د سعودي، ترکیې او پاکستان له دفاعي تړون وروسته؛ حوثیانو پر سعودي عربستان برید وکړ

سعودي، له ترکیې او پاکستان سره له «مکې ګډ دفاعي تړون» له لاسلیک کولو ۲ ورځې وروسته، د یمن حوثیانو له لوري د بېپيلوټه الوتکې په وسیله په نښه شو. د یاد تړون غړو هېوادونو لا تراوسه څه غبرګون نهدی ښودلی، په داسې حال کې چې په یاد تړون کې پر هر هېواد برید پر بل هېواد برید بلل شوی وو.
دوه ورځې مخکې (جمعه د زمري ۱۶مه) سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي، خو پر سعودی عربستان د حوثیانو دغه برید ته لا تر اوسه پاکستان او ترکیې څه غبرګون نهدی ښودلی.
د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، د ارامکو د جیزان د تېلو چاڼخونه کې اور لګېدلی وو، خو له کومې مرګژوبلې پرته بېرته مړ کړای شوی، خو د لامل په تړاو یې څه نهدي ویلي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) بیا په خپله اېکسپاڼه ویلي، یاده چاڼخونه یې د بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړې ده.
رویټرز وايي، په همدې تړاو د پاکستان پوځ، هوایي ځواک، د لومړي وزیر دفتر او د اطلاعاتو او بهرنیو چارو وزارتونو د تبصرې غوښتنو ته ځواب نهدی ورکړی او د ترکیې حکومت هم پر یادې چاڼخونې د برید د اغېزو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
د یادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې په یاده چاڼخونه کې هره ورځ ۴۰۰ زره بېرله خام تېل تصفیه کېږي.
