طالبان وایي په هرات کې د یو کس د وژنې په تړاو د هغه مېرمن او دوه نور کسان نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هرات ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند یې د یوه کس د وژنې په تړاو درې کسان نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ ځواکونو یې د ګذرې ولسوالۍ اړوند د یوه وژل شوي کس د جسد تر موندلو وروسته د پېښې عاملینو پېژندلو او نیولو لپاره د پلټنې عملیات ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه عملیاتو په پایله کې درې کسان د پېښې په تړاو نیول شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، د وژل شوي کس مېرمن او دوه نور کسان په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. د چارواکو په وینا؛ نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
طالبانو د پېښې د څرنګوالي او د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.
