د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپل راپور کې ویلي چې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی په وینا، افغانستان د اطلاعاتو په «زندان» بدل شوی دی.
د دغه مرکز د موندنو له مخې، د خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعاتولو په تور خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض تر ټولو مهم موارد وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۵خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو موارد ثبت کړي دي.
دغه مرکز وايي، لږ تر لږه ۲۹رسنۍ او رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې د طالبانو د رسنیزو سیاستونو د نه رعایت له امله د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.
د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه رسنۍ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو د غوښتنو او لارښوونو د نه منلو له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۲۵ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شوی دی.
د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه هم زیات شوي او په ځینو خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور شوی او په یو شمېر پروګرامونو او غونډو کې یې د ګډون مخه نیول شوې ده.
د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه راډیوګانې هم لدې له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې چې په ژوندیو خپرونو کې یې ښځو ته د ټیلیفوني اړیکو زمینه برابره کړې وه.
د خبریالانو اجباري اعترافونه
دغه مرکز وايي، په تېر کال کې د نیول شویو خبریالانو اجباري اعترافونه هم خپاره شوي دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه هم د راپور له مهمو موندنو څخه دي. د مرکز په وینا، د طالبانو په شاوخوا ۴۰ وزارتونو او دولتي ریاستونو کې نږدې نیمایي ادارو ته د راپور ورکولو او تصویري مرکو اړوند محدودیتونه پراخ شوي دي.
همداراز، پر دولتي کارکوونکو د سمارټفونونو د کارولو محدودیتونه هم زیات شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ښځینه خبریالانو حضور او فعالیت په ځانګړې توګه له محدودیتونو سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، په ځینو خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور شوی او په یو شمېر غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون مخه نیول شوې ده.
مرکز وايي، دغه محدودیتونه د ښځینه خبریالانو پر مسلکي فعالیت سربېره معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي پر حق هم اغېز کوي.
د طالبانو جزايي اصولنامه
د راپور له مخې، د طالبانو جزايي اصولنامې هم خبریالان او رسنۍ له قانوني ګواښونو او د بند له خطر سره مخ کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کوي چې په دې اصولنامه کې قاضیانو ته د پراخو صلاحیتونو ورکول او د درنو مجازاتو ټاکل د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د قانوني فشار زمینه پراخولی شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، څو د رسنیو ازادي رعایت کړي.
دغه مرکز همداراز غوښتنه کړې چې له خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو سره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات شي.
د مرکز په وینا، د تېر یوه کال ۱۰۲ ثبت شوي موارد ښيي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا هم له جدي فشارونو سره مخ دی.