پر روسیې د اوکراین په تازه بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي

د روسیې سیمهییزو چارواکو ویلي چې پر نژنيکامسک ښار باندې د اوکراین د ډرون الوتکو په تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپيان دي.
دا په تېرو څو میاشتو کې د روسیې په خاوره کې پر ملکیانو او اقتصادي تاسیساتو د اوکراین یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه بلل کېږي.
د اوکراین پوځ ویلي چې د مسکو ختیځ خوا ته په کابو ۸۰۰ کیلومترۍ کې یې د تتارستان سیمې د «تاتنفت» شرکت پر تانیکو نفتي چاڼځای برید کړی او هلته د اورلګېدنې پخلی هم شوی دی.
د تانیکو تېلو چاڼځای چې مخکې د جون په لومړیو کې هم د اوکراین لخوا په نښه شوی و، د روسیې یو له سترو تېل چاڼځایونو څخه دی. اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې پر نفتي تاسیساتو بریدونه تېز کړي دي، ترڅو د مسکو مالي سرچینې کمزورې کړي او د جګړې فشار د روسیې عامو خلکو ته محسوس کړي.
د نژنيکامسک ښاروال راډمیر بیلیایف پر ټلیګرام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تتارستان د سیمه ییز مشر رستم مینیخانوف له لوري په سیمه کې عمومي ماتم اعلان شوی دی.
همدارنګه د روسیې جنایي تحقیقاتي هییت ویلي چې د دغې پېښې په اړه یې د "تروریستي برید" تر سرلیک لاندې جنایي دوسیه پرانیستې ده. روسي چارواکو ادعا کړې چې د اوکراین ډرون الوتکو مستقیمې استوګنیزې سیمې ویشتلې دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې دا دواړه هېوادونه په هم مهاله توګه پر یو بل د مرګونو بریدونو تورونه پورې کوي.
تېره ورځ هم د اوکراین پر خارکیف ښار د روسیې په برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۳۷ ټپيان وو، په داسې حال کې چې د روسیې په بلګورود سیمه کې هم د اوکراین په ډرون برید کې ۵ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي وو.
که څه هم دواړه لوري په دوامداره توګه پر ملکیانو د مستقیمو بریدونو کول ردوي، خو له بېلابېلو بریدونو څخه تر ډېره غېر پوځیان نیغ په نیغه زیانمنېږي.
