اسماعیل بقایي: د هرمز تنګي پرانیسته د امریکا سمندري کلابندۍ له لغوه کېدو سره تړلې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې د هرمز تنګي پرانیسته «د امریکا د سمندري کلابندۍ له لغوه کېدو سره تړلې ده». هغه زیاته کړې، چې د هرمز تنګي پرانیسته «د امریکا د ناقانونه او ویجاړوونکو اقداماتو درولو او د هغو جبرانولو پورې تړلې ده».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي: «په دې پړاو کې له عمان سره د هرمز تنګي په اړه په خبرو کې د محصول یا فیس ترلاسه کولو په اړه بحث نهدی شوی؛ خو طبیعي ده چې کله په سمندر کې خدمات وړاندې کېږي، نو باید لګښتونه یې هم ترلاسه شي».
بقایي دا هم ویلي: «د هرمز تنګي د تګراتګ نقشې په اړه له عمان سره په خبرو کې هوکړه شوې او د ګډې اعلامیې په اړه لاهم ځینې تخنیکي موارد شته، چې پرې بحث روان دی خو خبرې اترې به په روانه او رغنده توګه ترسره کېږي».
هغه زیاته کړې، چې سمندري کلابندي «د ایران پر وړاندې د تېري دوام» دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «د هرمز تنګی د حضرت ادم له پیدایښت څخه د تېرکال کب میاشتې تر ۹مې پورې پرانیستی و. اوس په داسې شرایطو کې چې امریکا لاهم د سمندري کلابندۍ تګلاره عملي کوي، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د څرګندونو لپاره هېڅ ډول حقوقي دریځ نهلري».
بقایي دارنګه ویلي: «ایران په تېرو ۴۷ کلونو کې په دغه تنګي کې د بېړیو د تګراتګ ساتونکی پاتې شوی دی».
