• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کولمبیا کې یوې زورورې زلزلې لږترلږه ۱۱۱ کسان مړه کړي

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ د کولمبیا لوېدیځې برخې د ۷.۴ درجې یوې زورورې زلزلې ولړزولې، چې لږترلږه ۱۱۱ کسان یې مړه او ۸۷ نور ټپیان کړي دي. زلزلې په څو ښارونو کې ودانۍ ویجاړې کړې او ګڼ کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. دا د کولمبیا په تاریخ کې تر ټولو زوروره زلزله وه.

د یادې زلزلې مرکز د کولمبیا د چوکوی ولایت د سان جوز ډیل پالمر سیمه ښودل شوې ده. داسې ښکاري، چې د قربانیانو تر ټولو لوړه شمېره د کولمبیا د قهوې کښتونو لرونکو سیمې د لوېدیځ ولایت ریسارالډا کې راپور شوې ده. کالي چې د دغه هېواد یو له لویو ښارونو دی، هم سخت ځپل شوی دی؛ که څه هم ځایي چارواکو تراوسه هلته د مړینې خبر نه‌دی تایید کړی.
د کولمبیا چارواکي وايي، چې سلګونه ودانۍ زیانمنې شوې او یوشمېر خلک تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د کولمبیا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې د پریرا، مانیسالس، کېبدو، ارمنیا، کارتاګو او بویناونتورا په هوايي ډګرونو کې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډول شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي
۱

ګوانتانامو، دوحه او کابل؛ د خیرالله خیرخواه ستړی مزل په ولایت پای ته رسیږي

۲

نعناع؛ دا شین بوټی دروغتیا لپاره څه رازونه لري؟

۳

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۴

شنونکي: مکې تړون ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال کم کړي

۵

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن پوسټ: ټرمپ د ایران د ګواښ له امله په پټه له ترکیې وتلی و

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۱
100%

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځینو اسنادو پربنسټ د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره د ایران ګواښ تېره میاشت د یوه بې‌ساري عملیاتو لامل شو؛ په دغه عملیاتو کې ټرمپ په پټه د ترکیې له خاورې په یوې بلې پوځي الوتکه کې وتلی و.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو غوښتل د ټرمپ اصلي ځای پټ وساتي. له همدې امله یې د «اېر فورس ون» الوتکه داسې وکاروله، چې خلک فکر وکړي ټرمپ په همدې الوتکه کې سفر کوي؛ حال دا چې هغه په بله الوتکه کې و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د غونډې لپاره انقرې ته د سفر پرمهال په هغې نوې بوینګ ۷۴۷ الوتکه کې ترکیې ته تللی و، چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې ده؛ خو له ترکیې نه د وتلو پرمهال هغه د پټو کامرو ترمخ د «اېر فورس ون» له پخوانیو الوتکو څخه یوې ته پورته شوی؛ په داسې حال کې چې نوې الوتکه هم په همدې وخت کې د الوتنې لپاره چمتو وه.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې ټرمپ پخوانۍ الوتکې ته تر پورته کېدو وروسته په پټه د هوايي ډګر د خوړو د لېږدولو له یوه موټر څخه د امریکا د هوايي ځواک یوې کوچنۍ الوتکې ته انتقال شو او دغه الوتکې وروسته ټرمپ برېتانیا ته ولېږداوه.

په همدې حال کې خبریالانو او د سپینې ماڼۍ یوشمېر کارکوونکو چې فکر یې کاوه ټرمپ په پخوانۍ «اېر فورس ون» الوتکه کې دی، له هماغې الوتکې سره سفر وکړ. په دې توګه یاده الوتکه په عملي ډول د «غولونکي الوتکې» په نوم بدله شوه؛ څو د ولسمشر د اصلي موقعیت په اړه معلومات څرګند نه‌شي.

په راپور کې راغلي، له خبریالانو څخه د الوتنې پرمهال غوښتل شوي وو چې د الوتکې د کړکیو پردې تړلې وساتي. سپینې ماڼۍ د واشنګټن پوسټ پوښتنو ته په ځواب کې د دغه عملیاتو جزییات نه تایید او نه هم رد کړي؛ بلکې یوازې یې د نوې الوتکې پر خوندیتوب او د هغه دښمنانو پر حضور ټینګار کړی، چې ټرمپ یې په نښه کړی دی. پنټاګون پوښتنې سپینې ماڼۍ ته راجع کړې او د امریکا د پټو خدمتونو برخې هم په دې اړه له څرګندونې ډډه کړې.

د امریکا د ولسمشر د ساتنې لپاره د یادې الوتکې کارول بې‌سارې نه‌ده. د یوه امریکايي چارواکي په وینا چې واشنګټن پوسټ ورسره خبرې کړې دي، په تېرو درېیو لسیزو کې داسې نورې پېښې هم رامنځته شوې دي چې د ولسمشر پر وړاندې د جدي ګواښونو، یا خطرناکو سیمو ته د هغه د سفر له امله، «اېر فورس ون» د غولونکې الوتکې په توګه کارول شوې ده.
یو له مشهورو بېلګو څخه یې په ۲۰۰۰کال کې پاکستان ته د هغه مهال د امریکا د ولسمشر بېل کلنټن سفر و. له ترکیې نه برېتانیا ته د یوې پوځي الوتکې پرمټ د ټرمپ لېږد په داسې شرایطو کې ترسره شوی، چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې وه او امریکايي چارواکو د ټرمپ پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و.

افغان ایواک: د افغان متحدینو د ساتنې لپاره په امریکا کې مهم قانوني ګامونه اخیستل شوي

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۱
100%

افغان ایواک وايي، د کابل له سقوط پنځه کاله وروسته، د افغان متحدینو د ساتنې لپاره تېره اوونۍ مهم پرمختګونه شوي. د افغانستان د لنډمهاله خونديتوب قانون د امریکا د مشرانو جرګې ملاتړ ترلاسه کړی او د افغان متحدینو اسنادو د خوندي کولو لپاره نوی دوه‌ګونديز قانون هم وړاندې شوی دی.

افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې ویلي، د اګست په ۶مه د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون لپاره د استازو جرګې له طرحې سره د مشرانو جرګې موازي طرحه هم وړاندې شوه، چې له مخې یې په امریکا کې مېشت افغانانو ته د لنډمهاله خوندي وضعیت زمینه برابریږي. د اګست په ۷مه بیا څلورو سناتورانو مایک راونډز، امي کلبوچر، کریس کونز او تام ټیلیس د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» په نوم نوی قانون وړاندې کړ.

افغان ایواک وايي، دواړه طرحې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ګډ ملاتړ لري او هدف یې دا دی چې د افغان متحدینو د ساتنې او د هغوی د خدمتونو د اسنادو لپاره داسې قانوني بنسټ رامنځته شي چې د یوه حکومت له تګلارې سره بدل نه شي.

د دې بنسټ په وینا، د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» له مخې به د امریکا دفاع وزارت اړ وي چې د هغو له خطر سره مخ افغان متحدینو د خدمت اسناد او بایومتریک معلومات تایید او خوندي کړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی. په طرحه کې د یوه خوندي برېښنايي سیستم جوړول هم شامل دي، څو افغان متحدین یا د هغوی استازي وکولای شي له هر ځایه، ان د افغانستان دننه، د خپلو خدمتونو د ثبت او خوندي کولو غوښتنه وکړي.

افغان ایواک وايي، دا طرحه په ځانګړې توګه د افغان ځانګړو ځواکونو، پیلوټانو، استخباراتي چارواکو، قاضیانو، څارنوالانو او دفاعي چارواکو لپاره مهمه ده چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر له ۲۲مې تر ۲۰۲۱ کال د سپټمبر لومړۍ پورې یې لږ تر لږه یو کال له امریکايي ځواکونو سره خدمت کړی وي.

د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون له مخې به افغانستان د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره وټاکل شي. افغان ایواک وايي، دا وضعیت په امریکا کې مېشت افغانان له افغانستان ته د شړلو څخه ساتي او هغوی ته د قانوني کار اجازه ترلاسه کولو زمینه برابروي.

د افغان ایواک په وینا، «لنډمهاله خوندي وضعیت د بېړني حالت ترمز دی»؛ دا دایمي استوګنې یا د ځانګړې کډوالۍ ویزې بدیل نه دی، خو د هغو افغانانو د شړلو مخه نیسي چې په امریکا کې د پاتې کېدو له خطر سره مخ دي.

افغان ایواک همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانانو د امریکا ته د انتقال او ویزو د بیا پیل په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي معلومات باید له احتیاط سره وکتل شي. دغه بنسټ وايي، د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزو ورکړه لا نه ده بېرته پیل شوې، د ویزو مرکې لا هم د ټولو قضیو لپاره رد کېږي او د افغانانو پر داخلېدو د سفر بندیز هم پر ځای دی.

د دې بنسټ په وینا، د جولای په ۳۰مه د امریکا د یوې فدرالي محکمې پرېکړه یوازې هغو افغان کورنیو ته محدوده ده چې د امریکا د پناه‌حق لرونکو کسانو د کورنۍ د یوځای کېدو د پروګرام لاندې دي. افغان ایواک ټینګار کوي چې دغه پرېکړه د ځانګړې کډوالۍ ویزې، کډوالۍ یا لنډمهاله بشري سفر اجازه پروګرامونه نه دي پرانیستي.

افغان ایواک له هغو افغانانو چې د اسلام‌اباد په سفارت کې د ویزې مرکې لري، هم غوښتي چې د اوسني وضعیت له مخې خپلې مرکې وځنډوي یا بیا مهالویش کړي او د ناسم معلوماتو او درغلیو پر وړاندې له احتیاطه کار واخلي.

په ورته وخت کې، د امریکا د کانګرس ۳۵ غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر هګسیټ او د کورني امنیت وزیر وین مولن ته په یوه لیک کې د قطر په عین‌السلیه کمپ کې د شاوخوا ۱۱۰۰ ارزول شوو افغان متحدینو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له ادارې غوښتي چې د دغو کسانو د انتقال بهیر بېرته پیل کړي، کانګرس ته معلومات ورکړي او د هغوی له رضایت پرته یې له کمپ څخه ونه لېږدوي.

افغان ایواک وايي، د کمپ د تړل کېدو نېټه د سپټمبر ۳۰مه ده او اندېښنه لري چې د انتقال د پروسې ځنډ به دغه کسان له لا زیات ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي.

دا بنسټ په داسې حال کې د افغان متحدینو د ساتنې لپاره د کانګرس د وروستیو هڅو یادونه کوي چې د کابل د سقوط پنځمه کلیزه رانږدې شوې او په ورته وخت کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول هم دوام لري.

افغان ایواک وايي، «پنځه کاله د یوې وینا لپاره نه، بلکې د حساب ورکولو لپاره کافي موده ده» او ټینګار کوي چې د امریکا له افغان متحدینو سره د شوې ژمنې د عملي کولو لپاره د کانګرس وروستي ګامونه د پای کرښه نه، بلکې د یوه اوږده بهیر د بیا پیل لومړنی مهم پرمختګ دی.

د برېتانیا اېم ای۶ د اروپا تر ټولو ځواکمن استخباراتي سازمان شو

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
100%

د لسګونه اوسنیو او پخوانیو استخباراتي چارواکو یوې نظرپوښتنې د برېتانیا اېم ای۶ د اروپا تر ټولو ځواکمن استخباراتي سازمان بللی دی. د فرانسې د بهرني امنیت عمومي ریاست په دویم ځای کې راغلی او هالنډ د تمې خلاف درېیم مقام خپل کړی دی.

د «وای‌نېټ» د راپور له مخې؛ فرانسوۍ اوونیزې اېکسپرېس د یادې ډلبندۍ چمتو کولو لپاره له ۲۵ استخباراتي سازمانونو سره د ۶۰ اوسنیو او متقاعدو افسرانو مرکې راخیستې دي. په دغه کسانو کې ۱۶ یې د یوه استخباراتي سازمان اوسني یا پخواني مشران وو.

دغه استخباراتي سازمانونه د نفوذي سرچینو جذبولو، د قدرت مرکزونو ته د ننوتلو، د پټو عملیاتو او ورانکارۍ ترسره کولو او همداراز د سایبري وړتیاوو پر بنسټ ارزول شوي دي.

اېم ای۶ د اوږدمهاله سرچینو جذبولو او روزلو په برخه کې، په ځانګړې توګه په روسیه، چین، ایران او ترکیه کې تر ټولو لوړ امتیازونه ترلاسه کړي. یوه فرانسوي استخباراتي چارواکي ویلي، چې برېتانیا وخت ناوخت د مشهورو پوهنتونونو فارغان د هغوی د فعالولو له وخت څخه شاوخوا لس کاله وړاندې جذبوي. نوموړي ادعا کړې، چې د ایران حکومت د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وزیر علي‌رضا اکبري هم د برېتانیا له‌خوا جذب شوی و.

فرانسه د خپلو پراخه نړۍوالو فعالیتونو، د انساني استخباراتو له پټو عملیاتو او تخنیکي وړتیاوو سره د یوځای کولو له امله په دویم ځای کې راغلې ده. یوه پولنډي استخباراتي افسر ویلي، فرانسه د هغه ګوتو په شمېر هېوادونو څخه ده چې کولای شي یو هدف «له شور پرته له‌منځه یوسي». پنځو ګډونوالو هم د فرانسې استخباراتي سازمان په لومړي ځای کې حساب کړی دی.

هالنډ په درېیم مقام کې تر تمې خلاف لوړ ځای خپل کړ. اېکسپرېس لیکلي، چې د دغه هېواد استخباراتي سازمان د اروپا په ګڼو مهمو سایبري عملیاتو کې ونډه لري. یادې مجلې په ۲۰۰۷کال کې په ایران کې د Stuxnet د کمپیوټري ویروس د ځای پرځای کولو په برخه کې د هالنډ د احتمالي رول په اړه راپورونو ته هم اشاره کړې ده.

ورته مهال جرمني پنځم ځای خپل کړ. اوکراین هم د جګړې پرمهال د خپلو استخباراتي سازمانونو د چټک بدلون او د پېچلو او نوښتګرو عملیاتو ترسره کولو له امله وستایل شو. ځینو اروپايي افسرانو دغه بهیر د اوکراین د استخباراتي ادارې «موساد کېدو» په نوم یاد کړی دی.

د سکاندیناوی هېوادونو او بالتیک سیمې استخباراتي سازمانونو هم د روسیې د نفوذ پر وړاندې د مبارزې د تجربې له امله لوړ امتیازونه ترلاسه کړي دي. اسراییل په رسمي ډول په دې ډلبندۍ کې شامل نه و؛ خو یوسي کوهن د موساد پخواني مشر په دغه نظرپوښتنه کې ګډون کړی و.

د اېکسپرېس مرستیال مدیر اتین ژیرار په خپله شخصي ارزونه کې ویلي، که دغه ډلبندي نړۍواله وای؛ نو امریکا به لومړی او موساد به ښايي له برېتانیا وروسته په دویم یا درېیم ځای کې راغلی وای.

نوموړي موساد په منځني ختیځ کې د ساحوي نفوذ، هدفي عملیاتو او سایبري وړتیاوو له پلوه بې‌ساری بللی؛ خو ویلي یې دي د اکتوبر د اوومې نېټې برید وښوده، چې د استخباراتي ادارو او سیاسي چارواکو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کولای شي ان تر ټولو ځواکمن استخباراتي سازمانونه هم زیان‌من کړي.

محکمې میټا ته د ماشومانو د خوندیتوب په قضیه کې د ۵۶۷ میلیونه ډالرو ورکولو حکم کړی

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱
100%

د امریکا د نیو مکسیکو یوې محکمې د انسټاګرام او فیسبوک مور شرکت مېټا ته حکم وکړ چې ۵۶۷ میلیونه ډالر ورکړي، څو د ددغو پلاتفورمونو له امله ماشومانو او ځوانانو ته د اوښتو زیانونو د کمولو لپاره د درملنې، پوهاوي او اغیزو مخنیوي پروګرامونه تمویل شي.

قاضي براین بیدشاید د پنجشنبې په وروستیو کې په خپل حکم کې ویلي چې د دې پیسو ډېره برخه یا ۴۲۰ میلیونه ډالر به د ځوانانو لپاره د درملنې خدمتونو ته ځانګړې شي. پاتې پیسې به د پوهاوي، زیانونو مخنیوي، د ستونزو د معلومولو اړوند خدمتونو او نورو لګښتونو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې وکارول شي.

دا نوې سزا پر هغو ۳۷۵ میلیونه ډالرو مدني جریمو سرباري ده چې د مارچ په میاشت کې یوې جرګې (jury) پر مېټا لګولې وې. جرګې پرېکړه کړې وه چې شرکت ښه خبر و او د ماشومانو رواني روغتیا ته یې زیان رسولی.

په دویم پړاو کې څارنوالانو له قاضي وغوښتل چې پر مېټا اساسي بدلونونه ولګوي.

په دې توګه، د مېټا ټول مالي مسولیت ۹۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دا اندازه د شرکت د کلني عاید په پرتله ډېره کمه ده، ځکه مېټا په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالر ګټه کړې وه.

سره له دې، دا پرېکړه د مېټا لپاره بله ستونزه بلل کېږي، ځکه شرکت د زرګونو هغو کورنیو له لوري له ګڼو دعوو سره مخ دی چې وايي د ټولنیزو رسنیو له امله یې ماشومان زیانمن شوي دي.

د نیو مکسیکو لوی څارنوال راول تورېز وویل چې دا پرېکړه یو روښانه پیغام ورکوي چې شرکتونه به هغه وخت مسوول وبلل شي چې د دوی د محصولاتو ډیزاینونه ماشومان له خطر سره مخ کړي.

هغه وویل: «د نن ورځې پرېکړه د هرې هغې مور او پلار بری دی چې د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه اندېښمن دي او د هر هغه ماشوم بری دی، چې د انلاین نړۍ په برخه کې د خوندي ودې حق لري.»

مېټا ویلي چې د دې پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.

شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د خپلو پلاتفورمونو د کاروونکو د خوندي ساتلو لپاره سخت کار کوو او د ناوړه کسانو او زیان رسوونکو محتواوو د پېژندلو او لرې کولو ستونزو په اړه مو روڼتیا ساتلې ده. موږ لا هم باور لرو چې د ځوانانو د انلاین خوندیتوب په برخه کې زموږ ریکارډ پیاوړی دی او د هغو ادعاوو پر وړاندې به دفاع وکړو چې حقایق ناسم بیانوي.»

قاضي امر کړی چې فیسبوک او انسټاګرام باید داسې معلوماتي پاڼې او خبرتیاوې جوړې کړي چې کاروونکو ته په روښانه ډول د خوندیتوب ځانګړتیاوې، غوره لارې او د نامناسبو تبصرو د مخنیوي وسایل تشریح کړي.

دا بدلونونه او په نیو مکسیکو کې د پوهاوي کمپاین به د ایالت له خوا وڅارل شي.

محکمې ویلي چې د ماشومانو د محرمیت فدرالي قوانین مېټا ته اجازه نه ورکوي چې د ۱۳ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د عمر د تایید په موخه له هغوی شخصي معلومات وغواړي یا یې انلاین وڅاري.

مېټا باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۳ کلونو څخه کم عمر لرونکو کاروونکو د پېژندلو ځانګړی ماډل هم جوړ کړي.

همداراز، شرکت باید په نیو مکسیکو کې له هغو فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو څخه د عمر ثبوت وغواړي چې اټکل کېږي له ۱۳ کلونو کم عمر لري.

ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان ګډ دفاعي تړون لاسلیکوي

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۱
100%

دوو باوري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړي. سرچینو د دغه تړون د محتوا او د درېیو هېوادونو د همکارۍ د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جمعې په ورځ ریاض ته روان شي، څو د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.

د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ادارې مشر برهان‌الدین دوران ویلي، اردوغان به د خپل یو ورځني سفر پر مهال د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په وروستیو میاشتو کې د سیمې د تحولاتو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې د پایلو په اړه خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي.

بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ورسره مل دی، سعودي عربستان ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې سیمه‌ییز امنیت، دفاعي همکاري او د منځني ختیځ وروستي بدلونونه د ریاض د خبرو اصلي محورونه وي.

د ترکیې حکومت تر اوسه د دې غونډې رسمي اجنډا نه ده خپره کړې، خو باوري سرچینې وایي چې د سیمې امنیت، د سمندري لارو ګواښونه، د ایران د جګړې اغېزې او د دفاعي همکاریو پراختیا به د بحث مهم موضوعات وي.

دا درې اړخیزه غونډه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې سعودي عربستان د سره سمندر، باب‌المندب تنګي او عدن خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ او د انرژۍ د لېږد د خوندي کولو لپاره د څو هېوادونو د سمندري ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړ. ریاض ویلي وو، دا نوښت د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې رامنځته شوی دی.

ترکیه، چې د ناټو غړې ده، او پاکستان، چې اټومي ځواک بلل کېږي، د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې دي چې له دې نوښت څخه یې ملاتړ کړی، خو انقرې لا نه دي ویلي چې د دغه ائتلاف په عملیاتو کې به عملي ګډون وکړي که نه.

دغه سفر د ترکیې، مصر، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستۍ غونډې وروسته ترسره کېږي. د «آر-۴» په نوم دغه چوکاټ، چې د مارچ میاشتې په غونډو کې رامنځته شو، موخه یې د سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه همغږي، د ډیپلوماتیکو حل‌لارو پرمختګ او د امنیتي ننګونو پر وړاندې ګډه همکاري بلل شوې ده.

په همدې حال کې، د ترکیې او سعودي عربستان دفاعي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې له «بایکار» شرکت سره د بې‌پیلوټه الوتکو د پېر لوی تړون لاسلیک کړ او یو کال وروسته دواړو هېوادونو د بې‌پیلوټه الوتکو د ګډ تولید، د ټکنالوژۍ د لېږد او د ځواکونو د روزنې پر سر هم هوکړې وکړې.

دواړو هېوادونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د «ګوک‌بَی» په نوم د ترانسپورتي چورلکې د ګډ تولید لپاره هم تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه، د ترکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې «KAAN» په پروژه کې د سعودي عربستان د احتمالي ګډون په اړه هم خبرې روانې دي.