړی او له همدې امله باید د هغوی اعتراضي غږ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په واټونو کې هم واورېدل شي.

افغان معترضو ښځو په پای کې ټینګار وکړ، چې افغان ښځه باید یوازې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو قرباني ونه ګڼل شي، بلکې هغه د تاریخ او مقاومت نښه ده او تر ازادۍ پورې به خپل غږ او اعتراض ته دوام ورکړي.

د پاکستان په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه وځي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت افغان کډوال وايي، مخکې به پولیسو نیول، خو اوس نیمه‌پوځي ځواکونه د دوی کورونو ته ورځي او نیسي یې. د دوی په وینا، له کورونو څخه نېغ په نېغه توقیفي کمپونو ته او له هغه ځایه بیا د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د افغان کډوالو په وینا، په کراچۍ ښار کې مېشت له نیمایي څخه زیات افغان کډوال، ځینې یې په خپله خوښه، ځینې یې د نیول او اېستل کېدو د وېرې له امله له دغه ښاره تللي دي. خو هغه کډوال چې لا هم په کراچۍ کې پاتې دي، په داسې وضعیت کې دي چې له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بهر نه‌شي وتلای.

یو ۲۸ کلن کډوال سید خان [مستعار نوم] چې د ټولې کورنۍ د لویو او وړو غړو شمېر نږدې ۴۰ کسانو ته رسېږي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، هغه کورونه چې دوی پخوا په‌کې اوسېدل پرېښي یې دي، ځکه د شپې به یې پر کورونو چاپې وهل کېدې او اوس یې خپلې کډې نورو ځایونو ته انتقال کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پرې سخت حالت راغلی او «اوس تر ډېره هغه کورنۍ نیول کېږي چې څوک یې پولیسو او رېنجرز ځواکونو ته په اړه معلومات ورکړي».

هغه ادعا وکړه، چې پولیس او رېنجرز ځواکونو ته د افغان کډوالو په اړه معلومات خپله «افغانان ورکوي».

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانان ولې د نورو افغان کډوالو په اړه له پولیس او رېنجرز ځواکونو سره معلومات شریکوي، وویل: «هغو د خپل ځان د ژغورلو لپاره داسې کار کوي. دوی له پولیسو او رېنجرز سره خبره کړې وي چې زه به نور افغانان در وښیم، خو ما به بیا نه نیسئ».

هغه وویل، نیکه یې په ۱۹۷۷م کال کې د افغانستان له مزارشریف څخه کراچۍ ته کډه شوی او همدلته مېشت شوی وو. د هغه په وینا، مشران یې بیا د دښمنیو له امله بېرته افغانستان ته نه‌دي ستانه شوي او زیاتوي: «زموږ د مشرانو په پلرنۍ سیمه کې دښمني ده او هغه دښمني تر اوسه هم راته پاتې ده».

دغه ځوان کډوال زیاته کړه، چې نیا او نیکه یې هم په کراچۍ کې مړه شوي او همدلته خاورو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، پلار یې په پټه هټۍ چلوي، دی خپله له کوټې او پېښور سره سوداګري کوي، ورور یې په یوې کارخانه کې کار کوي او اکاګان یې هم ورځنۍ مزدوري کوي.

هغه وویل، یوه اکا یې په خپل سر یو کور اخیستی او اوس په هماغه کور کې بند پاتې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د خپلې دغې شتمنۍ په اړه هم اندېښمن دی، غواړي هغه وپلوري او په بل ځای کې کور واخلي، خو د وېرې له امله خپل کور هم نه شي پلورلی.

سید خان وویل، که دوی ونیول شي او بېرته افغانستان ته واړول شي، بیا به هم کراچۍ ته راستانه شي، ځکه: «هر څه چې کېږي، خپلې پلرنۍ سیمې ته نه شو تللای، دښمني مو ده».

هغه څرګنده کړه، بله ستونزه یې دا ده، چې ده او مشر ورور یې له افغان کورنیو سره په کراچۍ کې کوژدې کړې وې، خو هغه کورنۍ بېرته افغانستان ته لېږدول شوې دي.

نوموړي وویل: «موږ اوس دې ته په تمه یو چې حالات به یو څه ښه شي، موږ به دلته پاتې شو او هغه کورنۍ چې کوژدې مو په‌کې کړې دي، هغه به هم بېرته راوغواړو له هغې وروسته به بيا ودونه کوو».

یو بل کډوال، فردوس [مستعار نوم] وویل، دوه میاشتې وړاندې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره بېرته بلخ ته ستون شوی وو، خو هلته یې کار او روزګار نه و موندلی او ماشومان یې هم خوشاله نه وو؛ له همدې امله بېرته کراچۍ ته راغلی دی.

فردوس وویل: «له ما سره ویزه شته، خو د ماشومانو او کوروالې لپاره مې پیسې ورکړې او په پوله راواوښتو».

هغه وویل، له ۲۷ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي او په یوې کارخونه کې کار کوي. د هغه په وینا، اوس له ځان سره د یو کال ویزه لري او زیاته یې کړه: «چې ویزه ختمه شي، بیا به هغه وخت ګورو، حالات به ښه شوي وي».

خو هغه په ډاګه کړه: «زما سره ویزه شته، خو له ماشومانو سره نشته. اوس زه د شپې له خپل کوره بهر په بل کور کې ویده کېږم او د شپې خپل کور له بهره قلف کوم، څو داسې وانګېرل شي چې په دې کور کې څوک نه‌اوسي».

د دغه کډوال په خبره، په هغه کارخونه کې چې ده کار کاوه، له ده سره شاوخوا ۵۰ نورو افغانانو هم کار کاوه، خو دوه میاشتې کېږي چې د کارخونې مالک ټولو ته د کار له ورکولو ډډه کړې ده. د هغه په وینا، مالک ته ویل شوي وو، چې نور دې افغانانو ته په کارخونه کې کار نه ورکوي.

په کراچۍ کې اوس مېشت افغان کډوال چې په کرايي کورونو کې اوسېږي وايي، د کورونو مالکانو ته یې هم ویل شوي چې افغان کډوالو ته دې کورونه په کرايه نه ورکوي.

ځايي کسانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، څو ورځې وړاندې پولیسو دوه داسې کسان په دې تور نیولي وو چې افغان کډوالو ته یې کورونه په کرايه ورکړي وو.

دوی وايي، اوس ځايي خلک هم وېرېږي او افغان کډوالو ته څوک د اوسېدو لپاره کورونه په کرايه نه ورکوي.

دا یوازې د پاکستان په کراچۍ کې د افغانانو وضعیت نه‌دی، بلکې د خیبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې له افغان کډوالو سره ورته چلند کېږي او ډېریو یې ځانونه په خپلو کورونو کې په یوه ډول حبس کړي دي.

د پاکستان حکومت یوه میاشت مخکې په ټول پاکستان کې اړوندو ادارو ته جدي امر کړی، چې ناقانونه افغانان سمدستي ونیسي او افغانستان ته یې واړوي، خو په دغه هېواد کې مېشت افغانان د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو په دغه هېواد کې په قانوني توګه څو شپې او ورځې تېرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له شاوخوا یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر هزاره مشران احضار کړي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
100%

د هزاره او شیعه مشرانو له خوا په کابل کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کړنو په اړه د یوې اعتراضي اعلامیې له خپرېدو وروسته، د طالبانو یاد چارواکي له هغوی غوښتي، چې د وضاحت او ځواب ورکولو لپاره د هغه دفتر ته ورشي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هزاره او شیعه مشرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې د عدلیې وزیر دفتر ته له ورتلو ډډه کړې ده.

د افغانستان یو شمېر هزاره او شیعه عالمانو او مخورو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په یوې اعلامیې کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر «منظم تبعیض» او د هزاره‌وو او شیعه‌ګانو د «جبري بې‌ځایه کولو» پر هڅو تورن کړی او خبرداری یې ورکړی وو، چې د دې بهیر دوام «نور د زغملو نه‌دی».

د طالبانو د عدلیې وزیر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د دغې غونډې غړي، چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا، د شیعه‌ګانو عالي کمېسیون او د پارلمان یو شمېر پخواني استازي په‌کې شامل دي، خپل دفتر ته احضار کړي دي.

خو د شنبې په ماښام دوی د کابل په لوېدیځ کې د الزهرا جومات کې په یوې غونډه کې د عدلیې وزیر دفتر ته له ورتلو ډډه وکړه او پرېکړه یې وکړه، که د طالبانو لوړپوړي مشران، په ځانګړي ډول د طالبانو رييس‌الوزرا محمدحسن اخوند، د خبرو غوښتنه وکړي، نو دوی به ورسره خبرو ته حاضر شي.

د پراخو نیونو اندېښنه

خبري سرچینې وايي، د طالبانو د عدلیې وزیر له خوا د هزاره او شیعه مخورو د پراخو نیونو احتمال شته.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر خپله شخصي زندان لري او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر شیعه او هزاره دیني عالمان، د محرم ماتم کوونکي او د جوماتونو مسوولان په خپل شخصي زندان کې ساتلي دي.

د شیعه او هزاره مشرانو په خپله د پنجشنبې په اعلامیه کې ویلي وو، چې د طالبانو د عدلیې وزیر په وروستیو میاشتو کې د شیعه‌ګانو پر وړاندې څو اقدامات کړي دي.

د هغوی په وینا، د افشار دارالامان هدیره تړل شوې، د دارالامان د سناتوریم سیمې یو شمېر اوسېدونکي نیول شوي او جبري بې‌ځایه کولو ته اړ شوي او د دې سیمې جومات هم نړول شوی دی.

دوی همدارنګه د امید سبز ښارګوټي د زرګونو کورنیو د اېستلو، د تمدن ټلویزیون د تړلو او د خاتم‌النبیین جومات او مدرسې د مهر لاک کولو په اړه هم نیوکه کړې ده.

په اعلامیه کې د شیعه‌ګانو د یو شمېر جوماتونو او فرهنګي مرکزونو تړل او له جوماتونو او حسینیه‌وو څخه د محرم بیرغونو ښکته کول هم د نورو هغو مواردو په توګه یاد شوي چې شیعه او هزاره مشران پرې نیوکې لري.

هزاره او شیعه مشرانو په خپله اعلامیه کې ویلي وو، د طالبانو د عدلیې وزیر وروستی اقدام دا وو، چې د امید سبز ښارګوټی یې «امارتي» ملکیت اعلان کړ او د هغه د تخلیې امر یې صادر کړ.

د هغوی په وینا، دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د طالبانو د تصفیې کمېسیون د اسنادو له څېړلو وروسته د دغه ښارګوټي شخصي ملکیت تایید کړی وو.

هزاره مشرانو د طالبانو له رهبرۍ غوښتي وو، چې د عدلیې وزیر تبعیضي چلند پای ته ورسوي، د امید سبز ښارګوټي د تخلیې امر لغوه کړي او د دغه ښارګوټي د ملکیت اسناد بیا وڅېړي.

هغوی همدارنګه غوښتنه کړې وه، چې تمدن ټلویزیون، د خاتم‌النبیین جومات او مدرسه او د شیعه‌ګانو نور مذهبي او فرهنګي مرکزونه بېرته پرانیستل شي او له هغه څه څخه چې دوی یې له شیعه‌ګانو سره «دوه‌ګونی چلند» بولي، لاس واخیستل شي.

دغه بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شوي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل د شپږمې ناحیې اړوند امید سبز ښارګوټی «امارتي» اعلان کړ او د دغه ښارګوټي د تخلیې امر یې صادر کړ.

د طالبانو د عدلیې وزارت د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو ته د زمري تر ۱۵مې، پورې وخت ورکړی وو چې خپل کورونه خالي کړي.

له دې مودې وروسته، د طالبانو د عدلیې وزارت د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته امر وکړ، چې د کورونو کرایې د کورونو اصلي مالکانو ته نه، بلکې د عدلیې وزارت ته ورکړي.

محمدنبي خلیلي، د امید سبز ښارګوټي مالک، له طالبانو غوښتي چې د دغه ښارګوټي د ضبط او تخلیې په اړه خپله پرېکړه بیا وڅېړي.

هغه ویلي، چې امید سبز ښارګوټی د شرعي اسنادو، رسمي ملکیتي اسنادو او قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.

خلیلي ټینګار کړی، چې د دغه ښارګوټي دوسیه باید په بې‌طرفه توګه وڅېړل شي.

د یاد ښارګوټي استازو د دې موضوع د حل لپاره د کندهار له والي سره هم لیدلي، چې د طالبانو مشر ته نږدې کس بلل کېږي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین ژمنه کړې، چې دا موضوع به وڅېړي او د حل لپاره به یې تعقیب کړي.

مایکل سمپل: په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره خبرې اترې «بې‌ګټې» دي

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانی ډیپلوماټ مایکل سمپل وايي، طالبانو تر اوسه د یوه ټول‌ګډونه سیاسي بهیر د پیل او د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره هېڅ ډول چمتووالی او نرمښت نه دی ښودلی. د هغه په باور، په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو د خبرو تمه کول «بې‌ګټې او له خلکو سره خیانت» دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخواني ځانګړي استازي مرستیال او د کویینز بلفاسټ پوهنتون استاد مایکل سمپل د شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه)، د افغانستان انټرنشنل «د بحث روز» خپرونه کې وویل، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه تر وروستۍ شېبې پورې لا هم پر خبرو اترو او د افغانستان د ستونزو د سوله‌ییز حل پر لارې ټینګار کوي.

سمپل له افغانانو هم وغوښتل، چې پر طالبانو فشار زیات کړي، څو خپله «استبدادي واکمني» پای ته ورسوي او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر بنسټ د یوه ټولشموله او د خلکو اړتیاوو ته د ځواب ویونکي حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړي.

طالبان بیا خپل اوسنی نظام ټولګډونی ګڼي او په دې برخه کې د نورو څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا بولي.

مایکل سمپل د طالبانو د نه جوړجاړي د لامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دې ډلې سیاسي جوړښت د دوی د نه نرمښت له مهمو لاملونو څخه دی.

سمپل زیاته کړه، چې طالبان شاوخوا ۲۰ کاله په وسله‌واله جګړه کې ښکېل وو او هغه اصول او جوړښتونه چې دوی په هغه وخت کې کارول، د دې ډلې د یووالي په ساتلو کې اغېزناک وو، خو واک ته له بېرته ستنېدو وروسته همدغه جوړښتونه د یوه «استبدادي نظام» د رامنځته کېدو لامل شوي دي.

هغه وویل، چې اوس مهال د طالبانو د واک اصلي برخې او مهمې پرېکړې د دې ډلې د مشرانو په لاس کې دي او هبت‌الله اخوندزاده په خپلو پرېکړو کې د افغانستان د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته پام نه‌کوي.

د پوهنتون دغه استاد د طالبانو د ښوونیزو تګلارو په اړه هم وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له اقتصادي او د ژوند د اړتیاوو له سختو ستونزو سره مخ دي، د طالبانو مشر تر ډېره د دیني مدرسو پر پراختیا تمرکز لري.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو هم پر خپلو غړو او هم پر افغانانو یو «استبدادي نظام» تپلی دی. د نوموړي په باور، په دغه نظام کې هېڅوک دا جرئت نه‌لري چې د طالبانو د مشر پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

د سمپل په وینا، همدا موضوع د دې لامل شوې چې طالبان د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر وړاندې له نرمښت څخه کار وانه‌خلي.

خو مایکل سمپل باور لري، چې د فشارونو له زیاتېدو، د کړکېچ له سختېدو او د ولسي اعتراضونو له رامنځته کېدو وروسته، ښايي طالبان په راتلونکي کې خپل دریځ بدل کړي.