بنیامین نتنیاهو: د حماس تر بېوسلې کېدو مخکې له غزې نه وځو

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسراییل به تر هغه له غزې ونه وځي، څو حماس بې وسلې شوی نه وي. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر فشار لاندې اسراییلي پوځ په غزه کې خپل بریدونه کم کړي دي.
نتانیاهو یکشنبه، د زمري په ۱۸مه، د اسراییل د کابینې په غونډه کې د غزې په اړه د ټرمپ له تازه طرحې سره خپل مخالفت بیا څرګند کړ.
هغه په داسې حال کې د جګړې د دوام پر دریځ ټینګار کوي چې د اکتوبر په ۲۷مه د اسراییل د ټاکنو لپاره انتخاباتي فعالیتونه هم روان دي. نوموړی له یوې خوا د ښي اړخو افراطي وزیرانو له فشار سره مخ دی، چې په غزه کې له امتیاز ورکولو سره مخالفت کوي، او له بلې خوا ټرمپ غواړي د خپلې ۱۵ مادې سولې طرحې له مخې د جګړې د پای ته رسولو په لور پرمختګ وشي.
اسراییل د زمري له ۱۲مې، غزې ته د ټرمپ د سولې د پلاوي د استازي نیکولای ملادینوف له سفر او له نتنیاهو سره له لیدنې وروسته، په غزه کې خپل بریدونه کم کړي دي. دغه پلاوی د غزې د اوربند د څارنې مسوولیت لري.
رویټرز ته یوې باخبره سرچینې ویلي، اسراییل منلې چې پوځ به یوازې هغه مهال په غزه کې اقدام کوي چې د دغه هېواد په باور سمدستي ګواښ موجود وي او د پخوا په څېر به نږدې هره ورځ هدفي وژنې نه ترسره کوي.
نتانیاهو بیا ټینګار کړی چې د حماس بې وسلې کېدل د غزې څخه د اسراییلی ځواکونو د وتلو لپاره اساسي شرط دی.
